IMG-20200114-WA0068

د افغانستان نولس کلنو کرکټ لوبډلې په تمریني سیالیو کې انګلنډ ته ماتې ورکړه

نیک محمد ذکی

14 January 2020

افغان نولس کلنو کرکټ لوبغاړو د نړیوال جام په تمریني سیالیو کې د انګلنډ نولس کلنو لوبډلې ته ماتې ورکړه. افغان لوبډلې لومړی بېټېنګ وکړ، چې په پنځوسو اورونو کې یې انګلنډ ته دوه سوه پنځه منډې هدف وټاکه؛ خو د انګلنډ د نولس کلنو لوبډلې ټول لوبغاړي په اته څلوېښتو په ۱۸۴ منډو وسوځېدل.

 په افغان لوبغاړو کې عبدالرحمن ۵۴ تر ټولو ډېرې منډې وکړې او په توپ اچوونکو کې فضل دې ویکټې واخیستې. د نولس کلنو نړیوال جام سیالۍ په همدې اونۍ کې د جنوبي افریقا په کوربه توب پیلیږي. د افغانستان لومړۍ لوبه د جمعې په ورځ له جنوبي افریقا سره ده.