جشنواره فیلم لاجورد

د افغان فیلم په نوښت د فیلم لومړۍ ملي جشنواره (لاجورد) په کابل کې پرانیستل شوه

neshananews

21 November 2020

د افغان فیلم په نوښت د لاجورد پر نوم د فیلم لومړۍ ملي جشنواره په کابل کې پرانیستل شوه، چې سلګونو سېنماګرو، فلم جوړوونکو او هنرمندانو د هېواد له بېلابېلو برخو او له بهر څخه پکې ګډون کړی و. ټاکل شوې دا جشنواره لس ورځې دوام وکړي.
د افغان فیلم رییسې صحرا کریمي د یادې جشنوارې په پرانیستغونډه کې وویل، چې په دې جشنواره کې به ۵۵ فیلمونه په داستاني، مستندو او انمېشن ژانرونو کې نندارې ته وړاندې شي. دا فیلمونه به د روسیې د فرهنګ کور پر تالار سربېره د کابل ښار په اتو نورو ځایونو کې هم نندارې ته وړاندې شي.
«مرغ طوفان» فیلم چې د هېواد د هنرمند ظاهر هوېدا پر ژوند جوړ شوی به لومړی فیلم وي، چې نندارې ته به وړاندې شي. د افغان فیلم رییسه وايي، چې دا ملي جشنواره د افغان فیلم په نوښت او څو خصوصي بنسټونو په مالي ملاتړ جوړه شوې. د هغې په وینا د دې جشنوارې موخې په هېواد کې د سېنما فرهنګ عامول او د سېنما او خلکو تر منځ واټن ختمول دي، تر څو دولت هم دې برخې ته پام وکړي.

بل خوا د دې جوړېدونکې جشنوارې رییسه مریم جهانبین وايي، چې دې جشنوارې ته ۲۱۰ فیلمونه رالېږل شوي؛ خو ۵۵ یې د ټاکندوی پلاوي له خوا ټاکل شوي، چې سیالۍ ته به وړاندې شي.
په ورته وخت کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست وزیر محمدطاهر زهیر لاجورد جشنواره د فیلم د صنعت او سېنما پیاوړې کوونکې بولي. د ښاغلي زهیر په وینا د دولت تر څنګ باید خصوصي بنسټونه هم سېنما ته ځانګړې پاملرنه وکړي. هغه زیاته کړه، چې د سېنما صنعت په تېره نیمه پېړۍ کې د دولت او خصوصي بنسټونو لومړیتوب نه و، ځکه یې پرمختګ نه دی کړی.
ښاغلي زهیر همداراز روانه جګړه د سېنما د صنعت مانع بولي. د هغه په وینا په افغانستان کې د فیلم او سېنما صنعت ته لږ پاملرنه د دې سبب شوې، چې افغانان بهرنيو فیلمونو ته مخه کړي. ښاغلي زهیر وویل، چې د یوې نوې تګلارې له مخې به د سېنما چارې له ښاروالۍ څخه واخیستلې شي او اطلاعاتو او فرهنګ وزارت ته به وسپارلې شي، چې له دې سره به په هېواد کې د فیلم او سېنما صنعت تازه ساه واخلي.


بل خوا د هېواد نامتو فیلم جوړوونکې رویا سادات لاجورد جشنواره یو بې مخینې ګام بولي. د هغې په وینا لاجورد جشنواره کولای شي، چې سېنماګر د فیلم جوړولو په برخه کې زیات وهڅوي.
لاجورد فیلمي جشنواره په داسې ورځ په کابل کې پرانیستل شوه، چې کابل د ۲۳ راکیټونو د توغولو او لګېدو شاهد و؛ خو سېنماګر وايي، فیلم هر وخت د ښار څېره بدلولای شي.