Coronavirus_©-Barbz32-_-Dreamstime.com_

په هېواد کې پر د کرونا د مړه شويو شمېر تر اته سوه تنو واوښت

neshananews

02 July 2020

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ۱۷۶ مثبتې پېښې ثبت شوې، چې ورسره سم په هېواد کې د کرونا د ټولو مثبتو پېښو شمېر ۳۲۰۲۲ ته رسېدلی دی.

روغتیا وزارت نن (پنجشنبه، چنګاښ، ۱۲) ویلي، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۳۳ تنه له کرونا مړه شوي او ۴۴۰ تنه ترې روغ شوي. له دې سره په هېواد کې له کرونا د ټولو مړو شویو شمېر ۸۰۷ او د روغو شویو کسانو شمېر ۱۶۰۴۱ تنو ته رسېدلی دی.

د یادونې وړ ده، چې عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۵۱۹ د کرونا شکمنې بېلګې کتلې دي.