literature-poetry-man96122301

لنډۍ د غیرپښتنو د فکر له کړکۍ

نیک محمد ذکی

18 January 2020

له ما سره یو وخت دا فکر و، چې د ځينو لنډیو د مفهوم او اغېز په هکله به غیر پښتنو ته سړی څه فکر ورکړي؟ څنګه به سړی ورته دا لنډۍ تشرېح کړي چې؛

زلفې مې مه لنډوه مورې!

په سر پرېکړو ونو نه کېني بازونه.

ما ویل دا لنډۍ په همدې خپله ژبه او خپل ځای کې ښه ده؛ که یې وښوروو، نه یې خوند پاتې کېږي، نه یې رنګ. دلته مې له ښورولو څخه موخه نورو ژبو ته د دې لنډۍ ژباړه ده. زه او دا فکر چېرته، چې دې کیفیت به د نورو ژبو پر خلکو هم اغېز کړی وي او دا لنډۍ مخکې تر دې، چې زه یې واورم بلې ژبې ته به ژباړل شوې وي. زه او دا فکر چېرته، چې دا لنډۍ به داسې اورم؛

« گیسوان‌ام را کوتاه مکن مادر!
بگذار آن‌ها را بر شانه بیفشانم.
درخت هرس شده
جای لانه کردن پرندگان نغمه‌خوان نیست.»

 ما ویل، چې څنګه به د کمره ګل ته اوبه ورکول یوه ایراني لیکوال یا شاعر ته ښکاروې زه خبر نه وم؛

«ای گلی که سمت کوها می روی

آب دادنت با من

فقط بگو که مالی کی‌ای؟»

پاس پر کمره ولاړه ګله!

نصیب د چا یې اوبه زه درخېژومه.

زه نه پوهېدم، چې د لنډيو کیفیت به یو ایرانی شاعر دې ویلو، ته اړوي، چې تر ایران ډېر د افغانستان یم. دا چې لنډۍ د پښتنو خپل مال او د فولکلور یوه برخه ده؛ نو ډېر خلک دا فکر کوي، چې معنا به یې هم یواځې تر پښتو رامحدوده وي؛ خو داسې نه ده. په پښتو لنډيو کې داسې عاطفه، مفهوم او تخیل دی، چې د هر چا شاعرانه طبعه او ذوق ورسره په څپو راځي.

یوه خبره باید یاده کړم، چې ځینې لنډۍ داسې دي، چې پښتنو ته هم باید تفسیر شي. د ځانګړې سیمې اړوندې وي لکه:

په شمل پورې واده مه شې!

په شمل پورې یتیمانې ودوینه.

دا لنډۍ که د کندهار په سیمه کې چا ته وایو هم مجبور یو، دا توضیح ورکړو، چې شمل په خوست کې د یوه توی(موسمي سیند) نوم دی. دې سیند د خوست دوه قومونه اسماعیل‌خېل او مندوزي سره بېل کړي دي. پخوا به دا توی له پسرلي تر مني پورې له اوبو ډک راته. کوم پل یا د خلکو د تېرېدو وسیله نه وه، چې خلک یې په واسطه له دې توی څخه په اسانه تېر یو بل خوا تېر شي؛ نو ځکه چا زړه نه ښه کاوه، چې خپلې لوڼې د شمل یوه بله خوا واده کړي. کومه جینۍ، چې به یې بیا واده کړه، د کلي نورو نجونو به د واده په ورځ ناوې ته د پېغور په بڼه دا ټپه کوله. په دې ټپه کې یو ډول د نهیلۍ او بې کسۍ پېغور دی. د پلار او مور مینه پکې له ورایه ښکاري، چې د چا چې مور او پلار ژوندي وي خوندي به هم وي؛ خو چې مور او یا پلار یې نه وي بیا یې نو څوک په کیسه کې نه وي.

له دې توضیح وروسته به پوهېږي، چې د دې لنډۍ معنا څه ده؟ دا ځکه چې ځینې لنډۍ د یوه ځانګړي قوم، سیمې، ځای او وخت اړوندې دي. دا چې دودونه نظر سیمې، ځای او قوم ته توپیر کوي؛ نو لنډۍ هم توپیر کوي. یوه بله لنډۍ ده:

مورې ځدراڼو کې دې ورکړم؟

دا دې دروغ وېل، چې څېړۍ نیسي ګلونه.

دا لنډۍ له ورایه ښکاري، چې د لويې پکتیا د سمت ده. په کومو سیمو کې، چې د ځدراڼو قوم اوسي، په هغو سیمو کې د څېړۍ ونې قدرتي ډېرې دي. په دې لنډۍ کې یوه لویه کیسه پرته ده. یوې کورنۍ لور پر یوه لرې قوم، کې واده کړې ده. نور یې هېڅ ډاډ نه دی ورکړی؛ بس دا یې ورته ویلي دي، چې په ځدراڼو کې څېړۍ ډېرې دي. ښایسته سیمه ده او څېړۍ یې ګلونه نیسي. په اصل کې د څېړۍ ونه ګل نه نیسي.

پورتنۍ بېلګې د لنډيو د سیمه‌ایز اړخ وې. له سیمه‌ایزو دودونو ورهاخوا په لنډيو کې داسې نور ډېر څه شته، چې عموما د سړي ذوق او تخیل راوپاروي. لکه:

لیلا ولاړه پر لمانځه ده

قبول یې مه کړې، تور اوربل په خاورو ږدینه.

یا:

زما سودا پسې پیدا شوه

جانان زړې لارې پرېږدي په نویو ځینه.

دا که پښتنو ورهاخوا د هرې ژبې کس ته ورمعنا کړې، هغه ته به یو تخیلي مفهوم وي. عموما په شاعري کې د تقلید او ګډو تجربو توپیر وي. ګډې تجربې هغه دي، چې هر انسان یې تجربه کوای شي. مثلا؛ د پارک د څوکۍ انتظار ښايي افغان شاعر ته هم یو کیفیت وي او شعر ورته ولیکي او  یوه عرب شاعر ته هم. همداسې د خاورو بوی، چې په پارسي ژبه کې ورته «بوی باران» هم وايي. د هرې ژبې شاعر یې له کیفیت او تجربې اغېزمن دی. په لنډيو کې هم ډېرې داسې پېښې بیان شوې دي، چې د هر ولس د وګړو لپاره د درک وړ دي.

دې ټولو ته په کتو ګڼ شمېر غیرپښتنو لیکوالانو، شاعرانو او څېړونکو پښتو لنډیو ته کار کړی دی، ترې اغېزمن شوي  او خپلو ژبو ته یې ژباړلې دي. لاندې لنډې کرښې د ایراني لیکوال محسن عمادي نظر دی. محسن عمادي ایراني الاصله شاعر، ژباړن او فلم جوړوونکی دی. نوموړي په شریف پوهنتون کې د کمپیوټر انجینري  دلسانس تر کچې لوستې. ماسټري یې په فنلنډ کې د هنرونو او فولکلور په برخه کې وکړه. پې ایچ ډې (دکتورا) یې د مکسیکو  خپلواک ملي پوهنتون کې په ادبیاتو کې وکړه. نوموړی د احمد شاملو د رسمي سایټ مسوول مدیر و. لومړنۍ شعري ټولګه یې په اسپانیا کې چاپ او خپره شوه، چې د نړۍ پر دوولسو ژبو ژباړل شوې ده. محسن عمادي د شعر په برخه کې نوموتې نړیوالې جایزې ګټلې دي. لکه د انتونیو ماچادو (د یوه اسپانوي شاعر په نوم د شمالي امریکا، لاتیني امریکا او اروپا د شاعرانو تر منځ د شعر شریکه جایزه وه.) او د (وحشت شعر) نړیواله جایزه یې هم ګټلې ده.

نوموړی اوس مهال کله په فنلډ او کله مسیکو کې اوسي. د شاملو نامتو کتاب د «د کوڅې کتاب» هم د ده په زیار چاپ او خپور شوی دی. عمادي د شعر په لویو، لویو کنفرانسونو او فسټیوالونو کې د ایران استازیتوب هم کړی دی. د «جاذبې قانون»، «له سترګو مو یې نه ویل» او څو نورې شعري ټولګې یې چاپ او خپرې شوې دي. پښتو لنډۍ د دې تر څنګ، چې  په ساونډکلاوډ کې یې ورته د محتوا له مخې بېلابلې برخې ټاکلې دي. لیکل یې هم پرې کړي او ډیکلومه کړې یې هم دي. دا لیکنه یې په خپل ساونډ کلاوډ او پوټس ډاټ ایران(Poets.ir) ویبسایټ کې خپره شوې ده. دا چې لنډيو ته په کوم نظر ګوري د هغه په لیکنه کې یې لولو. زه یې د نظر په هکله ټول قضاوت تاسو ته پرېږدم.

« درویشت کلن وم، چې اسپانوي شاعر کلارا خانس له فرانسې څخه یو لیک او څلور نورې لیکلې پاڼې راته رالېږلې وې. زیاتې څلور پاڼې د بهاوالدین مجروح په نوم د یوه افغان شاعر لیکنه وه. دا لیکنه د اواره‌توب او جلاوطنۍ په هکله وه. مجروح دا لیکنه په فرانسه کې خپره کړې وه، چې پښتو لنډۍ هم پکې لیکلې وې؛ چې زما پام یې ځان ته راواړوه. په دې کال مې د دې لنډيو نورې بېلګې هم لاسته راغلې او پارسي ته مې وژباړلې. په لنډيو کې سیمه‌ایز منطق( زما په اند موخه یې د سیمې حالاتو سم انعکاس دی) د دې سبب شو، چې و یې ژباړم. پارسي ژبې ته زیات شعرونه راغلي او ژباړل شوي. ما لوستي؛ خو پښتو لنډيو ځانګړی خوږوالی درلود. دا لنډۍ له داسې یوې پیاوړتیا برخمنې وې، چې اوس زما په ډېرو قطعو کې ځلېږي.

یوه ورځ په په فنلنډ کې یوې اسپانوۍ رانه وپوښتل وای؛ د کوم ځای یې؟ ما ورته وویل، تبعید شوی یم. ووېرېدوه، سر یې ښکته کړ او بې څه ویلو روانه شوه. اوس کلونه کېږي، چې ځان بې وطنه ګڼم. ښايي زما د ځواب دلیل د بهاوالدین مجروح لوستی متن وي، چې د اواره‌توب په هکله و. اوس زه ځان ایرانی، مکسیکویی، فنلنډی او اسپانوی نه بولم. زما هېواد شعر دی. په اوسنیو جغرافیايي توپیرونو او لريوالو کې ځینې خلک تاجیکو او افغانانو ته کنځلې او توهین کوي؛ خو زه به دومره ووایم، چې زه ډېر احترام ورته لرم. یو کوچنی شاعر پرېږدئ، دا خبره وکړي، چې زه ځان تر ایران ډېر د افغانستان او تاجیکستان ګڼم.

په لنډیو کې خلوص او لطافت دی. دا لنډۍ په سختیو او جګړو کې د مینې کیسې کوي. په ایران کې ځینې کرکه زېږوونکي اصطلاحات دي لکه؛ « د بدختي او مصیبت پر وخت، لومړی مینه قربانې کېږي.» لنډۍ د داسې دروغو د ثابتولو لاسوند(ثبوت) دی. لنډۍ موږ ته دا را په ګوته کوي، چې مینه هر وخت وي؛ د مصیبت او فاجعو پر وخت خو بیا تر هر څه ډېره ورته اړتیا ده. په لنډيو کې داسې مینه ده، چې تر هر ملت او دین اوړي او د هېڅ قدرت پر وړاندې سر نه ټيټوي.»

د هېواد بل فارسی‌دري ژبی شاعر مجیب مهرداد د لنډیو په هکله لیکي:
« زما په نظر لنډۍ داسې شعر دی، چې په نړیواله کچه وپېژندل شي او په نړیواله کچه ځان ته ځای پیدا کړي. په لنډيو کې داسې خوږوالی او کیفیت دی، چې موږ په نړیوال ادب کې پسې سرګردانه ګرځو. فولکلوریک شعرونه د شعر تر ټولو زیاته تجربه شوې بڼه ده. دا شعرونه د ژوند پر عامو تجربو ولاړ دي، ځکه نو سرشار او له انرژۍ ډک وي. احمد شاملو د خلکو پر ژبه مین و، له ناصر حریري سره یې د خلکو د ترانو د پیاوړتیا په هکله ډېرې خبرې کړې دي؛ خو په افغانستان کې له دې تجربو او د خلکو له ژبې څخه د شعر پر لوړولو او ښه کولو کې هېڅ ګټه نه ده اخیستل شوې.»

( لیکنه: مجیب مهرداد، اهمیت لندی، برای شعر معاصر پشتو و فارسی در افغانستان. ۱۳۹۱ کال، ۸صبح ویبسایټ.)

مجروح صېب دې خدای وبښي. پر خپل کار یې لنډۍ تر نامتو بهرني شاعر عمادي ور ورورسولې او بیا له هغه وروسته د یاد  شاعر مینوالو هم وپېژندلې. زما په اند اوس اړتیا ده، چې هغه پښتانه لیکوالان، چې له نورو ژبو سره بلد دي؛ د لنډيو په هکله په نورو ژبو کې لیکل وکړي او دا فورم د محتوا او له نورو اړخونو نړیوالو ته ورپېژني. فورم خو یې هسې د پښتو خپل دی؛ خو له مفهوم او خوږوالي سره یې باید د نورو ژبو ادبیات هم بلد شي. یوه خبره اړینه ده، هغه دا چې په موخنه ژبه کې لنډیو ته یو فورم وټاکل او خلکو ته وروپېژندل شي، چې په کوم فورم کې لنډۍ ښې ژباړل کېدای او نړیوالو ته ورپېژندلی شو.

اخځلیکونه: