=--0987654321

د پښتو ناول د بخت ستوری ولوېد

نیک محمد ذکی

11 July 2021

ژبه هلته ژبه شي، چې لوستونکي پکې د لوست لپاره یو څه ته تلوسه ولري. څېړونکي وايي، که تاسې غواړئ پر مطالعه ځان روږدی کړئ، ناولونه او داسې څه ولولئ، چې تاسو ته په زړه پورې وي. خو دا بیا د لیکوال په فن او وړتیا پورې اړه لري، چې لوستونکي ته د خوند تر څنګ یو لوی درس او لویه ټولنیزه لارښوونه وکړي. په ادب او نثر کې به داسې جملې یا استثناء او یا هم تصادف وي، چې سړی پر یو ځل اورېدو له ځان سره واخلي. په ادبي اثارو کې تلوسه، غوټه، ډيالوګ، منظرکښي او تخیل لوستونکی دومره ژر نه ورسره اخلي؛ خو د نصیراحمد احمدي د ناولونو هره جمله سړی لکه د سیند څپې له ځان سره وړي.

په نړۍ کې له ډېره پخوا د لیکوال رول په ډاګه دی.

لیکوال او بیا په ځانګړې توګه ادبي لیکوال دی، چې د ټولنې ټولې ناخوالې، نیمګرتیاوې او پر ټولنه نیوکې په داسې لاره وړاندې کړي، چې هم پام ورته راواوړي او هم یې پر وړاندې کوم غبرګون نه وي. نصیراحمد احمدي که څه هم په خوی ملنګ لیکوال و؛ خو فکر یې ډېر غني و. د ټولنې هر درد یې د قلم پر څوکه پېیلی منعکساوو.

که د فکر د بیدارۍ خبره شي ډېر خلک لګیا دي، چې د خپلې خاورې خلکو ته یو مثبت اند ورکړي؛ خو له دې فکر سره، چې بیا د نثر خوږه ژبه مله شي څو چنده اغېز پرېباسي. دا هغه کار دی، چې وړتیا یې د احمدي صېب په ګوتو کې لکه لمر ځلېده.

پېژندنه

نصیراحمد احمدي په ۱۳۵۳لمریز کال د غزني ولایت په قره‌باغ ولسوالي کې زېږېدلی و. نوموړی په ١٣٥٨ لمریز کال کې په غزني کې ښوونځي پیل کړ، تر درېيم ټولګي يې د سلطان محمود غزنوي په لېسه کې زده کړې وکړې، وروسته یې کورنۍ په سیمه کې د ناامنیو له امله کابل ته کډه شوه، چې ورسره سم احمدي هم د خوشال خان مېنې د سپین کلي په ښوونځي شامل شو.

احمدي تر نهم ټولګي په سپين کلي ليسه کې زده‌کړې وکړې؛ وروسته حبیبیې ليسې ته لاړ او په ١٣٧٠ ل کال کې له یادې ليسې څخه فارغ شو. په ١٣٧١لمریز کال کې په کابل کې د تنظیمي جګړو له امله د دوی کورنۍ بېرته غزني ته لاړه او نصيراحمد احمدي په خپل پلرني ټاټوبي کې د ښوونکي دنده پر مخ وړه.

 احمدي په  ١٣٧٦ لمریز کال کې  د کانکور له ازموینې وروسه  د کندهار پوهنتون د کرنې پوهنځي ته بريالی شو، يو کال یې پوهنتون ولوست خو د جګړې له امله ترې زده کړه پاتې او ایران ته لاړ او دوه کاله یې هلته مزدوري او شاقه کارونه وکړل. نصيراحمد احمدي په ١٣۸۰ ل کال کې بېرته هېواد ته راغی او له ٢٠٠٣ ميلادي کال را په دېخوا یې د افغانستان لپاره د بي بي سي د تعلیمي پروژو په اداره کې دنده کوله.

د احمدي اثار

له ښاغلي احمدي څخه ۲۴ چاپ او یو تر چاپ لاندې کتاب پښتو ژبې ته ورپاتې شول. په دې اثارو کې څلور د لنډو کیسو ټولګې سړه سېلۍ، مينه، د واورې سړی، اشر(د نصیراحمد احمدي او عبدالواحد رفیعي پر پښتو او پارسي ژبه)؛ څوارلس ناولونه بوډا او د لېوانو پلونه، رڼا، بړبوکۍ، يوه خبره درته وکم؟ جوجو، بغدادي پیر، زرو، اغزن سیم، نیکه، بغدادي پیر، اخ وطنه، رنګه غوږونه، ټال، د غڼې ځاله (تر چاپ لاندې)؛ یوه د نثر لیکلو په هکله د لیکوال د خپلو تجربو ټولګه (راځئ، چې کیسه ولیکو) دوه ژباړې په فلسفه کې تلپاتې پيښې، د معجزې تيږه. څلور ادبي ژوندلیکونه ابوریحان البیروني، کاتب هزاره، موسی شفیق، محمد هاشم میوندوال دي.

د ارواښاد احمدي صېب د لیک ژبه روانه او خوږه ده. نوموړي د اثارو په لیکنه کې له تکلفه په کلکه ډډه کړې، سوچه کلیوالي او ټول فهمه اصطلاحات یې کارولي دي. د یادونې وړ ده، چې د ښاغلي احمدي څه کتابونه پارسي او اردو ژبو ته هم ژباړل شوي دي.

له بده مرغه تېره ورځ شنبه (د چنګاښ ۱۹مه) نصیراحمد احمدي د کرونا له امله ساه ورکړه او د پښتو ناول د بخت ستوری راولوېد. په پښتو ژبه او په ټوله کې د ناول پر ځمکه به د نصیراحمد احمدي نوم تر هغې ژوندی وي، چې تر څو د پښتو ژبې او یا په ټوله کې داستاني ادب وي.