US-Taliban-Deal-1-880x550

د طالبانو هوکړې ته نه ژمنتیا او د افغان سولې خونړی روایت

neshananews

13 May 2020

ډېر کلونه کېږي، چې طالبان د اسلامي امارت په دعوې له افغان دولت سره جګړه کوي. تر هغې، چې له امریکا سره د کړې هوکړې له مخې یې په هېواد کې د تاوتریخوالي د راکمولو ژمنه کړې وه؛ خو تر اوسه یې لا له تاوتریخوالي لاس نه دی اخیستی. طالبان په دې اند دي، چې تر ۲۰۲۱کال پورې به امریکایان افغانستان پرېږدي او همدارنګه امریکا به د هېواد له امنیتي ځواکونو څخه نور ملاتړ ودروي، چې په دې سره به په هېواد کې د دوی د خوښې نظام راشي.

 د دوی په نظام کې ډيموکراټيک، د ښاروندۍ برابري، د ښځو او نور حقونه نه منل کېږي. د طالبانو او امریکا په هوکړه کې په ښکاره د اوسني نظام بدلون غوښتل شوی دی او په دې کې پورته یاد ټول حقونه په مستقیم او غیرمستقیمه توګه له ګواښ سره مخ دي. د خلکو واک، د بیان ازادي او ورته نور ننني ارزښتونه د طالبانو ډلې ته د منلو نه دي؛ کوم چې په نننۍ نړۍ کې عادي دي. طالبان هر وخت خپل تاوتریخوالی پر خلکو ورتپي تر څو خلک د دوی له وېرې څخه د دوی غوښتنې او امرونه په پام کې ونیسي.

له امریکا سره په هوکړه لیک کې د طلالبانو له لوري بیا په اسلامي امارت ټينګار شوی هغه نظام، چې یو ځل مخکې د دوی له لوري په هېواد کې حاکم و. طالبان د دې نظام په جوړولو کې د افغانستان اسلامي جمهوري دولت رول ته هېڅ ژمن نه دي. تر څو په دې سره دوی خپل خونړي جنګونه مدریت کړي.

اوس د طالبانو له کړنو ښکاري، چې دوی د سولې بهیر ته هېڅ ژمنتیا نه لري او په خپلو کړنو سره غواړي، چې په سیمه کې خپلو موخو ته ورسېږي او بیا تاوتریخوالی پیل کړي.

له امریکا سره د هوکړې پر اساس طالبانو د دې پر ځای، چې تاوتریخوالی راکم کړي لا یې زیات کړ. افغان دولت د سولې لپاره د حسن نیت په پار طالب جنګیالي له زندانونو خوشې کړل؛ خو طالبانو له امریکا سره کړې هوکړه ښکاره ماته کړه او له سولې سره یې مخالفت وکړ.

له طالبانو سره د کړې هوکړې پر بنسټ طالبانو باید پر بهرنیو ځواکونو د بریدونو درولو تر څنګ له افغان حکومت سره د خبرو د پیل په موخه تاوتریخوالی راکم کړی وای او افغان دولت هم په دې برخه کې د ۵۰۰۰ بندیانو د خوشې کولو هوکړه وکړه.

افغان دولت دې هوکړې ته په درناوي د طالب بندیانو ازادول  پیل کړل او د طالبانو پر وړاندې یې فعال دفاعي حالت غوره کړ؛ خو بیا هم د طالبانو په نیت او کړنو کې بدلون را نه غی او امنیتي ځواکونو ته یې درانه زیانونه ورواړول. بل خوا د بشري حقونو خپلواک کمېسیون په يوه راپور کې ویلي، چې طالبانو له امریکا سره تر هوکړې وروسته ۸۳تنه ملکي وګړي وژلي، چې مېرمنې او ماشومان هم پکې دي.

په وروستۍ پېښه کې، چې د کابل په دشت برچي سیمه کې وشوه ۴۰ تنه ووژل شول او ۸۴ تنه پکې ژوبل شول. تر څنګ یې په ننګرهار، خوست، غور او پکتیکا کې هم ورته بریدونه وشول؛ که څه هم وسلوالو طالبانو په دې بریدونو کې لاس درلودل رد کړي؛ خو د هېواد د ملي امنیت شورا وايي، چې طالبان، داعش، لشکرطیبه، حقاني شبکه او نورې وژونکې ډلې له یو بل سره نه پرې کېدونکې اړیکې لري او په ګډه ورته کړنې تر سره کوي. طالبانو په وروستیو کې له ټولو وژونکو ډلو سره د خپلو اړیکو د پرېکون خبر وکړی؛ خو د دوی په ډلو کې د بهرنیانو شتون دا ښيي، چې طالبان لا هم له وژونکو ډلو سره ژورې اړیکې لري.

څه وخت مخکې د بدخشان امنیتي چارواکو خبر ورکړ، چې له طالبانو سره د جګړې پر میدان د بهرنیو جنګیالیو جسدونه پاتې شوي دي؛ نو له دې څخه ښکاري، چې د طالبانو ډلې لا هم له هغو بهرنیو وژونکو ډلو سره خپلې اړیکې نه دي پرې کړې، چې په افغانستان کې کړنې تر سره کوي. داسې ښکاري، چې طالبانو له امریکا سره دا هوکړه، چې له بهرنیو ترهګرو سره به اړیکې پرې کوي د یوه تکتیک په بڼه کړې ده، تر څو امریکا له سیمې لرې او په سیمه کې د دې شبکو فعالیتونو ته لاره هواره کړي.

د طالبانو کړنې ښيي، چې دوی د سولې په بهیر کې رښتيني نه دي. دوی اوس هم هڅه کوي، چې د تاوتریخوالي پر بنسټ په هېواد کې خپل نظام ته لاره هواره کړي. د امریکا او طالبانو له هوکړې سره سم یادې ډلې پر امنیتي ځواکونو بریدونه لا زیات کړل؛ د جګړې ډګرونه یې ونیول تر څو له امنیتي ځواکونو څخه د خپلو ماتو غچ واخلي. امنیتي ځواکونه شاوخوا دوه میاشتې په فعاله امنیتي دفاع کې و؛ خو تېره شپه ولسمشر امر وکړ، چې امنیتي ځواکونه به له فعال دفاعي حالت څخه تعرضي حالت ته شي.

د نړیوالې ټولنې او نورو هېوادونو تمه خو دا وه، چې د طالبانو او امریکا تر منځ هوکړه به په هېواد کې تلپاتې سولې ته لاره هواره کړي؛ خو برعکس دې هوکړې افغان سولې ته هېڅ ګټه و نه کړه. وسلوالو طالبانو نه د افغان دولت غوښتنه ومنله او نه یې هم د نړیوالې ټولنې. اوس تازه د افغان ولسمشر د حکم پر بنسټ، چې بیا تعرضي بریدونه پیل کېږي د سولې مخته دېوالونه نور هم لوی شول او تر اوسه لا نه ده معلومه، چې د افغانستان د جګړې کیسه به تر کومه روانه وي.