شعر له موره په میراث/ په یوه کورنۍ پنځه شاعرانې، یوه مور څلور لوڼې
څلرویشت کاله مخکې د بدخشان په زېباک کې د عزت خانم پر نوم مېرمنې په لسم ټولګي کې خپل لومړی شعر ووایه. عزت خانم د ژوند اتهدېرش پسرلي تر ش پرېیښي دي. نوموړې د څلورو داسې لوڼو مور هم ده، چې څلور واړه شاعرانې دي. عزت خانم په لسم ټولګي کې وه، چې له رواج سره سم واده شوه. وروسته تر واده یې تر دوولسم ټولګي پورې زده کړې وکړې او تر هغه پورته یې زده کړو ته د پای ټکی کېښود او د خپلو لوڼو په روزنه بوخته شوه. په خپله یې لوړې زده کړې نه وکړې؛ خو پرېکړه یې وکړه، چې په خپلو لوڼو به لوړې زده کړې کوي.
د دې کار تمه ښايي له کلیوالو مېرمنو څخه کمه وشي. اوس یې دوه لورانې په ښوونځي او دوه نورې په پوهنتونونو کې زده کړې کوي. نظیفه سلیمي، امینه سلیمي، نیلوفر سلیمي او حلیمه سلیمي د عزت خانم لورانې دي. امینه د کابل پوهنتون، ژبو ادبیاتو پوهنځي او حلیمه د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیاله ده. نیلوفر او نظیفه د ښوونځي زده کوونکې دي. درې واړو خویندو هنر له مور څخه په ارث اخیستی دی او د پلار او مور په مرسته پر هڅونې توانېدلې دي، چې په فرهنګي ډګر کې وځلېږي او شعرونه ولیکي.
حلیمه او امینه، چې د مور او په پلار په هڅونه په شعر ویلو راغلې وايي، چې په کورنۍ کې یې خورې مینې او ښې فضا دوی دې ته هڅولې، چې له ماشومتوبه یې له شعر سره مینه پیدا شي. دوی وايي، چې ډېر شعرونه یې د غزل په فورم کې لیکلي او په ټولنیزو رسنیو کې یې ګڼ مینوال پیدا کړي دي.
نظیفه د دې کورنۍ یوه بله شاعره وايي، چې له خپلې کورنۍ سره په مینه یې له شعر سره هم مینه پیدا شوې ده او له دې لارې څخه غواړي، چې په راتلونکي کې د هېواد د مېرمنو شاعرانو په لړ کې یو ښه ځای ولري. نظیفه وايي، چې په خپلو شعرونو کې د مېرمنو ناویل شوي دردونه بیانوي او له دې لارې څخه غواړي، چې د ښځو له بخت څخه دا تور غبار لري کړي.
نوموړې وايي، چې په دوو کلونو کې یې سل شعرونه پنځولي؛ خو د امکاناتو نشتون یې د چاپ مخه نیولې ده. دا شاعرانې وايي، چې تر اوسه دوی ته هېڅ یوه دولتي یا غیري دولتي بنسټ پاملرنه نه ده کړې، که دوی وهڅول شي لا ښه او ډېر شعرونه به ولیکي. که څه هم دوی ښه شعري قریحه لري؛ خو بیا یې هم په فرهنګي ډګرونو کې ګډون کمرنګه دی.
د دوی پلار سلیمي، چې د بدخشان په زېباک ولسوالي کې د یوه غیردولتي بنسټ کارمند دی وايي، چې په لورانو باندې یې ډېره پانګونه کړې او نوره هڅه هم کوي او په دې سره غواړي، چې لورانې یې د بریا پوړونو ته ورسېږي. سلیمي وايي، چې دی او مېرمنه یې د میاشتنۍ ګټې ډېره برخه په لورانو مصرفوي تر څو هغوی ته هر ډول اسانتیاوې برابرې شي.
دا څلور خویندې په عمر کې له یوې بلې سره ډېر توپیر نه لري او په شعر کې یې هم خیالونه یو بل ته ورته دي.
دوی د غزل په فورم کې خوندور عاشقانه تصویرونه پر تخیل بدلوي. که یو کره کتونکی د دوی شعر ارزوي، د دوی د شعر تر منځ بریدونه به ډېر نري وټاکي. د دوی په شعرونو کې په نوې بڼه ورته والی به په لاندې بېلګو کې وګورو:
چشم مستت به نگاهی دلم آسان گیرد
به تبسم لب لعل تو ز من جان گیرد
خوب داند که مرا تاب ترشرویی نیست
هر چه گیرد ز کفم با لب خندان گیرد
عزت خانم سلیمي د دوی مور
——-
تو با نیرنگهای پیهمت هرچند معروفی
و من یک دختر افسرده دلتنگ وسواسی
همش طرح نگاهت در خیالم رنگ میبندد
دل و جانم فدایت گرچه خیلی قدر نشناسی
امینه سلیمي د کابل پوهنتون د ادبیاتو زده کړیاله
——–
از دلم بیخبری آه ولی حق با توست
اینکه من خانه خرابم تو چه پروا داری
قصۀ عش از منِ آشفته بجو
و من عاشقتر از آنم که تقاضا داری
حلیمه سلیمي د بدخشان پوهنتون د اقتصاد پوهنځي زده کړیاله
———
دو باره عزم سفر میکنی و در این شهر
تمام خاطرهها جاودانه میماند
مرو که دست صداقت ستیز تنهایی
برای مردن من صد بهانه میماند
نظیفه سلیمي، زده کوونکې
———-
دلا وابستهی چشمان زیبایش نشو هرگز
که در اوج نگاه خویش رمز دلبری دارد
اگر چه سهم من از حسن زیبای تو چیزی نیست
ولی دل بهر دیدار تو هر شب محشری دارد
نیلوفر سلیمي، زده کوونکې
د شعرونو پورتنۍ څو مصرې د دې مېرمنو د شاعرۍ بېلګې دي، چې دوی پکې د خپلې ښځینه نړۍ وړتیا ښودلې، هغه چې په نړۍ کې د نارینه عالم له لورې ډېره پټه ساتل شوې ده. که څه هم دا مېرمنې په هرات کې د خپلې اسماعلیه طریقې پر اساس تر نورو مېرمنو نسبتا اسوده دي؛ خو بیا هم فقر، بېوزلي او محرومیت چې د دې ټولنې د ټولو مېرمنو ګډ دي دوی ازادې نه دي پرېیښې. دوی د هغو ښځو ازادي غواړي، چې د تعصب او تبعیض په جال کې بندې دي.