2021-07-29 at 10.08.12

ساحل؛ د ځغاستې ډګر نه لرو، خو بيا هم هېواد ته د ویاړ میډالونه راوړو

په وروستیو کې په افغانستان کې جګړې او ناخوالې اوج ته رسېدلې. په هېواد کې د بيارغونې، روغتيا او کرنې  برخې وروسته پاتې دي. د جګړې زور تر ښارونو رارسېدلی؛ ان دا چې د شخصي پانګوالو هيلې او اميدونه په اوبو لاهو شوي دي؛ کارونه په ټپه ولاړ دي، خلګ د تعليم پر ځای هغه څه ته پام کوي چې د ژوند اساس وي. خلګ اوس يواځې په ارامه د ساه کښلو په هیله دي، چې کله به په ارامه فضا کې د خپل فکر ړنګه جونګړه جوړه کړي. د نشه‌يي توکو کاروباريان ډېر شوي او ورسره د روږدو کسانو شمېر هم مخ پر لوړ روان دی.

دې ناخوالو ورزش او د خپلې روغتيا لپاره هڅې هم کمرنګې کړې، ځوانان د ورزش وخت هم نشه‌يي توکو ته ورکوي.

بيا هم دلته د ګوتو په شمېر ځوانان شته چې د خپل صحت او روغتيا لپاره هڅې کوي؛ خو په څنګ کې غواړي د خپل هېواد نوم د لوبو پر میدان وځلوي.

محمد سعید ساحل د کندهار ولايت اوسېدونکی دی. نوموړ له تېرو ۹ کلونو راپدېخوا د ورزش په برخه کې هڅې کوي تر څو هېواد ته د ویاړ مډالونه راوړي. ساحل په هېواد کې د ننه او بهر د ځغاستې يا اتلاتيک په لوبو کې ښه ځلېدلی دی.

ساحل په افغانستان کې د ځغاستې يا اتلاتيک د سپرينټ د برخې قهرمان لوبغاړی دی.

ساحل نشانه خبري اژانس ته وویل په افغانستان کې د دوی د برخې نه مسلکي استاد شته او نه هم معياري د ځغاستې ډګر؛ خو دی بيا هم خپل همت له لاسه نه ورکوي او خپلې هڅې کوي. تر څو افغانستان ته بریا راوړي:

« په کابل کې د ګوتو په شمار استادان لرو؛ خو هغوی د کابل ولايت لوبغاړو ته تمرين ورکوي. د نورو هيوادونو په پرتله مسلکي نه دي، ځکه په مرکز کابل کې تر اوسه موږ د دې لوبو لپاره معياري لوبغالی نه لرو. د یادو لوبو ميدان بايد له ربړ څخه جوړ وي خو هغه ربړي ډګر اوس خراب شوی دی. په کندهار کې بيا د ربړ د ميدان شتون لرې خبره ده، دلته حتا لا پوخ ميدان نشته چې منډه پرې وکړو؛ خو ما له دې ټولو ستونزو سره بیا هم خپلو هڅو ته دوام ورکړی.»

سعید ساحل له ۱۳۹۱ کلونو راپدېخوا د افغانستان لپاره رسمي لوبې کړې دي؛ هغه په دې هکله وویل:

« زما لومړۍ لوبه په ۱۳۹۱ کال کې په ايران کې وه، په ۲۰۱۴ کې مې د اسیا المپيک په سیالیو کې، چې د کوريا په ایچون ښار کې وې برخه اخیستې. همداراز په ۲۰۱۶  په هندوستان، قزاقستان، په نړيوال المپيک ورزشي سيالو کې، په ۲۰۱۷ کې مې د ازربايجان په باکو ښار کې د اسلامي هېوادونو تر منځ په لوبو کې برخه اخیستې ده.»

نهه کاله کيږي، چې ساحل د ځغاستي يا اتلاتيک پر لوبو بوخت دی، هغه تر دې دمه دوه د وياړ ميډالونه ګټلي دي ساحل وايي:

« نهه کال کيږې چې د افغانستان لپاره لوبې کوم، دا لوبې له ستونزو نه دي خالي. په دې لړ کې مې دوه د وياړ مډالونه ګټلي دي. يو مې په ۲۰۱۴ کال کې د اسيا المپيک په لوبو کې ګټلی، چې په کوريا هيواد کې وې. دویم مډال مې په  ۲۱۰۷ کال کې د اسلامي هيوادونو نړيوال المپيک کېګټلی چې ريکارډونه مې هم پکې ثبت کړي دي.»

ساحل وايي، افغانستان ټول څلور د برونزو ميډالونه لري:

« افغانستان په  ۲۰۱۰ کال کې د هند په سېو کېمپ کې په  ۱۰۰ مېتره رېلي کې ۴ د برونزو ميډالونه ګټلي دي.»

بل خوا ساحل وايي، هغه افغانان، چې په بهرنيو هيوادونو کې روزل شوي دي، د لوبغاړو د ټاکلو پر وخت راځي او دې لړۍ ته ټاکل کيږې، چې په سیالیو کې یې د دوی د ګډون مخه نیولې ده. هغه وايي:

« موږ په سختوحالاتو، جنګ جګړو کې سختې ستونزې ګالو او سخت تمرينونه کوو، چې نړيوالو لوبو ته انتخاب شو او افغانستان ته وياړ راوړو؛ خو اوس بيا د بهرنيو هيوادونو مېشت افغانان هلته تمرينونه کوي او دلته د انتخاب په شپو او ورځو کې راځي چې فدراسيون هم ورباندي خبر وي؛ او هغوی انتخابوي.»

ساحل وايي د ۲۰۲۴ کال لپاره چې په فرانسه هيواد کې د المپيک نړيوالې لوبې کېږي هلته د لوبو لپاره چمتووالی نیسي.

ساحل د نشانه خبري اژانس له لارې پر هېوادوالو غږ کوي، چې د نشه‌يي توکو د کارونې پر ځای دې ورزش ته مخه کړي.