د سولې خبرې د واکمنو مخښکانو په واک کې
په ماتېدونکو او کمزورو دولتونو کې ځانغوښتونکي او واکمن مخکښان د ټولنې تر ټولو مخکښ پوړ شمېرل کېږي، چې له خپلې دبدبې په ګټې د سیاست او واک کړۍ څرخوي راڅرخوي. افغانستان د یوه ماتېدونکي دولت په توګه د واکمنو او ځانغوښتونکو مخکښانو له خوا اداره کېږي. خپلويپالنه، زور او زر، تړون او فساد د دوی له ښکاره ځانګړنو څخه دي.
اوس افغانستان د تاریخ په یوه مهم پړاو او خبرو کې دی. د افغان سولې خبرې، چې نن سبا یې د بنبست د ماتېدو خبرونه لاس پر لاس کېږي په نړیواله کچه اړینې، بنسټیزې او په ورته وخت کې پېچلې خبرې شمېرل کېږي؛ ډېرې سترګې ورته پر لاره دي، چې د افغانستان تر ټولو اوږده جګړه به پر دې خبرو پای ومومي؛ د خبرو ښکېلې غاړې، چې یو یې په فساد کې مخته جمهوریت او بل یې له تاوتریخوالي ډک امارت دی په افغانستان کې د جګړې پر پای باور نه لري. په دواړو لوریو کې واکمن مخکښان په راس کې دي، چې له خپلو ګټو پرته په سر کې بل فکر نه لري. دوی په داسې سنګر کې ناست دي، چې د افغانستان د جګړې لمبې لاچټکوي.
که څه هم د افغان دولت او طالبانو پلاوي د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر او قطر دولت په منځګړیتوب د خبرو پر څرنګوالي هوکړې ته رسېدلي؛ خو په ارګ او کویټې شورا کې له دې هوکړې سره چلند بل ډول دی. د ارګ او کويټې شورا مشران د خپلو ګټو او واک د پایښت لپاره له دې هوکړې ملاتړ نه کوي. د افغان دولت مرکچي پلاوي یو غړی حافظ منصور وايي، چې نړیواله ټولنه د شوې هوکړې ملاتړ کوي؛ نو ښکېلې غاړې هم باید د دې هوکړې ملاتړ وکړي.
د کابل د جمهوریت او کویټې د امارت مشران به د نړیوالې ټولنې له درانه فشار څخه پرته شوې هوکړې ته زړه نه کړي ښه. د راپورونو پر بنسټ د افغان دولت په مرکچي پلاوي کې هم د هوکړې پر باب دوه ډلې رامنځته شوې. هغه ډله، چې ولسمشر ته نږدې ده، د دې دوهویشت مادهییزې هوکړې په اړه خوښ نه دي او یوه بله ډله یې ورسره همغږې ده. بل خوا طالب مشران که څه هم په ښکاره له دې هوکړې ځان خوښ ښيي؛ خو د کویټې په شورا کې د هوکړې په اړه ناخوښۍ څرګندې شوې دي.
د جګړې په بدل کې سیمهییزتوب، شخصي ګټې او په قدرت کې پاتې کېدل د افغانستان په تاریخ کې اوږدمهاله مخینه لري. اوس هم د افغانستان د سولې خبرې د جمهوریت او امارت د مخکښانو په لاس کې دي. دوی د سولې خبرې پر خپلو شخصي ګټو راڅرخوي. اوس نړیوالې ټولنې ته اړینه ده، چې د دواړو لوریو د ځانغوښتنو او شخصي ګټو مخه ونیسي، تر څو د سولې د خبرو تله د افغانستان د خلکو د ګټې پر پله درنه شي.
د افغانستان خلک اوس د جګړې او وینې د درېدو په لټه کې دي. په افغانستان کې ناامني تر بل هر وخت زیاته شوې؛ خو د دواړو لوریو خپلواک مخکښان پر خپلو ګټو ټينګار د افغانستان د میلیونونو وګړو پر ارامۍ تر ټينګار مهم ګڼي؛ نو باید ووایو، چې د افغان سولې خبرو ته د خلکو هیلې نه باید چې د شخصي ګټو او ځانغوښتنو ښکار شي. دا خبرې باید د شخصي ګټو او ځانغوښتنو پر بنسټ له کوم بنبست سره مخ نه شي، ځکه چې سوله د ټولو لپاره لومړیتوب دی.