رابعه-880x550

رابعه: که له کلي نه وای تښتېدلي، اوس به مې زامن طالبان و

neshananews

01 July 2020

جګړه یوازې تاوتریخوالی نه دی، بلکې جګړه داسې د غم بارونه له ځان سره راوړي، چې ځينې خلک یې باید یو عمر پر خپلو اوږو وګرځوي. مهاجرت، بې پلاره کېدل، بې زویه کېدل، بې موره کېدل ټول د جګړې زېږنده دي، چې له بده مرغه له تېرې یوې لسیزې راپدېخوا د فاریاب خلک په دې ناخوالو کې ژوند کوي.

شېرمحمد د پولیسو سرتېری و، چې پر یوه ساړه ژمي یې خپله توده ساه له طالبانو سره په یوه جګړه کې ورکړه. د فاریاب امنیتي چارواکي وايي، چې نوموړي ته په دې ورځ په تګابشان سیمه کې د یوې پوستې مشري ورترغاړې وه. له هغه څخه اووه کسیزه کورنۍ پاتې شوې، چې تر ټولو لوی زوی یې هغه وخت اته کلن و. اوس د هغه له وژل کېدو څلور کاله تېر شوي او کورنۍ یې د یوه دروند غم تر شا ته پرېښودو وروسته د یوه روښانه راتلونکي په تمه دي. دوی د ښه ژوند په پار د فاریاب له ګرزیوان ولسوالي له دره شاخ سیمې څخه د جوزجان ولایت مرکز شبرغان ښار ته، چې سلګونه کیلومتره د دوی له اصلي مېنې لرې دی راغلي.

د شېرمحمد مېرمن او د هغه د شپږو زامنو مور رابعه له نشانه نېوز سره په خبرو کې د خپل خاوند له مړینې وروسته د څلور کلن ژوند په هکله وايي:

« زما خاوند پر موږ ډېر مهربان و؛ خو د طالبانو پر وړاندې ډېر سخت سړی و.» هغې، چې له مشر زوی سره یو ځای یې اوښکې له سترګو روانې وې وویل، د طالبانو پر وړاند یې د خاوند دومره سخت درېځي د هغې د خاوند ژوند واخیسته. هغه زیاتوي، چې له خپلو اولادونو سره یو ځای یواځې په یوه جوړه کالیو کې له خپلې سیمې شبرغان ښار ته راتښتېدلې، تر څو د اولادونو ژوند یې خوندي شي.

رابعه غالۍ اوبي او دوولس کلن زوی یې د کار تر څنګ زده کړې هم کوي، خو تر اوسه یې هم په خوب کې د جګړې پاتې شونی غم او د پلار تابوت ګوري. رابعه وايي، پر دې ویاړې، چې خلک یې د یوه سرتېري د مېرمنې پر نوم پېژني. د هغه په وینا جګړه د روانو ستونزو حللاره نه ده، ځکه په جګړه کې مېرمنې کونډېږي او اولادونه یتیمانېږي.

احمد ناصر د دې سرتېري مشر دوولس کلن زوی دی، چې د خځلو په ټولولو او د بوټونو په رنګولو سره له خپلې مور سره د کور په لګښت برابرولو کې مرسته کوي. هغه د کار تر څنګ په پنځم ټولګي کې زده کړې کوي.

احمدناصر څو ورځې مخکې د یوې ورځې لپاره په نمایشي بڼه د جوزجان ولایت د چاپېریال ساتنې د سرپرست په توګه هم ګومارل شوی و. هغه وايي:« تر اوسه مې د پلار مرګ نه دی هېر. د پلار تابوت، چې مې یې راوړ ژړل مې.» دا دوولس کلن ماشوم اوس د پلار له مینې د تل لپاره بې برخې شوی.

د شېرمحمد د کورنۍ غړي وايي، زیار باسي په ژوند کې یې له پرتو ستونزو سره مبارزه وکړي. د هغه مشر زوی وايي:« زده کړې کوم، کار کوم او په کورس کې لومړی نومره زده کوونکی یم.»

د شېرمحمد د کورنۍ غړي، چې د نورو جګړه ځپلیو په څېر یې لاس خیریه بنسټونو نیولی دی. د هغه مشر زوی وايي، په راتلونکي کې د یوې خیریه موسسې د جوړولو تمه لري، تر څو د جګړې د قرباني شویو لاسنیوی وکړي او د هغوی اړتیاوې پوره کړي.

بل خوا د فاریاب مسوولین شېرمحمد یو زړور اتل یادوي. د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش وايي، شېرمحمد په ۱۳۹۵ کال کې د ګرزیوان ولسوالۍ په تګابشان کلي کې له طالبانو سره په جګړه کې ژوند له لاسه ورکړ.

د هغه په وینا طالبانو څو ځلې د امنیتي سرتېرو پر کورونو بریدونه کړي او زرګونه پولیس یې وژلي.