تخار-880x550

تخار د سیاسي هوکړې قرباني؛ د غني او عبدالله له تازه هوکړې سره به د یاد ولایت وضیعت ښه شي؟

neshananews

03 June 2020

د تخار د هېواد په شمال کې هغه ولایت دی، چې له ۱۳۹۳راپدېخوا د سیمه‌ایزو سیالیو، غچونو، دښمنیو او تاوترخوالو پر ډګر بدل شوی دی. هغه ولایت، چې پخوا د طالبانو پر وړاندې یوې نظامي هډې ته ورته و، اوس د خپلمنځي دښمنیو او د غیرمسوولو وسلوالو پر زیاتېدو نږدې ده، چې ځينې برخې یې د طالبانو پر نظامي هډو بدلې شي. دا ولایت اوس هره ورځ د طالبانو د جګړو، غیرمسوولو وسلوالو د فعالیتونو او د نشه‌يي توکو د قاچاقچیانو شاهد وي.

ځينو غیرمسوولو وسلوالو د تخار ولایت په لرې پرتو ولسواليو؛ په ځانګړې توګه له کوکچې ورهاخو د طالبانو پر وړاندې د پاڅون پر نوم د شخصي دښمنیو تنور ګرم ساتلی او په پایله کې یې زیات شمېر بې‌ګناه خلک وژل او ژوبل کېږي.

په تخار کې سیمه‌ایزې ګډوډۍ لکه؛ د نشه‌يي توکو قاچاق، د سرو زرو د کانونو پر سر سیالۍ د ناامنۍ او سیاسي ګډوډۍ د مثلث درې ضلعې دي. د تخار سیمه ايز اوسېدونکۍ وايي، چې دولت له تالقان ښار پرته پر نورو سیمو نه دی حاکم او په دې سیمو کې غیر مسوول وسلوال خپلې صحرايي محکمې پر مخ بیايي او خپله رضا کوي. دوی وايي په هره سیمه کې غیرمسوول وسلوال شته او په هره سیمه کې یې شمېر یې له ۷۰۰ تر ۱۰۰۰تنو پورې رسېږي. یو تن، چې نوم نه اخلي وايي:« په هره ولسوالي کې خپلسرې ډلې، چې ځان په سیاسي چارواکو پورې تړي جوړې شوې دي؛ که یې مخه نه ونیوله شي لوی بحران رامنځته کېدای شي.» د هغه په وینا اسلامي حزب، اسلامي جمیعت او ملي حرکت(جنبش ملي) په دې ولایت کې پیاوړي ګوندونه دي او هر یو یې غیرمسوول وسلوال لري، چې اوس د دوی جنایتونو او کړنو ته د حکومت رسېدنه سخته او ناممکنه شوې.

بل خوا د تخار د ولایتي شورا غړي هم دا خبره مني او وايي، چې که دولت دې ستونزې ته حللاره نه کړي پیدا په دې ولایت کې به بیا بحران د کابو کولو نه وي. د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، چې له کوکچې ورهاخوا سیمو کې د غیرمسوولو وسلوالو شتون سیمه د قاچاقیانو لپاره پر یوه مناسبه سیمه بدله کړې او په نورو ولسوالیو کې غچونه او خوني تاوتریخوالي تر سره کوي. د ولایتي شورا دا غړی وايي، چې دې ډلو هر یوه په ټاکنو کې له یوې ډلې ملاتړ اعلان کړی و او دا ملاتړ اوس د دوی تر منځ د ناسمو سیالیو سبب شوی دی.

 سیاسي شنونکي وايي، چې د ۲۰۱۴کال د دوو مخکښو رقیبانو تر منځ ټاکنیزې سیالۍ د دې ټولو تر منځ د اختلافونو سبب شوې دي. د ۲۰۱۴ د جوړجاړي له مخې د تخار ولایت چارې د عبدالله عبدالله اړوندې شوې، چې له مخې یې ګومارنې او هغو کسانو ته امتیاز ورکول، چې لوړپوړي و د دې سبب شول، په دې ولایت کې اختلافونه ډېر کړي.

بل خوا په تخار کې مدني فعالان وايي، چې په دې ولایت کې زړې دښمنۍ د دې سبب شوې، چې خلک د زړو وژنو له امله له غیرمسوولو سره یو ځای شي او د وژنو دا لړۍ وغځوي. د دوی په وینا دولت تر اوسه په دې هکله هېڅ ګام نه دی اخیستی.

د یادونې وړ ده، چې د تخار مرکزي حکومت د دې ستونزو په برخه کې، چې لسګونه تنه پکې وژل شوي، یواځې د منځګړي رول لوبوي، چې دا کار د تخار د ګڼو اوسېدونکو له نیوکو سره مخ شوی دی. د تخار د ولایتي شورا غړی عصمت قرباني وايي، چې دولت باید په دې برخه کې د قانون په سیوري کې عمل وکړي نه منځګړیتوب. د هغه په وینا که دولت په دې برخه کې ګام وا نه خلي په هرات کې د غیرمسوولو وسلوالو حاکمیت ورځ تر بلې په زیاتېدو دی او د دولت حاکمیت تر پوښتنې لاندې کېږي.

اوسني حالت ته په کتو، چې د ۲۰۱۴ د ټاکنو زېږنده دی د تخار وګړي د ۲۰۱۹کال هوکړې ته هم خپه دي. د نوې هوکړې له مخې هم تخار ولایت د عبدالله عبدالله اړوند شوی. دا چې په هرات کې به په راتلونکي حکومت کې د غیرمسوولو شمېر نور هم زیات شي او که به کم شي دا دولت په هغه مبارزه پورې اړه لري، چې د غیرمسوولو وسلوالو پر وړاندې یې د قانونو د حاکمیت په موخه تر سره کوي.