د«د افغانستان د سکيټبورډ نجونې» پر نوم لنډ مستند د ۲۰۲۰ په سکارمستند کې وځلېده
«د افغانستان د سکیټبورډ نجونې» لنډ مستند د ۲۰۲۰ کال د سکار په جشنواره کې د غوره مستند جایزه واخیسته. دا مستند په انګلستان کې کارول ډیزینګر جوړ کړی دی. د فلم کیسه د یوه بنسټ په هکله ده، چې د «سکیټستان» پر نوم په ۲۰۰۷ کال کې په کابل کې جوړ شوی و او ځوانو نجونو پکې په ګډه د سکيټ لوبو زده کړې او تمرین کاوه.
کارول ډیزینګر په ۲۰۱۰ کال کې د «د افغانستان د بریا مورچل» پر نوم یوه بل مستند هم جوړ کړی و، چې د افغان سرتېرو د زدهکړو په هکله و، هغه زده کړې، چې امریکايي سرتېرو به دوی ته ورکولې. د افغان فلم ریسه صحرا کریمي په یوه ټوېټ کې ویلي، که څه هم دا فلم د دوی له اجازې پرته په کابل کې جوړ شوی دی؛ خو بیا هم خوښه ده، چې افغانستان په سکار کې ځلېدلی دی.