2277399-880x541

په جوزجان کې یوه سړي خپل زوی کرنټین کړی دی

neshananews

23 March 2020

د شبرغان ښار یوه اوسېدونکي خدایداد له تېرو دریو ورځو راپدېخوا له ایرانه تازه راغلي زوی او خوری په یوه ځانګړې کوټه کې کرنټين کړي دي.

 د خدایداد زوی او خوری په ایران کې یو نیم کال په کار بوخت وو. خدایدا په دې هکله نشانه نېوز ته وویل:

«زوی او خوری مې اوس تازه له ایران څخه راغلي دي د دې لپاره، چې نوره کورنۍ مو په امان شي، دوی دواړه مو په یوه ځانګړې او بېله کوټه کې کرنټين کړي دي.»

خدایداد وايي په زوی او خوری کې یې د کرونا ویروس نښې نشته؛ خو بیا یې هم د احتیاط لپاره دا کار کړی دی.

نوموړی په دې هکله وايي: «که څه هم په زوی او خوری، کې مې د کرونا ویروس هېڅ نښه نه لیدل کېږي؛ خو بیا هم د ټولنې د سلامتۍ لپاره باید هغوی څوارلس ورځې کرنټين شي. کورنۍ او مېرمن مې غواړي، چې خپل زوی وویني؛ خو زه ورته وایم، نه. باید څوارلس ورځې صبر وکړئ.»

هغه نورو خلکو ته هم دا پیغام لري، چې که کورنۍ یا خپلوان یې تازه له ایران څخه راغلي وي باید کرنټین یې کړي. په ورته وخت کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست یو غړی ډاکټر غلام خالص نشانه نېوز ته وویل:

«تر اوسه شبرغان ته له ایران څخه ۳۱۰ کورنۍ راغلې دي، چې په خپلو کلیو کې کرنټین شوې دي. هره ورځ شاوخوا ۴۰ ناروغان د کرونا ویروس په هکله د مشورې او ځان ډاډه کولو په پار روغتون ته راځي.»

په ورته وخت کې د جوزجان د عامې روغتیا ریاست مسوولین په دولتي ادارو کې د میکروب وژونکې دوا د پاش خبر ورکوي؛ دوی همدا راز له خلکو غواړي، چې د عامې روغتیا وزارت لارښوونې په پام کې ونیسي.