هلمند-880x550

یوناما: په تېرو شپږو میاشتو کې په افغانستان کې اته سوه تنه په قصدي بریدونو کې وژل شوي

neshananews

02 July 2020

په افغانستان کې د یوناما موندنې ښیي، چې د روان زېږدیز کال په لومړیو شپږو میاشتو کې اته سوه تنه په قصدي بریدونو کې وژل شوي دي. یوناما د نیمې ملکي مرګژوبلې پړه پر طالبانو وراچوي. دا بنسټ وایي، چې سولې او بین الافغاني خبرو ته د رسېدو لپاره باید تاوتریخوالی راکم شي.

یوناما بنسټ وایي، د بین الافغاني خبرو د پیل لپاره باید دواړه غاړې د ملکي وګړیو د ژوند د ساتنې هڅه وکړي او باید تاوتریخوالی دوه برابره راکم کړي.

په دې خبرپاڼه کې د ملګرو ملتونو سرمنشي د ځانګړي استازي ډیبرا لاینزا له خولې راغلې:

” داسې ورانکارې ډلې شته، چې د جګړې پای ته رسېدل نه غواړي. هغوی به د سولې د بهېر زیانمنولو هڅه وکړي؛ خو مهم نه دي. دوی ته به پر خپل دې کار کې د بریاليتوب اجازه ور نه کړو.”

یوناما وایي، چې د کال په دویمه ربع کې ملکیانو ته اوښتي زیانونه به څېړي او پام به ورته کېږي.

همداراز یوناما په خپل راپور کې امنیتي ځواکونه د هلمند د ورستي خونړي برید لاملین بولي. د یادونې وړ ده، چې درې ورځې مخکې(دوشنبه، چنګاښ، ۹) د هلمند، سنګین ولسوالۍ په زاړه بازار کې راکیټي بریدونو ۷۰ملکي وګړو ته مرګژوبله واړوله. یوناما د اوښتو زیانونو د شمېر د خپرېدو تر څنګ ویلي، چې په دې هکله یې څېړنې روانې دي.

د دې ټولو تر څنګ یوناما په افغانستان کې پر مذهبي رهبرانو، روغتیایي او قضایي کارکوونکو؛ د مدني ټولنو او بشري حقونو پر فعالانو، خبریالانو او د ملکي بنسټونو پر کارکوونکو بریدونه ټکان ورکوونکي جنایتونه  بولي.

دا بنسټ له دولت څخه غواړي د دې پېښو لاملین وپېژني او سزا ورکړي.