مریم-ییسیسی

مریم همدرد؛ هغه سرتېرې، چې وزارت ته د رسېدو خیال یې په سر کې دی

neshananews

28 April 2020

مېرمنو په هر حالت کې خپل ځای په سمه توګه ډک کړی؛ حتا د جګړې او سولې په ډګرونو کې هم. تاریخ په خپله سینه کې ډېرې داسې مېرمنې ساتلې، چې له نارینوو سره څنګ په څنګ د جګړې په وخت درېدلې دي. په دویمه نړیواله جګړه کې د مېرمنو ونډه بېخي جوته ده. دې ته ورته ډېرې کیسې زموږ په ذهن کې له مېرمنو پاتې دي.

د افغانستان په دودیزه ټولنه کې د ډېرو مېرمنو دنده د جامو مینځل او پخلی دي؛ خو داسې مېرمنې هم شته، چې د ټولنې له دودونو سره په مبارزه یې ځان خپلو هیلو ته رسولی دی. له هغوی څخه یې یوه مریم همدرد د افغانستان د ځانګړو پولیسو سرتېرې ده.

مریم له سرتېرو سره په زیاتو شپنیو عملیاتو کې برخه اخلي او وسله پر شاه د خپلو هیلو لپاره مبارزه کوي. نوموړې د کورونو په تلاشي کې له خپلو سرتېرو سره مرسته کوي. هغه وايي، چې ورو ورو به ځان د وزارت څوکۍ ته نږدې کوي او یوه ورځ به یې دا هیله هم پوره شي.

دا سرتېرې په په سرپل کې زوکړې؛ ښوونځی یې په شبرغان کې لوستی او د ځانګړو پولیسو په مرکز کې یې نظامي او جګړیزې زده‌کړې کړې. هغه له نشانه نېوز سره په خبرو کې وايي:

« د نورو نجونو په څېر له وړوکوالي مې له پولیسي سره مینه وه. دقیق مې په ياد نه دي، چې دا فکر کله راته پیدا شو؛ خو دا مې د ژوند تر ټولو ښه وخت و، چې د پولیسو په ځانګړو ځواکونو کې شامله شوم.»

دا سرتېري اوس په کابل کې خدمتي دنده تر سره کوي. هغه وايي تر دې مخکې یې په نورو ولایتونو کې هم دندې کړې او خپلو جګپوړو همکارانو ډېره هڅولې ده. هغه وايي:

« د پولیسو په ځانګړو ځواکون کې دنده د مېرمنو لپاره یو مناسبه او ښه لاسته راوړنه ده. زه، چې دلته راغلې یم له خپلې دندې سره مې لا مینه پیدا شوې.»

د پولیسو ځانګړي ځواکونه نجونو سرتېرو ته ځکه اړ دي، چې د جګړې په سیمو کې ډېری وختونه وسلوال، چې له جګړې تښتې د مېرمنو په منځ کې ځان پټوي. مریم، چې په دې برخه کې یې زده‌کړې کړې وايي:

« ډېری وخت طالبان ځانونه د ښځو په جامو او چادریو کې پټوي، ځکه په ځانګړو ځواکونو کې د مېرمنو شتون اړین دی.» که څه هم نوموړې له جګړې څخه نه وېرېږي؛ خو سولې ته هیله‌منه ده. هغه وايي، چې سوله یواځينۍ لاره ده، چې موږ یې پر مټ یوه باثباته نظام ته ورسېږو.

مېرمن همدرد، چې نظامي سختۍ یې لیدلې وايي، مېرمنې که وغواړي خپل خیال په رښتیا بدلولای شي. هغه همدارنګه وايي، چې د وسلوالو طالبانو د خلاصون یواځينۍ لاره دا ده، چې له دولت سره یو ځای شي کنه د جګړې په میدان کې به له منځه لاړ شي.

دا په داسې حال کې ده، چې په هېواد کې ډېری کورنۍ نجونو ته د ښوونځي د تګ اجازه هم نه ورکوي. مریم همدرد له ټولو کورنیو څخه غواړي، چې لوڼو ته اجازه ورکړي تر څو خپلې هیلې په رښتیا بدلې کړي. هغه د یوې مېرمنې په کامیابۍ کې د کورنۍ پر ونډه او ملاتړ ټینګار کوي. اغلې همدرد په دې باور ده، چې یوه ورځ به د وزارت څوکۍ ته تکیه وکړي.