00962faa-d86d-4e34-adcb-18778d14eabf

د کندهار بې کوره شوي؛ ۱۷ ورځې کېږي کډې پر سر یو

په کندهار کې د جګړو له امله بې کوره شوي وايي، ۱۷ ورځې او ۱۸ شپې کيږې چې کډې پر سر د جګړې له لاسه نا ارامه دي. دوی وايي له جګړې په تنګ شوي؛ له دولت او وسلوالو طالبانو غواړي، چې جګړه دې ودروي تر څو خلګ د ارام ساه واخلي.

کندهار چې له تېرو دريو اوونيو راهيسې پکې سخته جګړه روانه ده، خلګ يې له سختو ستونزو سره مخ کړي دي. ويل کېږي د ماښام پر شپږ بجې ټليفوني شبکې بندېږي، موټرسيکلان مطلق بند دي، د شپې ګرځبنديز وي  او له ماښامه تر سهاره په ټول ښار کې ګرمه جګړه روانه وي.

دولتي چارواکې بيا وايي، په کندهار کې به جګړه ډېر ژر ودرول شي او نسبي پرمختګ یې هم کړی دی.

په کندهار ښار کې د ژوند له لومړيو اړتياوو څخه چې بايد وي؛ لکه برېښنا، نشته او خلک له ګرمۍ او تندې نيمه ساه وهي. بل خوا دوی وايي، د دې توان نه لري چي په دغه ګونګ او مرګوني حالت کې ژوند وکړي.

د کندهار ښار يوه اوسېدونکي هارون صديقي نشانه خبري اژانس ته وویل د دوی کورنۍ د جګړې په ډګر بدلې شوې او د کور سامان يې هم چور شوی دی. د هغه په خبره دولت او طالبان دې د ملکي وګړو له کورونو سنګرونه نه جوړوي. هغه وايي:

« کور مو په ۱۵ ناحيه کي دی تاسي ورشئ څه حال دی؟ زموږ په کورنو کې طالبان دي او له پوليسو سره په جنګ دي، له طالبانو او حکومت څخه مو غوښتنه داده چې جنګ بس کړي او زموږ کورونه د جنګ له ډګره وباسي. له يوې خوا جنګ او له بلې خوا ګرمي؛ سخت حالت دی.»

يو بل تن سید محمد چې د جګړې قرباني دی وايي، له کومه چې د دوی پر سیمو طالبان راغلي او دوی له خپلو مېنو بېځایه شوي ښه ورځ يې نه ده ليدلې او ماشومان يې د غټو وسلو له وېرې ارام نه لري. هغه وايي:

« دا ۱۷ ورځې کېږي چې زموږ په ساحه کې جنګ دی، ماشومان مو له وېرې نه شي ویده کېدلای، ځکه د لویو وسلو او بمباريو غږونه دومره لوړ دي، لوی انسان يې د اورېدولو توان نه لري. ناکراره يو له دولته مو غوښتنه داده چې د ملکي کسانو ژوند ته ډېر پام وشي.»

د کندهار ملکي چارواکي وايي، په جګړه کې یې پرمختګ کړی او زيات شمېر وسلوالو طالبانو ته يې مرګژوبله اړولې ده، د دوی په خبره جګړه د ښار له ځينو څنډو څخه شاته شوې ده.

د کندهار والي روح الله خانزاده وايي، په هيڅ قېمت د کندهار ښار ته جګړه نه شي داخلېدلای هغه وايي:

« جګړه د ښار ځينو څنډو ته رارسېدلې ده؛ خو زموږ افغان ځواکونه کوښښ کوي چې دغه جګړه مهار کړي. په پوره مورال سره د وسلوالو پر وړاندې جنګېږو، د کندهار ښاريانو ته ډاډ ورکوو، چې ښار به امن وي هېڅ ستونزه نشته.»

وسلوال طالبان بيا ادعا کوي، چې د دوی جنګيالو کندهار ښار په څنډو کې جګړه زياته کړې او پرمختګ يې کړی دی.

ياده دې وي د کندهار ولايت د سقوط شويو ولسواليو پرته د نورو ولسواليو په شمول د کندهار ښار په څنډو کې د وسلوالو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ د تېرو ۱۷ ورځو ۱۸ شپو راهيسې جګړه روانه ده، چې د معلوماتو له مخي د جنګ دواړو لوريو ته تلفات اوښتي. په دې نښتو کې ملکي کسانو ته هم درنه مرګژوبله اوښتې.