unnamed

ننګرهار: په اچین کې یو تن د خپلې مېرمنې او زوی د قتل په تور نیول شوی

د ننګرهار امنیتي مسوولین وایي، چې د یاد ولایت د جنایي جرمونو پر وړاندې د مبارزې پولیسو یو تن د خپلې مېرمنې او زوی د قتل په تور نیولی دی.
په ننګرهار کې مسوولین وایي، چې نیول شوی تن لاجبر نومېږي او د یاد ولایت اچین ولسوالۍ اوسېدونکی دی. یاد کس د خپلې ۴۵ کلنې مېرمنې او لس کلن زوی پر وژنه تورن دی.
که څه هم مسوولینو د هغه د مېرمنې او زوی د وژنې لامل نه دی په ډاګه کړی؛ خو د ننګرهار د اچین ولسوالۍ ولسوال عاشق الله سادات وايي، چې قاتل پر نشه يي توکو روږدی دی.
ښاغلی سادات وایي، اړوند ارګانونه د پېښې په اړه څېړنې کوي، چې معلومات به یې وروسته شریک شي.