شورای-عالی-مصالحه-ملی-880x550

د ملي مصالحې د رهبرۍ شورا کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې وشوه

neshananews

05 December 2020

د ملي روغې جوړې شورا وایي، چې د ملي روغې جوړې د رهبرۍ شورا کمېټې لومړۍ غونډه په کابل کې تر سره کېږي. د یادې شورا ویاند مجیب الرحمان رحیمي وایي، غونډه د محمداشرف غني او عبدالله عبدالله په مشرۍ تر سره کېږي.

د نوموړي په وینا په دې ناسته کې به سیاسي شخصیتونه، د ګوندونو مشران، د پارلمان او ښځو استازي ګډون کوي.

یاده شورا وایي، په دې غونډه کې به د افغان دولت مرکچي پلاوي مشرتابه هم ګډون کوي.

د ملي مصالحې شورا وایي، دا ناسته د سولې په اړه د یوې اجماع ښکارندویي کوي.

د ملي مصالحې شورا نهه میاشت مخکې د ولسمشر غني او عبدالله عبدالله له خوا جوړه شوه. په وروستیو کې یې جوړښت ځنډېدلی و؛ خو نن یې لومړۍ ناسته کېږي.