Articles Title Image_51 (1)

د کرونا ویروس پر وړاندې مبارزه او نړیوال بحران

نیک محمد ذکی

16 March 2020

لیکوال: یووال نوح هراري

ژباړه: نیک محمد ذکی

د کرونا ویروس له خپرېدو سره سم ډېر هېوادونو په ملي کچه د دې ویروس پر وړاندې مبارزه کوي. دوی په دې فکر دي، چې د دوی په خپل هېواد کې د الوتنو بندېدل او د شکمنو وګړو قرنطین به له دوی سره د دې ناروغۍ په له منځه تګ کې مرسته وکړي. په داسې حال کې، چې د دې ویروس اقتصادي زیان پر ټولې نړۍ اغېز کړی دی او له منځه تګ ته یې هم ګډې کړنې په کار دي.

ورته ناروغیو په نړۍ کې له پخوا څخه ډېر خلک وژلي دي، چې بېلګې یې په تاریخ کې ثبت دي. په څوارلسمه پېړۍ کې هغه وخت، چې نه الوتکه وه او نه موټرې وې د یو لړ ناروغیو له امله له پنځه اویا زره څخه نیولې تر دوه سوه میلیونه انسانانو خپل ژوند له لاسه ورکړ. دومره خلک یې له امله وژل شوي، چې  د اسیا د یو پر څلورمې نفوس برابر کېږي. یوه ویروس، چې په نړۍ کې د تور مرګ پر نوم مشهور دی(توره تبه) په انګلستان کې یو وخت په هرو لسو کسانو کې څلور کسان وژلي و، د دې ویروس له امله یواځې په فلورنس ایالت کې له پنځوسو تر سلو زرو کسان مړه شول.

د ۱۵۲۰کال د مارچ په میاشت کې فرانسیسکو ته دا تبه ورسېده او د یو څه وخت په تېرېدو سره په ټوله امریکا کې خپره شوه. د شمېرنو له مخې دې ناروغۍ په امریکا کې یو پر درېیمه نفوس وواژه. په ۱۹۱۸ کال کې د نړۍ په یوه لرې پراته کونج کې یوه عادي انفلونزا خپره شوه او یو پر څلورمه برخه انسان یې ووژل، چې په دې کې د هند پنځه سلنه نفوس ووژل شو. همدارنګه په تاهیتي جزیره کې څورلس سلنه، په ساموا کې ۲۰ سلنه؛ خو لنډه اوږده یې دا، چې دې ناروغۍ تر یوه کال په کم وخت کې سل میلیونه انسانان ووژل؛ که څه هم تر دې زیات مرګ په په څلور کلنه نړیواله جګړه کې شوی دی.

په وروستیو پېړیو کې له ۱۹۱۸ کال رايدېخوا نړۍ لویو، لویو ناروغیو ولړزوله لوی ښارونه لکه توکیو، مکسیکو او نور ښارونه د ډېرو مرګونو شاهدان و. په هغه وخت کې لېږد رالېږد دومره نه و؛ خو اوس په څلرویشتو ساعتونو کې له سړی ډېرو لرې سیمو څخه نورو ته رسېدلای شي؛ نو له دې سببه په نړۍ کې هر ډول ویروس او واویلا ژر خپرېدلای شي.

که فکر وشي په راوروسته کې د دې پېښو قربانیان تر پخوا کم شوي دي، ځکه اوس له دې پېښو او ناروغیو سره عامه پوهای مل وي. متخصصان او پوهان هڅه کوي، چې د دې ناروغیو په هکله پوهای له دې ناروغیو سره مل کړي.

کله، چې په څوارلسمه پېړۍ کې پورته یاده ناروغي ګډه شوه؛ خلکو نه دومره امکانات درلودل او نه یې هم چمتووالی درلود. د هغه وخت خلکو له خپلې عقیدې سره سم فکر کاوه، چې د دوی خدایان په غوصه شوي دي. خلکو په پېریانو او پرښتو باور درلود؛ خو هېڅکله یې دا فکر نه کاوه، چې یو څاڅکی کولای شي، چې د دې ناروغۍ مخه ونیسي. کله، چې به ناروغي ګډه شوه دولتونو به خلک په ډلیزه توګه د خپلو خدایانو عبادت ته رابلل، چې دې کار به ناروغي نوره هم زیاتوله. په ورستۍ پېړۍ کې خلک پوی شول او د ناروغۍ د مخنیوي چارې یې پیدا کړې. د جینیټیک علم د دې کار په کولو  کې بریالی و. دې کوښښونو خلک داسې حالت ته راوستل، چې اوس یې د کرونا خپاره شوي ویروس په هکله ژر څېړنې وکړي، هغه وپېژني او لارې چارې ورته پیدا کړي. حال دا چې پخوانیو خلکو دا کار نه کولو.

په ۱۹۶۷کال کې په نړۍ کې د تور مرګ له کبله دوه میلیونه کسان ووژل شول او د ټولو پرې اخته کسانو شمېر پنځلس میلیونه ته رسېده. وروسته  د دې ناروغۍ پر وړاندې مبارزه پیل شوه په ۱۹۷۹ کې د روغتیا نړیوال سازمان اعلان وکړ، چې نور په دې ناروغۍ برلاسي شوي دي او دا ناورغۍ په بشپړه توګه له منځه لاړه. تېر کال له دې ناروغۍ څخه یو تن هم نه دی مړ شوی.

په ټوله کې د کرونا ویروس موږ ته دا پیغام لري، چې موږ د پولو په بندولو سره د دې ویروس او ناروغانو درملنه نه شو کولای. حتا که د انګلستان په څېر خپلې اړیکې رامحدودې کړو هم، کومې یې چې په ۱۳۴۸ کال کې راکمې کړې وې. دویم له دې ویروس څخه موږ دا درس اخلو، چې نړۍ باید د ناروغیو د خپرېدو په وخت کې له یوه بله سره معلومات شریک کړي. نن ورځ چین هېواد په دې هکله زیات درسونه او د زده کړو سیستمونه لري؛ غواړي، چې خلکو ته وروښيي، چې څنګه له کرونا ناروغۍ سره مبارزه وکړي. هېوادونه د دې پر ځای، چې خپل معلومات پټ کړي باید د دې ناروغیو پر وړاندې د مبارزې په پار یوه بل ته لاس ورکړي او د یو بل لاسنیوی وکړي.

په دې برخه کې یو بل اړین کار قرنطین او په کور کې پاتې کېدل دي، چې په دې سره له دې ویروس څخه انسان ژغورل کېدای شي د یوه هېواد وګړي په دې کار سره کولای شي، چې د نړیوالو باور لاسته راوړئ. مثلا په دې سره بل هېواد فکر کوي، چې دا هېودا د دې ویروس په له منځه تګ کې ورسره مرسته کوي. که په دې کار سره  هېواد ته اقتصادي زیان ورواړوي باید وانګېرل شي بدیل لاره یې کومه دي. موږ باید پوه شو، چې یو وړوکی ویروس کولای شي، چې ټوله نړۍ له خطر سره مخ کړي. کرونا ویروس کولای شي، چې له حیوان څخه انسان ته ورشي. باید ووایو، چې یواځې د یوه انسان بدن کولای شي، چې په ترېلیونونو ویروسونه په ځان کې وساتي او بیا له هغه څخه نورو ته ولاړ شي. دا ویروسونه د انسان د دفاع سیستم هم کمزوری کوي او ډېر د بېرته ترمیم وړتیا هم لري.

ریچارډ پریسټون په خپل کتاب (Crisis in the Red Zon) کې ورته ویروسونه لکه د د اېبولا خپرېدو ته اشاره کړې ده. د نوموړي په وینا دا ویروس انسان ته له اسمان څکالي څخه ورغلی و، چې ډېر خپور شو. لامل یې هم دا و، چې د اسمان څکالي او انسان تر منځ زیات ورته والی موجود دی. په ورته وخت کې د ایبولا یو بل ډول ویروس د لوېدیځې افریقا په مکونا سیمه کې ولیدل شو، چې هغه یې د مکونايي ایبولا پر نوم یاد شو. د دې ویروس خپراوی د عامې ایبولا په نسبت څلو برابره زیات شو.

له پورته کرښو نه معلومه شوه، چې د کرونا ویروس یوازې د چین، اېټالیا او ایران لپاره نه دی، بلکې موږ هم ترې به امان نه یو. دا اوس په نړۍ کې هر انسان د خپلې روغتیا په هکله اندېښمن دی او له دې ویروس څخه په وېره کې دی. له دې څخه ښکاري، چې موږ ته د ټولو نړیوالو روغتیا مهمه ده او د هغوی په خوندیتوب کې به موږ هم خوندي یو.

په ۱۹۷۰کال انسانانو د تور مرګ پر نوم تبې ډوله ناروغۍ ته ماتې ورکړه. په درملنه کې یې ځکه ټولې نړۍ هڅه کوله، چې که هغه ناروغي نړۍ کې په یوه انسان کې هم پاتې شوې وای ټولو انسانانو ته به یې خطر و؛ کېدای شوه له هرې سیمې څخه بلې سیمې ته تللې وای. په ټوله کې باید وویل شي، چې انساني ټولنې د ویروسونو پر وړاندې مبارزه د هېوادونو پولو ته نه؛ بلکې انساني پولو ته اړتیا لري. باید دا فکر وکړو. په نړۍ کې بې شماره ویروسونه دي، چې که یوه انسان ته ورپورې شي، ټوله بشري ټولنه هم ګواښلی شي.

که څه هم په نړۍ کې په تېرو پېړیو کې انسانانو له خپلو جغرافیوي پولو څخه دفاع کړې ده؛ خو تر اوسه یې لا بشري پولې بې ساتونکو پاتې دي. په نړۍ کې په سلګونو کسان بې لومړنیو توکو ژوند کوي. په داسې حال کې، چې هغوی ته پېښ خطر ټولې نړۍ ته پېښ دی. که څه هم موږ تر اوسه لا په جغرافیوي پولو کې بند پاتې یو دا په داسې حال کې ده، چې بشري پولې اوس هم له چینایانو او ایرانیانو سره مرسته کوي، تر څو امریکایان او اسرایلیان له کرونا او ورته افتونو څخه په امان شي. دا هغه حقیقت دی، چې تر اوسه ډېرو ته لا نه ښکاري.

نن سبا انسانیت په هره برخه کې له یوې لویې فاجعې سره مخ دی. په نړۍ کې یوې ناروغۍ ته د ماتې ورکولو لپاره باید خلک پر متخصصانو، متخصصان پر دولتونو او دولتونه پر یو بل باور وکړي؛ خو له بده مرغه په وروستیو څو کلونو کې د نړۍ د څو بې پروا سیاستمدارنو له لوري سیاست او باور له منځه تللی، چې دا کار په یوه انساني فاجعه بدله شوې ده. اوس نړۍ په یوه بې باوره کلي بدله شوې او په نړۍ کې داسې رهبران نشته، چې د نړۍ تر منځ همغږي رامنڅته کړي.

امریکا په دې کار کې پخوا ښه وه؛ په ۲۰۱۴ کال کې یې د ایبولا د ناروغۍ پر وړاندې په مبارزه کې ښه برخه او د هغې پر وړاندې یې رهبري پر غاړه واخیسته او په ۲۰۰۸ کال کې یې د هېوادونو تر منځ په مالي بحران کې برخه واخیسته. د ډېرو اقتصاد ځپلیو هېوادونو ملاتړ یې وکړ؛ خو اوس یې له هغه کارونو څخه لاس اخیستی دی. امریکا په وروستیو کې ټولې نړۍ ته وښوده، چې دا هېواد ښه ملګري هېوادونه نه لري او تل د خپلې ګټې په لټه کې دی. اوس امریکا د کرونا ویروس په وړاندې د مبارزې له رهبریت څخه ځان باسي؛ خو که دې رهبري ته رامخته هم شي د باور وړ به نه وي. نور هېوادونه پرې بشپړ باور نه کوي، ځکه څوک به په هغه چا باور وکړي، چې شعار یې (اول زه) وي؟

اوس په امریکا کې د رهبریت تومنه هېڅ نه لیدل کېږي. د کرونا ویروس خپراوی تر ډېره په نړیوال یوالي له منځه تللای شي؛ نو پورته حالت ته په کتو اروپايي ټولنې ته اوس یو ښه چانس دی، چې د دې ویروس پر وړاندې مشري پر غاړه واخلي او د نورو هېوادونو ملاتړ هم تر لاسه کړي. دا ټولنه که له نورو هېوادونو څخه وسایل او مرستې وغواړي باور پرې شونی دی. پکې ښکېل هېوادونه د خپلو ځانونو د ترې ساتلو لپاره هم د کرونا ویروس پر وړاندې  رښتینې او نړیواله مبارزه کولای شي.

په اوسني وخت کې د دې ویروس د پرمختګ راز د انسانانو تر منځ په پېښه بدبینۍ او بې باورۍ کې دی؛ کومه چې له دوام سره یې د دې ویروس د پرمختګ چانس نور هم زیاتېږي؛ خو برعکس که نړۍ په یوه خوله او په باوري ډول د دې ویروس پر وړاندې مبارزه وکړي؛ یواځې دا ویروس نه، بلکې د نورو ډېرو ویروسونو پر وړاندې مبارزه شونې ده او پرې بریالي کېدل حتمي دي.

«ټایم ورځپاڼه»