عتیق ساحل؛ د ناتمامو هیلو دا شاعر څوک و؟
د تخار ولایت فرهنګي، شاعر او لیکوال، چې د ژوند زیاته برخه یې د شعر او ادب په ډګر کې تېره کړې وه، ټولنې ته یې ګڼ فرهنګي خدمتونه کړي. د ښاغلي ساحل خپلوان وايي، چې نوموړی درې ورځې مخکې (دوشنبه، د چنګاښ اوومه) په تالقان ښار کې د کرونا له امله مړ شوی دی.
ښاغلی ساحل د تخار په مرکز تالقان ښار کې زوکړی و. د تخار د فرهنګیانو په وینا ښاغلي ساحل د فرهنګیانو دوو نسلونو ته زدهکړې ورکړې وې. ساحل د ژبو او ادبیاتو پوهنځي په پارسي څانګه کې زدهکړې کړې وې او ډېر کلونه یې په فرهنګي هڅو کې تېر کړي وو. نوموړی د عمومي کتابتون مدیر، د باختر اژانس اطلاعاتي مدیر، د تخارستان مهالنۍ مدیر مسوول او د ارمان مهالنۍ د مشر پاتې شوی و.
له دې شاعر څخه تر اوسه په پارسي ژبه کې درې شعري ټولګې (تصویر مخملین، گرداب، جادههای اناری) او تر څنګ یې یوه داستاني ټولګه «مرجان در اتش» پاتې دي، چې دا ټولې ټولګې یې چاپ شوې دي. د دې شاعر د پښتو شعر یوه ټولګه هم پر چاپېدو ده. ساحل په څېړنیزه برخه کې هم کار کړی، چې اوس یې د «نثر ادبي» پر یو اثر تر چاپ لاندې دي.
ښاغلي ساحل په کلاسیک او نوي شعر کې زیاته شاعري کړې. د هغه پارسي شعر له ځانګړو او لوړو باریکیو، اخلاقي نصیحتونو، بغاوت، شور، ټولنیزو او سیاسي نقدونو څخه برخمن دی. هغه په خپل شعر کې پر هېڅ سیاسي او ټولنیز چار د نقد صرفه نه ده کړې.
د روزګار له جبر او د ژوند له زړهتنګۍ نیولې تر بې عدالتۍ، ظلم، خیانت، ناپوهي، لېونتوب، وینو، ناوړه دودونو، له حقه تېښتې، تاوتریخوالي او انساني ژوند تر رسېدو پورې یې په خپل شعر کې منعکس کړي، تر څو د شعر په ژبه اوسنی وضعیت بدل کړي. ساحل په خپل شعر کې دا ښکاره کړې، چې د یوې پراخې دنیا په لټه کې دی او د ژوند په تنګه دایره کې یې پاتې کېدو ته «نه» ویلي.
نوموړي د پارسي ژبې تر څنګ پر پښتو هم شعرونه لیکلي، چې یوه پښتو شعري ټولګه یې هم پر چاپېدو ده. نوموړی یو ځای د خپل زړه اواز داسې پورته کوي:
چاته ډالۍ کړمه داستړې مینه
ډېر مې خوښیږې دا وینځلې مینه
زه لباسی خلکوته نه وربښم
دا قیمتي دغه سپيڅلې مینه
هغه غلې سترګې د زما خو ښيږي
چې رانه غلا کړي غلې غلې مینه
زما په زړه کې ډېر ټوپونه وهي
دغه بی رحمه خدای وهلې مینه
په زنځیرونو هم تړلی نشم
دا لیونۍ دا بیخ ختلې مینه
بازارۍ مینه ، هسې تش هوس دی
څومره رسوا ده خرڅولې مینه.
دې شاعر پر ټولو سیاسي او ټولنیزو کږلارو د شعر د تېزې ژبې پر مټ نیوکه کړې. هغه د خلکو د جنون او ناپوهۍ تازینو ته چې له کلونو راهیسې یې پر بدن خوري حیران دی. نوموړی په یوه پارسي شعر کې وايي:
عجب صبري که ما داريم
گهي در دست آن بوديم
کنون در دست اين هستيم
يکي بر ما سرود سرخ ميخواند
که اين آهنگ کار و کارگردان آزاديست
دگر با ضرب شلاق سوي مسجد رهنمون ميشد
که اين راه خدا و شيوة ايمان و آباديست
مگر ما منکر دينيم؟
يکي آمد به جبر اين ريش ما از بيخ بتراشيد
دگر آمد بروي ما دو صد نفرينها پاشيد
يکي گفتا بلند است ريشتان کوتاه نماييدش
دگر آشفت که کوتاهي قصور اهل دين باشد
و شرم مردم روي زمين باشد
عجب صبري که ما داريم.
هغه په یوه بل پارسي شعر کې د وخت جبر ته د خپلې حوصلې پای داسې انځوروي:
در اين صبري که ما داريم
زمين و آسمان با اين بزرگي آفرينها گفت
«بری» مشکل که ما از دست اين همسايهها داريم
«بهوت» رنجي که از آزارشان ما سالها داريم
از آنسو فوج استبداد
عجب! با ديدههاي سرمهسا و سبحه و سجاده ميآيد
به زير کاسة ايمان، يک نيم کاسه ميآرد
که من داعيي راه و رسم و آيين خدا هستم
و منجي شما هستم
ولي با راکت و با بم
به اين بيچارهگي کو چارة ديگر؟
«شب تاريک و بيم موج و گردابي چنين حايل»
هنوز هم صبر بايد کرد.