228752193_1625630930967946_9012337331607322828_n

د مرمۍ پر وړاندې «الله اکبر»، تاریخ به قضاوت وکړي

neshananews

05 August 2021

دوه شپې مخکې د کابل او ولایتونو زرګونه اوسېدونکو د تکبیر ناره اوچته کړه. دا د ازادۍ چیغه او د طالبانو وژنو او افراطیت ته «نه» ویل وو، چې د دې وینې خوړونکې ډلې فکر یې وننګاوه، کومه ډله چې د «الله اکبر» پر کلیمه، چې د خدای د عظمت څرګندونه کوي خلک وژني. دوی د خدای د عظمت د کلیمې په ویلو سره د خدای د بندګانو وینې تویوي. د افغانستان اوسېدونکو وښوده، چې د الله اکبر ناره د ازادۍ او خپلواکۍ ناره ده، نه د انسان وژنې. دوی ښکاره کړه، چې الله اکبر د هغو مظلومانو شعار دی، چې د ازادۍ لپاره سر ورکوي، نه د وینو خوړونکو.

د الله اکبر د نارو په هغه ورځ هم طالبانو د وژنو ماشین چالان وساته او په کابل کې یې موټربم ته چاودنه ورکړه. تاریخ به دا هم ولیکي، چې د افغانستان د خلکو کار له داسې یوې ډلې سره دی، چې د الله اکبر نارې ته یې هم پر موټربم ځواب ورکوي او حتا الله اکبر ته یې په زړه کې احترام نشته. په رښتیا هم همدا دي، چې یوه مزدوره ډله به ازادي ته څه احترام ولري.

الله اکبر هر وخت د ازادۍ او خپلواکۍ غږ و؛ خو په تېرو دوو لسیزو کې د تروریزم له راپورته کېدو سره دا زړه راښکونکی غږ ډېر د تروریستي ډلو له خوا کارول کېده. که څه هم باید د افغانستان عالمانو او مخورو اجازه نه وای ورکړې، چې وژونکې ډلې تر دې مقدس نوم لاندې د خلکو وینې توی کړي؛ خو دا کار یې نه وکړ. له دې امله خلکو، ځوانانو او ښځو پرېکړه وکړه، چې دا مقدس شعار دی او باید له تروریستانو واخیستل شي. دا شعار زموږ دی او موږ د افغانستان خلک باید په دې شعار سره د ناپوهي او وژنو پر وړاندې ودرېږو، چې خدای لوی دی، خدای لوی دی.

طالبانو په کلونو خپل غیراسلامي روایتونه او د وژنو ماشینونه د خدای تر پاک نوم لاندې پټول؛ خو نن یې اصلي څېره ښکاره شوه. د افغانستان خلک پوهېږي، چې دا ډله نه یواځې دا چې اسلام او الله اکبر ته پابند نه دي، بلکې د دې ډلې ماهیت او اصلیت له وژنو او تاوتریخوالي پرته بل شی نه دی. باید نور د دې تاوتریخجنې ډلې دیني مشروعیت واخلو او باید وروښیو، چې نور نه شي کولای، چې د اسلام له امن غوښتونکي دین څخه د الې په توګه ګټه واخلي.

د افغانستان د خلکو له خوا د الله اکبر ټاکنه ډېره دقیقه او سنجیده ده. طالبانو په ټولو برخو کې ماته خوړلې او له هغوی څخه د خپل دروغجن مشروعیت اخیستل هغوی ته په افغانستان کې په نظامي، روایتي او سیاسي برخه کې ماته ورکول دي. دا ښه ده، چې افغانان دا غږ د تکبیر پر نارو اوچت کړي. کله چې په ۲۰۰۱ میلادي کال کې طالبانو ماته وخوړه تکبیر ویونکو په کابل کې د دوی د ماتې جشن وکړ. د دې ورځو تکبیرونه هم له هېواد د افراط او وژنو د ټغر ټولولو ښکارندوی و. بېشکه، چې یواځې الله اکبر به دې ډلې ته ماته ورکوي.

تر ټولو ښه ده، چې نوي نسل د الله اکبر په ویلو سره وښوده، چې افغانستان تغیر کړی او نور به اجازه ور نه کړي، چې د کابل حضوري چمن د طالبانو د جلادانو او اعدام مرکز وي او همدا مزدوره ډله د خدای له نوم، دین، خلکو او اسلامي فرهنګ څخه د الې په توګه ګټه واخلي. دا نسل پیاوړی دی او هغه بدلونونه، چې په وروستیو کې په افغانستان کې راغلي د ورکېدو نه دي. طالبان له خلکو څخه د دې فکر د اخیستو وړتیا نه لري او نه شي کولای، چې د ځوان نسل غږ خاموش کړي. الله اکبر د روغې جوړې او د جهل او وژنو پر وړاندې معنوي ناره ده.

خدای حتما د کابل، هرات او د افغانستان د ټولو ولایتونو تکبیرونو ته لبیک وايي.

خدای لوی دی، خدای لوی دی.