دست-شاهرخ-880x550

ماشوم شاهرخ خان ته د جګړې ډالۍ؛ مصنوعي لاسونه

neshananews

30 June 2020

په هېواد کې روانې جګړې زیات ټپونه د هېواد او خاورې پر خاوره پرېښودل. ځینې یې هېر شول؛ خو داسې یې هم شته، چې تر اوسه پورې لا تازه دي.

ماشوم شاهرخ خان بې له دې، چې د جګړې برخوال وي پر یوه ځای پر ځای شوي ماین کې یې دواړه لاسونه له لاسه ورکړل. شاهروخ خان د فاریاب ولایت، پښتون کوټ ولسوالي اوسېدونکی دی. هغه د لوبو پر مهال پښې پر ماین کېښودې او د هیلو لاسونه یې باد، باد شول.

شاهرخ خان وایي د بم تر چاودنې وروسته یې بیا پر خپلو لاسونو ډوډۍ نه ده خوړلې او حتا لومړني کارونه هم پر خپلو لاسونو نه شي کولای. دې ماشوم اوس خپلې لوبې په بشپړ ډول هېرې کړې. هغه ته د خپل معلولیت تر څنګ د خپلو دوو وروڼو جسماني او عصبي معلولیت هم د اندېښنې دی.

پنځلس کلن شاهرخ خان له نشانه نېوز سره په خبرو کې وایي:« ښه مې یاد دي، چې له خپلو دوو وروڼو سره مې سون توکي په راټولول؛ هغه څو دقیقې، چې موږ لوبې پکې کولې ناڅاپه چاودنه پکې وشوه، چې بیا وروسته په روغتون کې په هوښ راغلم.»

هغه وایي هغه وخت په څلورم ټولګي کې و؛ خو اوس د ځان له دردونو سره پاتې دی. شاهرخ خان وایي د هغو ورځو په یاد کې دی، چې پر خپلو کوچنیو لاسونو به یې کار کاوه. د فاریاب والي نقیب الله فایق وایي، چې شاهرخ خان یې روغتون ته راوړ د ژوند لږه تمه وه؛ خو ژوندی پاتې شو.

اوس د شاهرخ ژوند ته تازه یوه هیله راغلې، هغه د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون له لوري هغه ته ورکړل شوي دوه مصنوعي لاسونه دي.

د یاد کمېسیون د فاریاب سیمه ایز دفتر ریس ذبیح‌الله جواد وایي، چې د طالبانو ځای پر ځای شویو ماینونو ګڼو خلکو ته مرګژوبله اړولې ده. ښاغلی جواد وایي، چې شاهرخ خان ته دا لاسونه د (خوندي راتلونکي) پر نوم موسسې په مرسته اخیستل شوي دي. دا موسسه د ترکیې هېواد پر ملاتړ په افغانستان کې فعالیتونه کوي.

په فاریاب کې د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون ولایتي مسوولین وایي، چې شاهرخ خان کولای شي پر دې مصنوعي لاسونو ډوډۍ وخوري، اوبه وڅښي او د کاغذ پر مخ لیک پرې وکړي.

مصنوعي لاسونو شاهرخ خان ته نوی ژوند ورکړی. هغه له نشانه نېوز سره په خبرو کې وایي، چې غواړي په دې لاسونو خپلو کارونو او زده کړو ته دوام ورکړي او تر هغې وروسته یو خیریه بنسټ جوړ کړي، چې له جګړه ځپلیو ماشومانو سره مرسته وکړي.

تنکی ځوان شاهرخ خان له خپلې یوولس کسیزې کورنۍ سره د میمنې په ښار کې ژوند کوي. د دې کورنۍ یو درد د شاهرخ مصنوعي لاسونه دي.

د شاهرخ پلار عزیزالله وایي، پر دې سربېره، چې شپاړس کلن زوی یې د جګړې قرباني دی. دوه زامن یې رامین نهه کلن او سلمان یوولس کلن په شوې چاودنه کې له شاهرخ خان سره و، چې دوی ته هم تر هغې وروسته عصبي، د ژبې بندوالي او د نه لیدو ستونزې پیدا شوې. د شاهرخ خان پلار وایي په بد اقتصادي وضیعت کې دی. هغه وایي:

« له جګړې څخه زموږ برخه زما د زامنو معلولیت دی.»

بل خوا د جوزجان بشري حقونو د ولایتي دفتر مسوولین اندېښمن دې، هسې نه نور ماشومان د شاهرخ خان پر برخلیک اخته شي.

د یاد دفتر مسوول ذبیح الله جواد وایي وسلوال طالبانو په بېلابېلو سیمو کې ګڼ ماینونه ځای پر ځای کړي.

د یادونې وړ ده، چې شاهرخ خان یواځینی ماشوم نه دی، چې پر ماین ژوبل شوی. د بشري حقونو خپلواک کمېسیون وایي په وروستیو شپږو میاشتو کې په فاریاب کې ۲۱ ماشومان پر ماینونو الوتي، چې پنځه یې وژل شوي او شپاړس نور یې یا ژوبل او یا یې هم د بدن غړي له لاسه ورکړي.