طالبانو د سرپل د مرکز مهمې برخې نیولې
په سرپل کې سیمهيیزې سرچینې وايي، طالبانو د یاد ولایت د مرکز مهمې برخې نیولې دي.
په یاد ولایت کې یوې سیمهيیزې سرچینې د نوم د نه ښودو په شرط ویلي، چې طالبانو نن یکشنبه (د زمري ۱۷مه) د سرپل پر مرکز بریدونه کړي دي.
د سرچینې په وینا طالب جنګیالي توانېدلي، چې د ښار مهمې برخې ونیسي، چې امنیه قومنداني او د ولایت مقام هم پکې دي.
د سرچینې په وینا د یاد ولایت سیمهيیز مقامات د سرپل په مرکز کې د وزلوبې په یوه میدان کې راټول شوي دي او د دواړو لوریو تر منځ سختې نښتې روانې دي.
دا په داسې حال کې ده، چې څو شېبې مخکې د کندز ښار ځينې برخې هم د طالبانو لاس ته ولوېدې.
په کندز کې د طالبانو د پرمختګ د مخنیوي په موخه امنیتي ځواکونه د یاد ولایت په کمربندونو کې ځای پر ځای شوي او د طالبانو پر وړاندې چاڼيز عملیات هم پیل شوي دي.