کوهای-افغانستان-880x506

جغرافیوي موقعیت او په افغانستان کې پراختیا

neshananews

10 November 2020

جیوپولیټيک او جغرافیوي موقعیتونو د یوه دولت له اساسي بنسټونو څخه دي، چې د یوه هېواد په امنیت او پراختیا کې رغنده رول لري. یوناني تاریخ لیکونکی هیرودودت لیکي، چې د یوه هېواد سیاست د هغه په جغرافیې پورې اړه لري او د دې برعکس حغرافیوي موقعیت هم د یوه هېواد پر سیاست ژور اغېز لري. اوس پوښتنه دا ده، چې د افغانستان له واورو ډک او د پلیو پر مخ کې سخت غرونه له پراختیا سره څه اړیکه لري؟ د افغانستان غرنی موقعیت هم د افغانستان د وروسته پاتې والي لامل دی کنه؟

د هېواد پخوانی د بهرنیو چارو وزیر رنګین دادفر سپنتا د امریکا د اوسني ولسمشر جو بایډن له خولې لیکي:« افغانستان د جنګیالیو قبیلوي هېواد دی. دا جنګیالي په ژمي کې غرونو ته ځي او په اوړي کې ټوپک پر لاس د یوه بل جګړې ته راځي.» د بایډن دا خبره په افغانستان کې د اوسني تاوتریخوالي ښکارندويي کوي او معلوموي، چې د افغانستان غرنۍ جغرافيه د افغانستان له جګړې او تاوتریخوالي سره مستقیمه اړیکه لري. همداراز له پرمختګ څخه یې د پاتې والي یو لامل هم دی.

پراختیا دوه بنسټيز اړخونه لري، چې د یو بل پر مټ پیاوړي کېږي. لومړی او مهم اړخ یې مډرنیت دی او دویم یې مډرنایزېشن دی. په دې دواړو کې یې هم بیا مډرنیت ډېر مهم او لومړیتوب لري. یعنې ښايي موږ فابریکې، ودانۍ او واټونه ولرو؛ خو دا پراختیا ته د رسېدو په معنا نه ده.

د افغانستان سیاسي جغرافیه، چې د نړۍ د دوو قدرتونو (د ختیځ هند کمپنۍ او تزاري روسیې) تر منځ لیکه ده؛ خو دواړو لوریو ته پراختیا ستونزمنه ده.

په مډرنیت کې فرهنګ او خویونه اهمیت لري. غرنی موقعیت، سختې لارې، کلیوالي سیستم عموما د ښاري ژوند او اسانتیاوو مانع وي.

بل خوا په افغانستان کې ټول خلک د هېواد په کچه یو له بل سره سم نه پېژني. یعنې کندهاریان د هرات او هراتیان د جنوب له فرهنګ سره نه دي بلد.

په غرنۍ جغرافیه کې جګړه، تاوتریخوالی، اتلپالنه او ورته نورې روحیې پالل کېږي.

د لرې پرتو سیمو خلکو چې هر وخت د حکومتونو پر خلاف تورې راویستلې د پورتنیو ځانګړنو پر بنسټ یې دا کار کړی او په افغانستان کې د پراختیا پر خلاف راپورته شوي.

 د افغانستان پېچلې جغرافیې د مډرنایزېشن په برخه کې هم ستونزې راولاړې کړې. د بېلګې په توګه د لویو غرونو په درلودو سره به له شمال څخه جنوب ته د برېښنا لېږدول ډېر ستونزمن وي او ډېر لګښت غواړي.

همداراز دولتونه اړ دي، چې په دې سخته جغرافیه کې تېرې شوې لارې وساتي؛ خو د دې لارو امنیت به ډېر ستونزمن وي او ډېذ لګښت به لري.

له دې څخه دې پایلې ته رسېږو، چې د افغانستان جغرافیې پر پراختیا مستقیم اغېز کړی دی. په ټوله کې که افغان دولت او چارواکي غواړي، چې افغانستان پراختیا او پرمختګ ته ورسوي باید له لرې پرتو سیمو څخه بدلونونه پیل کړي او د فرهنګونو تر منځ اړیکې عامې کړي.