WhatsApp-Image-2020-03-23-at-3.27.48-PM-880x550

بې‌پښو سرتېری؛ ژوند ارزښتمن دی او جګړه د ژوند خلاف

neshananews

23 March 2020

زین الدین دېرش کاله وړاندې د جوزجان ولایت په خواجه دوکوه ولسوالي کې وزېږېده، هغه وخت، چې سرتېری و، د هلمند ولایت په کجکي ولسوالي کې یې د ماین په چادونه کې دواړه پښې له لاسه ورکړ‎ې.

 نوموړی وايي، چې غوښتل یې خپل ملګري وژغوري، چې د ماین ښکار شو. نوموړی د دې پېښې په هکله وايي:

«په یوه جګړه کې مې ملګری ټپي شو دوه ګوتې یې هم مرمۍ پرې کړې وې؛ ما غوښتل، چې ځان ورورسوم. ناببره هوا ته پورته شوم، بې هوښه شوم، چې سترګې خلاصې کړې د کابل په ۴۰۰بستریز روغتون کې وم.»

زین الدین له دفاع وزارت څخه د زړورتوب ګڼ مډالونه تر لاسه کړي دي؛ اوس یې پښې مصنوعي دي او پرې د درېدو نه دی. د وېلچېر په مرسته پر لاره ځي نوموړی په دې هکله وايي:

«څو کاله مخکې مې ورور په اردو کې شهید شو؛ زما هم دواړه پښې پرې شوې دي؛ نه شم کولای کارونه په سمه بڼه تر سره کړم؛ نو له دې حالت ته ډېر خپه کېږم.»

که څه هم د بدن دوه مهم غړي یې د ماین ښکار شوي دي؛ خو زین الدین اوس هم خاندي او غواړي دا وښايي، چې نهیلی شوی نه دی.

زین الدین ته د میاشتې لس زره افغانۍ معاش راځي، چې دولت یې په هرو شپږو میاشتو کې د هغه بانکي اکاونټ ته جمه کوي؛ خو نوموړی وايي؛ دا پیسې ورته بسنه نه کوي:

«اوس اړ یم هر څه په روپیو واخلم، ځکه نه کور ته اوبه راوړلای شم او نه هم پر ځمکه بېل وهلی شم؛ نو دا روپۍ راته بسنه نه کوي، ځکه اړ یم، چې له وروڼو پیسې واخلم.»

زین الدین وايي؛ جګړه ډېره بده ده او هغه چاته دا خبره ښه معلومېږي، چې جګړه یې تجربه کړې وي. جګړه د سرتېرو له ذهن څخه هېڅ وخت نه وځي.

جګړې د زین الدین د پښو تر څنګ له هغه څخه مشر ورور هم اخیستی دی. اوس په یوه اوسپنیز وېلچېر کې یوازې د جګړې ترخې خاطرې ورپاتې دي. زین الدین په دې هکله وايي:

«ما چې اوس په جګړه کې دواړه پښې بایللې دي؛ جګړه او سوله راته توپیر نه کوي؛ خو دومره وایم، چې جګړه بدبخته ده خلک پکې وژل کېږي او د خلکو د بدن غړي پکې پرې کېږي. جګړه سړی بدخته کوي.»

زین الدین وايي، چې په باران او واوره کې له کوره نه شي وتلی، چې دا یې ځوروي. زین الدین تر اوسه اولادونه نه لري؛ له خپلو وروڼو سره یې دی او مېرمن اوسي.

 تر هغه دوه کشر وروڼه یې هم په ملي اردو کې دنده کوي. د زین الدین یو ورور سید مولان د هغه په هکله وايي:

«موږ هڅه کوو، چې دی یواځې پرې نه ږدو. له دولت څخه مو هم دا هیله ده، چې هغو سرتېرو ته زیاته پاملرنه وکړي، چې خپل د بدن غړي یې د هېواد لپاره له لاسه ورکړي دي، ځکه دوی نور کار نه شي کولای.»

زین الدین له مصنوعي خندا سره ویلچېر ته پورته کېږي؛ تر څو وښايي، چې ژوند ارزښتمن دی او جګړه د ژوند خلاف.