د ننګرهار په نازیانو کې د لومړي ځل لپاره دوولس نجونې له دوولسمه فارغې شوې
د ننګرهار د پوهنې ریاست مسوولین وايي، لومړی ځل دی، چې د یاد ولایت په نازیانو ولسوالي کې دوولس نجونې د ښوونځي دوره پای ته رسوي.
د دوی په وینا دا نجونې په نازیانو کې د سروبي پر نوم له یوې لېسې فارغې شوې دي. د ننګرهار د پوهنې ریاست زیاتوي، چې پخوا په دې ولایت کې د نجونو لپاره تر دوولسم ټولګي زدهکړې نه وې.
دوی وايي، په یاده ولسوالي کې کلتوري محدودیتونو او جګړې د نجونو د زدهکړو مخه نیولې وه؛ خو اوس پکې د نجونو زدهکړې ته د خلکو پام راوښتی دی.
دا په داسې حال کې ده، چې اوس هم د هېواد په ګڼو سیمو کې کورنۍ اجازه نه ورکوي، چې لوڼې یې ښوونځيو ته لاړې شي.