OmarPerez_horiz-1024x683

خیام په کېوبا کې، د چګوارا له زوی سره مرکه

neshananews

25 December 2019

مرکه کوونکی: مجیب مهرداد

ژباړه: نېک محمد ذکي

په ۲۰۱۴ کال کې زه او یو شمېر نور لیکوالان په یوې غونډې کې د ګډون لپاره امریکا ته وبلل شوو. دې غونډې ته چې د ۳۱ نورو هېوادونو خلک هم رابلل شوي وي. په دې غونډه کې له  راغلو لیکوالانو او شاعرانو سره بلد شو. له دوی سره مو ملګرتیا پیدا شوه.  د مصر، سوریې، عراق او سعودي لیکوالانو او شاعرانو له موږ سره ډېرې اړیکې ځکه پاللې چې له موږ سره یې نږدې فرهنګي اړیکې درلودې. ټول لیکوالان په خپلو کوټو کې پر خپلو پروژو او لیکنو بوخت و. له دوی څخه د لاتینې امریکا شاعرانو هم زموږ فرهنګي ځانګړنې درلودې. زه په دې غونډه کې له یوه شاعر سره بلد شوم، چې له کېوبا راغلی و. دا شاعر ملګرتیا ته جوړ سړی و؛ زما هم ورسره ملګرتیا پیل شوه. دا شاعر عمر پرېز نومېده، ما ته د حیرانتیا خبره دا وه، چې په کېوبا کې څنګه یو کس عمر نومېږي.

یوه ورځ یې له عربي شاعرانو سره دعوه وه، چې زما نوم پارسي دی؛ خو هغوی ورته ویل، چې نه ستا نوم عربي دی. ما ته یې وویل، چې راشه دوی ته ووایه، دا چې زما نوم پارسي دی. ما په خندا ورته وویل، چې  زیاتره پارسي نومونه عربي دي. زما نوم هم عربي دی. هغه د پارسي ادب په حوضه کې د عربي ژبې له اغېزه نه و، خبر. وروسته تر هغې چې ما توضیح ورکړه، پوه شو او دا خبره یې ومنله. ما چې به یې کله کوټې ته سر ورښکاره کړ، راته معلومه شوه، چې  هغه د بودایي دین پیرو و. له افغانستان سره یې ځانګړې مینه درلوده، ښايي له ما سره یې د ډېرې ملګرتیا لامل هم همدا و. احمدشاه مسعود یې پېژنده او له ما څخه یې د هغه په هکله پوښتنه کوله. یو څو ورځې وروسته یو افریقايي شاعر زما خوا ته راغی هغه هم زما ملګری و، نوم یې روزیسباتا موکای و. هغه هم یو ښه لیکوال و، چې سږ کال یې یو ناول د امریکا له غوره ناولونو څخه وګڼل شو. موکای ما ته وویل، چې ملګری دې سيي پېژنې؟ ما ورته وویل؛ هو. یو کېوبایي ژباړن او شاعر دی. هغه راته وویل:

نه هغه نه پېژنې؛ هغه د چګوارا زوی دی.

هغه وویل زه د چګوارا د له کورنۍ سره له ماشومتوبه بلد یم، هغه نه غواړي چې خلک یې وپېژني. بیا یې ما ته په انټرنيټ کې د عمر او چګوارا د پیوند په هکله معلومات ولېږل. یوه ورځ ورسته زه د هغه کوټې ته ورغلم ورته و مې ویل، چې که خپه کېږې نه یوه پوښتنه به وکړم. هغه وویل، چې هېڅکله ستا له پوښتنو څخه نه خپه کېږم. ما ترې د چګوارا په هکله پوښتنه وکړه، چې رښتیا یې زوی دی؟

هغه په خندا وویل:

ته له کومه پوه شوې چې زه د چګورا زوی یم؟ ته خو ما د هغه په نوم نه پېژنې؟

ما ورته کیسه وکړه، بیا هغه خپله کیسه وکړه. هغه وویل، چې مور یې د کېوبا په یوه نامتو راډیو کې ویاندویه وه. له چګوارا سره یې تار غځولی وه، چې په پایله کې یې عمر پرېز دنیا ته راغلی و. نوموړي ویل چې ما ته به په کوڅو کې ټولو خلکو ویل، چې ته د چګوارا زوی یې. ما چې له مور څخه په دې هکله پوښتنه وکړه؛ دا خبره رښتیا وه. د عمر پرېز مور له چګوارا وروسته  له بل سړي سره واده کړی و. دا چې دی له هغه سړي سره لوی شوی و، هغه فکر کاوه، چې د هغه سړي زوی دی. د نوموړي په وینا څو ځله د چګوارا خپلوانو او اولادونو ترې د ډې ان اې د ازموینو غوښتنه کړې وه، خو دا چې دی پوهېده، چې د چګوارا زوی دی. سر یې نه پرې خوځاوه.

عمرپرېز وايي، چې مور یې د چګوارا له لورې له عمر خیام سره بلده شوې وه. همدارنګه د دوی په کور کې یو وړوکی کتاب پاتې و، چې د ده په اند د چګورا د څلوریزو ټولګه وه. عمرپرېز وايي، چې چګوارا د خیام ځانګړی مینوال و. هر وخت به یې د خیام د رباعیاتو ټولګه له ځانه سره ګرځوله. عمر وویل چې مور او پلار یې دواړه د خیام سرسخت مینوال و.

په کومه ورځ چې زه افغانستان ته راتلم، راته و یې ویل، چې که کومه ورځ په افغانستان کې کومه فرهنګي غونډه وه؛ زه دې له یاده و نه وځم؛ ځکه زه غواړم چې افغانستان وګورم.  عمر وویل چې له عمر خیام سره تر دې بلدتیا وروسته مې د هغه د شعر په هکله مطالعه پیل کړه او د هغه رباعيات مې ولوستل. له هغه سره بلد او مینوال یې شوم. د هغه څلوریزې  مې په کېوبایانو ته وژباړلې. ما له هغه سره غږیزه او وېډیويي مرکه هم کړې ده، چې وروسته به له نښانې خبري ویبسايټ نه خپره شي. په دې وېډیوګانو کې مې هغه څلورېزې هم ثبت کړې دي، چې عمر پرېز راته له طبلې سره ویلې دي.

عمر پرېز ګوارا کېوبایي لیکوال، شاعر او ژباړن دی. نوموړی په ۱۹۶۴کال د کېوبا په هاونا ایالت کې نړۍ ته راغی. نوموړی د هاوانا پوهنتون له انګلیسي ادبیاتو فارغ شو. هغه همدارنګه د پیرسټرېنردي پوهنتون کې ايټالوي ادبیات هم ولوستل. هغه له مهمو مجلو سره کار کړی دی او لیکنې یې ورته کړې دي همدارنګه سموونکی یې هم پاتې شوی دی. پرېز په د کېوبا د روښانفکرانو د ډلې غړی شو، چې د پیدیا په نوم هم یادېدل نوموړی دوه کاله د مانټش مهالنۍ سموونکی و. له الماني، فرانسوي، انګلیسي او ايټالوي ژبو څخه یې ګڼې ژباړې کړې دي. په دې کې یې د شکسپیر مهم اثر ( څنګه چې غواړې) د ډیلن توماس د شعرونو ټولګه، د ايټالوي شعرونو غورچاڼ، د افریقايي شعرونو غورچاڼ، جرمني شعرونه، ناولونه او داستانونه ژباړلي دي.نوموړی د شعر پنځه چاپ ټولګې لري د دې تر څنګ په تیاتر کې نامتو هنرمند او ښوونکی دی. د شعر په نړیوالو فسټوالونو کې یې هم برخه اخیستې ده.

له عمر پرېز سره مرکه:

له کومه ځایه له خیام سره بلد شوې؟ څنګه دې خیام وموند او ولې یې دومره مینوال شوې؟

عمر:  په کور کې مې د خیام د شعرونو یو ژباړه مې ومونده. دا ژباړه زما د زوکړې له وخته زموږ په کور کې وه. همدارنګه د کارلوس موتسیو ارجنټایني ژباړه مې ومونده، چې  د فیتزجرالد د نسخې له مخې یې د خیام شعرونه په اسپانوي ژبه ژباړلي و. دا کتاب بیا په ۱۹۱۴، ۱۹۱۶ او ۱۹۲۵ کال کې بیا له سره کتل شوی او غور پرې شوی دی دا کتاب هم زموږ په کور کې ایښی و. د ومړي ځل لپاره مې خیام په ماشومتوب کې ولوست.

ــ و دې ویل چې د کورنۍ غړي مو هم د خیام مینوال و.

ــ هو. زما پلار او مور د خیام ډېر مینوال و، ځکه زما نوم عمر دی. وروسته تر هغې چې د موتسیو کتاب مې ولوست؛ یوه ملګري مې د صادق هدایت یو کتاب راته راوړ چې د عمر خیام په هکله یې لیکلی دی. بیا مې د فرزانې او ملاپلات کتاب ولوست چې په ۱۹۹۳ کال کې ژباړل شوی و.

ــ په کوم کال کې دې دا ژباړې پیدا کړې؟

ــ په ۱۹۹۰ میلادي کال کې.

ــ خیام دې په کومو ژبو لوستی؟

په انګلیسي، فرانسوي، اسپانوي، ايټالوي هر چېرته چې مې څارلی دی هلته مې لوستی دی. په پارسي کې د خیام په هکله لیکلې شوې مقالې ډېرې دقیقې دي. ما مخکې تر دې پارسي زده کړم د غوښتل مې د خیام په هکله یوه مقاله ولیکم. ما چې د هغه په هکله مقالې لوستې په زیاترو کې به یې دا خبرې کېدې، چې ایا خیام صوفي و؟ مسلمان و؟ هندو و؟ که یو رومانټیک شاعر و؟ زما په اند وروستۍ جمله د خیام په هکله یوه پر ځای جمله ده. ډېرو لیکوالانو دی یو رومانټیک شاعر بللی دی؛ نو ځکه ما هم د خپلې مقالې نو(د خیام د ژباړو په هکله مقالې) کړ.

تا پوښنه وکړه، چې ولې د خیام مینوال یم.

خیام یوه ازاده روح ده. نوموړی فیلسوف، ریاضي پوه او شاعر دی. له یوې اسلامي ټولنې سره د هغه د لید زاویه بېله ده، ځکه خو نوموړی په ښه نوم نه یادېده. هغه به یوازې خپلو ملګرو ته شعرونه ویل. خیام ژوند ته له بېلابېلو زاویو کتل. شعر یې د ژباړونکو پر مخ خلاصه کړکۍ ده. هر څوک ترې په اسانۍ ژباړه کوای شي. کله چې د خیام د څلوریزو په هکله د مقالو ټولګه په کتابي بڼه خپره کړه، یوه ملګري مې ګیتار غږوه ما هڅه کوله، چې د خیام څلوریزې په سرودي بڼه برابرې کړم.

ــ تا د هغه څلوریزې څنګه ژباړلې دي په څلورو سطرونو کې؟

ــ هو. خو قافیه مې نه ده پکې مراعت کړې.

ــ داسې ژباړې به یې وي، چې قافیه هم ولري؟

ــ هو. فکر کوم د د فتیزجرالد ژباړې یې قافیې لري. ما یو وخت فکر کاوه، چې د خیام څلوریزې به د موسیقۍ لپاره لیکل شوې وي؛ خو وروسته پوه شوم، چې د خیام څلوریزې یوه ځانګړي سرود ته ورته دي. زه دا نه شم، ویلی، چې د خیام په وخت کې به څه ډول سرود دود و او دا ویل هم سخت دي، چې ووایو دا چې خیام دې د څلوریزې د سرودونو لپاره ویلي و. د خیام روسي سرګي یسنین، ژک پره ور فرانسوي ژک پرور او هغو شاعرانو ته ورته دي، چې په ځانګړې توګه د موسیقي لپاره پنځول. د دوی شعرونه به سرود او اهنګ ته برابر و. زما په اند دا څلوريزې باید مخکې غږول شوې وای. ما وویل چې دا څلوریزې باید په اهنګ او سرود بدلې شي. بیا مې د پارسي ژبې د( الف – الف ـ بې ـ الف) په شکل په ګیتار او بېنجو کې دا کار وکړ. پرېکړه مې وکړه، چې دا سندرې د کېوبايي پاپ په څېر جوړې کړم. زما په اند هر کس کوای شي، چې د خیا په شعر کې یو داسې سور پیدا کړي. خیام هغه شاعر دی، چې شعر یې خلک په فکر کې اچوي. هغه عادي شاعر نه دی، چې د ژوند له مسایلو څخه په عادي بڼه تېر شي.

ــ خیام څومره په کېوبا او ارجنټاین کې مشهور دی؟

یو شاعر تر هغه وخته نه پېژندل کېږي، چې په هکله یې یې څېړنه و نه شي، خیام په کېوبا کې ډېر نه دی مشهور ځکه ما پرې مقالې هم ولیکلې؛ خو کتابونه یې پیدا کېږي. زیاتره شاعران یې هم نه پېژني.

ــ وروسته تر هغې چې ستا مقالې خپرې شوې خیام څومره مشهور شو؟

هو. وروسته تر هغې چې ما یې څلوريزې وژباړلې؛ نږدې و، چې زما دا کتاب د هغه کال د غوره نقدوونکو جایزه واخلي. هر ځای چې مې د هغه شعر لوستی او سندره کړی دی د خلکو ډېر خوښ شوی دی. د خیام د څلوریزو په هکله زیات بحثونه وشول. فیتزجرالد د هغه یو څو څلوریزې سره اړولې دي کله، کله یې له دوو څلوریزو څخه یوه ژباړه هم راوځي. په ټوله کې د خیام څلوريزې سرود ته ډېرې ښې جوړې دي او هر وخت یو کس کوای شي، چې بېلابېلې یې سره یو ځای او یو سرود ترې جوړ شي.