غنی (1)

د هېواد ولسمشر محمداشرف غني وایي،  ۶۰ سلنه هېوادوالو ته به په دوو پړاوونو کې د کرونا واکسین چمتو شي.

neshananews

05 December 2020

ښاغلې غني نن (شنبه، د لیندۍ ۱۰) په کابل کې یوې خبري ناستې ته ویلي، چې په لومړي پړوا کې به شل سلنه او په دویم پړاو کې به ۴۰ سلنه هېوادوالو ته د کرونا واکسین چمتو شي او پر دوی به پلی شي. ښاغلي غني د کرونا د دې واکسین د پلي کولو کره وخت نه دی په ډاګه کړی.

ښاغلي غني زیاته کړې، چې د دې واکسین لګښت به افغان دولت او نړیواله ټولنه په ګډه برابروي.

دا په داسې حال کې کې ده، چې تر دې مخکې نړیوال بانک ژمنه کړې وه، چې په افغانستان کې به د کرونا واکسین د پلي کولو بشپړه بودیجه ورکوي.

ښاغلي غني همداراز په هېواد کې د کرونا ویروس له دویمې څپې اندېښنه ښوودلې او د هېواد له سیاسي مشرانو یې غوښتي، چې خلک روغتیایي سپارښتنو ته وهڅوي.

په افغانستان کې د کرونا ویروس دویمه څپه دوه اوونۍ مخکې پیل شوې. تر څنګ یې په ځینو هېوادونو کې د کرونا د واکسین پلي کول هم پیل شوي؛ خو د افغانستان د روغتیا وزارت وایي، چې د ۲۰۲۱ کال تر نیمایي به هېوادوالو ته د کرونا واکسین چمتو شي.