انگور باغ

د پکتیکا انګور اډې او پکتیا ډنډپټان لارې به په نږدې ورځو کې د دوه اړخیزې سوداګرۍ لپاره خلاصې شي

neshananews

02 July 2020

په پاکستان کې افغان سفیر عاطف مشعل وایي، د پکتیکا د انګور اډې او د پکتیا ډنډپټان لارې به د افغانستان او پاکستان د دوه اړخیزې سوداګرۍ پر مخ پرانیستلې شي. نوموړي نن(پنجشنبه، چنګاښ، ۱۲) پر خپله فېسبوکپاڼه لیکلي، چې دا لارې به د روان زېږدیز کال د جولای میاشتې تر دوولسمې نېټې پرانیستلې شي. هغه لیکي:
“‫د پکتیکا د انګور ا‌‌‌‌‌‌ډې او ‌‌‌‌‌‌پکتیا ډندپټان لارې به د جولای میاشتې تر دولسم تاریخ د دوه اړخیز تجارت لپاره خلاصې شي. داګام ددواړو ملکونو، افغانستان_پاکستان ترمنځ د تجارت د پیاوړتیا او ودې لپاره مهم ده. ‬”
دا په داسې حال کې، چې تورخم، سپین بولدک او غلام خان بندر هم څو ورځې مخکې د هېواد د صادراتو پر مخ او د دوه اړخیزې سوداګرۍ په موخه پرانیستل شوي وو.