دیوار نویسی اول

د هرات پر دېوالونو د ډيموکراسۍ خلاف لیکنې؛ ټولنیزه مبارزه که د خلکو د دیني احساساتو خوځښت؟

neshananews

28 June 2020

سربېره پر دې، چې پر ډیموکراسۍ نقدونه شته؛ خو تر اوسه پورې په نړۍ کې د خلکو لپاره یو ښه فرصت دی، چې خپل نظرونه او افکار پکې څرګند کړي. په وروستیو څو ورځو کې دیني تندلارو ډلو او د دوی پلویانو په هرات کې پر دېوالانو د ډيموکراسۍ ضد شعارونو لیکل پیل کړي دي. په دې لیکنو کې ډیموکراسي یو نظامي عنوان بلل شوی، چې شراب څښلو، همجنسګرايي او بې دینۍ ته لاره هواروي. دا شعارونه د هرات ښاریانو له غبرګون سره مخ شوي دي. دوی وايي، دا لیکنې د داسې خلکو له خوا کېږي، چې پېژند یې معلوم نه دی.

د هرات یو اوسېدونکي خالد اروند وايي، چې که څه هم پر دېوالونو لیکل نن سبا له ټولنیزو مبارزو څخه ده؛ خو د خلکو د دیني احساساتو راپارولو او د ډيموکراسۍ د نامناسب نقد په توګه باید و نه کارېږي. نوموړی ټینګار کوي، چې دا د دیني تندلارو کار دی، چې د خلکو د سمون اراده نه لري یوازې پر نورو خپل تندلاری فکر تحمیلوي.

د هرات یو بل اوسېدونکی مختار حبیبي وايي، یوه پټه ډله پر دېوالونو ورته شعار لیکي. هغه وايي یاده ډله هڅه کوي، چې د سیمې د هېوادونو په فرمایش د حکومت پر وړاندې خلک راپورته کړي. هغه پر حکومت غږ کوي، چې که د دې خلکو پر وړاندې چوپ شي بدې پایلې به ولري؛ خو د هرات مسوولین وايي، چې که پر دېوالونو دا لیکنې د ښاریانو د وېرې او ډار سبب شي دوی به یې ورانې کړي.

 په هرات کې دا لومړی ځل نه دی، چې تندلارې ډلې ورته فعالیتونه کوي، بلکې ډېرې تندلارې مذهبي ډلې په هرات کې فعالیت کوي. د هرات اوسېدونکي وايي، چې دې ډلو په هرات کې د ښځو په برخه کې قانونمندۍ، ټولنیزو او مدني ازادیو ته هم زیان اړولی دی. دوی وايي، چې مذهبي توندلارو ډلو نه یواځې دا، چې په سیمه کې د جګړې کمولو ته کار نه دی کړی، بلکې داسې یو مټ شوې، چې د دولت د مخالفو وسلوالو ډلو ته خلک وهڅوي.

د هرات پوهنتون د ټولنپوهنې پوهنځي استاد جواد رامیار وايي، چې پر دېوال داسې لیکنو ته حیران دی. هغه وايي، چې ډيموکراسي دې خلکو ته اجازه ورکړې، چې په ورته ډول ډیموکراسي نقد کړي. ښاغلی رامیار وايي، چې ښايي دا د سیمې د هېوادونو فرمایشي پروژه وي او دا کار د وضیعت د سمون په موخه نه ده. د هغه په وینا دا خلک په هېواد کې شته اقتصادي ستونزې او ګډوډۍ پر ډيموکراسۍ ورتاوانوي، چې د دوی دا فکر غلط دی. نوموړی زیاتوي، چې د بېلابېلو هېوادونو پروژو هرات د بېلابېلو ایډیولوژیو پر کور تبدیل کړی دی.

د هرات مدني فعالان وايي، چې په هرات کې دا ډلې د دې سبب شوې، چې د ښځو پر وړاندې ټولنیزو تاوتریخوالو ته لمن ووهي. سید سبحان رستګار یو بل مدني فعال پر دې باور دی، چې دا خلک له دیني متونو د غلط مطلب پر اخیستو خلک د وسلوالو لیکو ته وربولي. نوموړی په دې برخه کې د کوم ګام د نه اخیستو له امله پر دولت نیوکه کوي. هغه وايي، چې په دې ولایت کې د مېرمنو ټولنیز حالت د تندلارو ډلو د افکارو ښکار شوی دی.

بل خوا د هرات سیمه‌ایز مسوولین وايي، چې مخالفې ډلې کولای شي، چې خپل نظر څرګند کړي؛ خو په ناپېژندل شوي هویت دا کار کول ور ته د منلو نه دي. د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي، چې که دا لیکنې د ښاریانو د وېرې سبب شي سیمه‌ایزه اداره به یې پر وړاندې اړین ګامونه واخلي.

په هرات کې چارپوهان وايي، چې په هرات کې له اسلام څخه بېلابېلې او ناسمې اخیستنې د دې سبب شوې، چې په هرات کې د ډیموکراسي پر وړاندې لوی دېوال شي. د پوهنتون استاد جواد رامیار وايي، خلک په هرات کې له ډیموکراسۍ څخه غلط مطلب اخلي. یو بل تن سبحان رستګار وايي، چې په هرات کې ځینې خلک د ناپوهي له امله دیني تندلاري ته مخه کوي. نوموړی وايي، چې حکومت باید د دې مداري ډلې سیاست ته د پای ټکی کېږدي. د هغه په وینا په دې برخه کې مدني خوځښتونه پایله نه ورکوي. هغه اندېښنه ښيي، چې دا کارونه دوام ومومي هرات به د تندلارو ډلو پر مرکز بدل شي.

بل خوا په هرات کې مدني فعالان وايي، چې دولت باید په دې برخه کې لازم ګامونه واخلي او یادو ډلو ته د قانون سرې کرښې وټاکي.