د کندهار خلک؛ افغان وژنه بس کړئ!
کندهار کې قومي مشرانو د جګړې له ښکېلو لورو د جګړې درول غوښتي.
د قران له مخې د جګړې څخه ولس ژغورنې خوځښت تېره ورځ (د زمري ١٦مه) په يوه ګډه غونډه کې پر افغان حکومت او وسلوالو طالبان باندې غږ وکړ چې جګړه دې ودروي او د افغان وژنې لړۍ دې نوره بس کړل شي.
د غونډې ګډونوالو پر افغان حکومت غږ وکړ؛ هغه کورنۍ چې د جګړې له امله زيانمنې شوې دي بايد مرستې ورسره وشي او له دغه بد حالت څخه دې وویستل شي.
د غونډې يو ګډونوال سید حاجي ولي شاه اغا وویل د قران له مخې له جګړې څخه د ولس ژغورنې حرکت غواړي د طالبانو او افغان حکومت تر منځ منځګړيتوب وکړي، دوی وايي حرکت به یې يواځې د جګړې پر ښکېلو غاړو د جګړې د بس او اوربند غوښتنه کوي.
د غونډې یوه ګډونوال سرادر محمد د غونډې يو ګډونوال له طالبانو او افغان ځواکونو غواړې چې د ملکي وګړو ژوند ته دي پام وشي:
“له وسلوالو طالبانو او افغان حکومت څخه غواړو، چې د ملکي وګړو ژوند ته پام وکړي، او هغه بې وسلې وګړې په نښه نه کړي چې د يو ګولۍ ډوډۍ لپاره د خپل کور څخه د باندې راوتلي وي.”
همداراز د غونډې نورو ګډونوالو هم له ولس څخه د دفاع په خاطر پر وسلوالو طالبانو افغان حکومت او نړيوالې ټولنې غږ وکړ، چې د جګړې په درېدو کې دي پوره مرسته وکړي تر څو افغان ولس له دغه لوی ناورين څخه خلاص شي.
ياده دې وي څو اوونۍ مخکې د کندهار یو شمېر ځوانانو او مدني فعالانو هم د کابل ښار پر واټونو د سولې او اوربند پر نوم راټول شوي وو؛ هغوی غوښتنه کړې وه چې جګړه دې نور افغانان نه وژني.