baiden

بایډن د خپلې خوښې لمریزې عینکې پوتین ته ډالۍ کړې

neshananews

17 June 2021

د امریکا ولسمشر جو بایډن د روسیې له ولسمشر ویلادیمیر پوتین سره په لیدنه کې خپلې لمریزې عینکې پوتین ته ډالۍ کړې. د بایډن دا توررنګې لمریزې عینکې د امریکا د ولسمشر د خوښې عینکې دي. ښاغلی بایډن پرون (چهارشنبه، د غبرګولي۲۶مه) د خپلې خوښې له یوې مجسمې سره یو ځای دا عینکې پوتین ته وسپارلې.

د (بې.بې.سې) په یوه خبر کې راغلي، چې بایډن خپلې عینکې د سویس په ژنوای کې په یوه لرغونې ماڼۍ کې خپله ډالۍ روسي سیال ته ورکړې. تر اوسه نه ده په ډاګه، چې ‎پوتین هم خپل امریکايي سیال ته کومه ډالۍ ورکړې که نه؟

تر دې مخکې پوتین د امریکا پخواني ولسمشر ډونالډ ټرمپ ته د فوټبال یو توپ ډالۍ کړی و.

د امریکا او روسیې د مشرانو لیدنه په یوه دود بدله شوې، چې په هرو څلورو کلونو کې یو ځل کېږي. په دې بحثونو کې ډېری وخت د نړۍ پر پېچلو ستونزو لکه؛ د هستوي وسلو کنټرول، د اقلیم د بدلون بحران او د امریکا او روسیې تر منځ پر اړیکو بحث کېږي.

پوتین او بایډن تر هغه وروسته سره کتلي، چې درې میاشتې مخکې د دواړو هېوادونو سفیران خپلو هېوادونو ته وغوښتل شول او دواړو هېوادونو د دوی تر منځ سفارتونه وتړل، چې تر اوسه تړلي.