218329267_2928538037357667_858011057041411146_n

له طالبانو سره اوربند؛ دولت باید ضمانت واخلي

neshananews

17 July 2021

په تېرو دوو لسیزو کې د هېواد په سیاست کې ښکېل او مخور سیاسون دوحې ته تللي، چې له طالبانو سره له نږدې وګوري. د ولسمشر سلاکار محمد محقق لیکلي، چې که سیاسي هوکړه نه وشي افغانستان به د تاوتریخوالي او جګړې یوه نامعلوم پړاو ته داخل شي.

افغان دولت طالبانو ته د درې میاشتني اوربند وړاندیز کړی، چې طالبان یې هم پر وړاندې شرطونه لري. دا شرطونه د طالبانو د اووه زره زندانیانو خوشې کول او د دوی د رهبرانو نومونه له تور لیست څخه ویستل دي. په اوسني سیاسي حالت کې که اوربند وشي د طالبانو لپاره یو ښه فرصت دی.

 په اوسني وخت کې، چې په هېواد کې د خلکو اقتصاد مخ پر خرابېدو دی، بې کوري او لوږه اوج ته رسېدلې اوربند د خلکو لپاره هم یوه مهمه موضوع ده؛ خو د دولت له خوا هم باید اوربند مشروط وي. باید ټولې زمینې او وخت یې وسنجول شي، چې دواړه لوري یې پلي او ثابت کړي.

د افغان دولت او طالبانو تر منځ مشروط اوربند باید په یوه ځانګړي چوکاټ کې پلی او ځینې هېوادونه یې هم باید ضمانت وکړي. په وروستیو کې پر طالبانو باندې د درنو بریدونو له امله دوی ته سخت زیان اوښتی دی. د دوی جګړه‌يیز ماشین سخت زیانمن شوی او ډېر جنګیالي یې وژل شوي او ټپیان شوي دي.که افغان دولت له طالبانو سره په دې اوربند کې ضامن و نه لري؛ نو دا به طالبانو درې بنسټیز فرصتونه ورکړي.

لومړی؛ طالبان به په جګړه کې د دوی زیانمن شوی ځواک بېرته پیاوړی کړي او بریدونه به بیا له سره پیل کړي. ویل کېږي د پاکستان روغتونونه او هدیرې دواړه د طالبانو له مړو او ټپیانو ډکې دي، د طالبانو جسدونه دومره زیات دي، چې د شپې دفن کېږي، تر څو د دې ډلې روحیه کمزورې نه شي.

د طالبانو ډلې یوه غړي رسنیو ته ویلي، چې د پاکستان او افغانستان تر منځ پوله داسې له جنازو ډکه ده، چې هره ورځ سلګونه کسان پکې دفن کېږي. کېدای شي په درې میاشتینی اوربند کې بېرته د طالبانو ټپیان روغتیا ومومي او بیا جګړې ته جوړ شي. داسې ښکاري د پاکستان ستراتژیستان هم له درې میاشتني اوربند سره موافق دي، ځکه څو ځلې طالبانو ته نږدې سرچینو خبر ورکړی، چې طالبانو ته په روانه جګړه کې دروند زیان وراوښتی دی.

دویم؛ که د طالبانو اووه زره بندیان ازاد شي د طالبانو زیانمن شوی جګړه‌ییز ماشین به بیا پیاوړی کړي. په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد له نجفي‌زاده سره په مرکه کې ویلي وو، چې په دوحه کې د دې زندانیانو پر خلاصون هوکړه شوې.

اوس چې طالبانو پر درې میاشتني اوربند هوکړه کړې ښکاري، چې دا زندانیان له بنده ازادېږي. دویم ځلې د جګړې په میدان کې د دې طالبانو ګډون د افغانستان راتلونکي ته یو لوی ګواښ دی. څومره چې په اوسنیو شرایطو کې دې هېواد ته اوربند مهم دی، په همغه اندازه د دې طالبانو ازادي کولای شي، چې په افغانستان کې طالبان زړور کړي تر څو د جګړې په میدانونو کې تاوتریخوالی زیات کړي.

درېیم؛ طالبانو په وروستیو کې د هېواد مهم بندرونه نیولي دي. طالبان به په راروانو دریو میاشتو کې په راحتي سره له دې بندرونو څخه ګټه واخلي او خپل سیاسي او نظامي جوړښتونه به پرې پیاوړي کړي. په هغه اندازه، چې د دې بندرونو په سقوط کې افغان دولت زیانمنېږي په هماغه کچه د طالبانو د جګړې اقتصادي اړخ پیاوړی کېږي، چې طالب قومندانانو ته ډېر اهمیت لري. دوی پر دې پیسو کولای شي، چې خپل نظامي ځواکونه وساتي او زیات یې کړي. تر دې مخکې داسې ویل کېده، چې له اوربند سره به طالبان خپل جنګیالي له لاسه ورکړي او د دوی لیکې به خالي شي؛ خو اوس د بندرونو په نیولو طالبان نه یوازې خپل جنګیالي په لیکو کې ساتلای شي، بلکې کولای شي، چې نور جنګیالي هم جذب کړي.

طالبانو ته د دې دریو فرصتونو پر وړاندې باید افغان دولت لومړی د نړیوالې ټولنې او ښکېلو هېوادونو ضمانت واخلي، چې دا اوربند به په راتلونکي کې په افغانستان کې یوې سیاسي هوکړې ته لاره هواروي په کومه کې چې باید ټول اړخونه خپل ځان وویني او د قدرت وېش پکې عادلانه وي. که داسې یو ضمانت نه وي تر اوربند وروسته ورځو تصویر ډېر ګواښوونکی دی.

طالبان کولای شي د ځواک له نوي کولو، د ټپیانو په درملنه او د اووه ‌زره زندانیانو په خلاصون خپله نظامي پیاوړتیا ښکاره کړي، په هېواد کې تاوتریخوالی څو چنده کړي، چې په پایله کې یې کېدای شي د افغانستان ګڼې مادي او معنوي شتمنۍ ویجاړې شي. له یوه ضمانته پرته له طالبانو سره درې میاشتنی اوربند طالبانو ته د بایلې په معنا دی او افغان رهبرانو ته هېڅ سیاسي او منطقي توجیه پکې نشته.

بله موضوع د سیاسي هوکړې په صورت کې د طالبانو په لیکو کې د بهرنیو جنګیالیو شتون دی. زرګونه جنګیالي دي، چې په هېواد کې د بنسټونو په ورانۍ، تاوتریخوالي او ویجاړۍ کې لاس لري. اوس پوښتنه دا ده، چې دوی به د سیاسي هوکړې په صورت کې څه کوي؟ د دوی ځای څه دی؟ ایا خپلو هېوادونو ته به ورسپارل کېږي؟ طالبان له دوی سره د اړیکو پرې کولو وړتیا لري؟ د هغوی د بهر ویستو وړتیا لري؟ له دوی څخه د سیاسي هوکړې په صورت کې راغلي دولت ته څه ګواښ پېښېدای شي؟ دا جنګیالي، چې له افغانستان سره هېڅ ډول اړیکه نه لري باید له طالبانو یې ضمانت واخیستل شي، چې په راتلونکي کې به کوم ګواښ نه رامنځته کوي.

دا دوه ضمانتونه باید د هغو سیاسي مشرانو لومړیتوب وي، چې دوحې او له بیا پاکستان ته ځي. که څه هم په دې شرطونو افغان دولت ته د اوربند منل ستونزمن دي؛ خو بیا هم که نړیواله ټولنه او افغان دولت اوربند ومني باید اړین ضمانتونه واخیستل شي، تر څو اوربند په یوه لوی ګواښ بدل نه شي او د سولې او جګړې معادله پېچلې نه کړي.

طالبانو ته باید دا وروښول شي، چې په زور پر افغانستان نه شي واکمنېدلای؛ خو که لازم ضمانتونه نه وي ښکاري طالبان تر درې میاشتني اوربند وروسته په نوې بڼه د جګړې د ډګر لمبې تازه کړي. هغه لمبې، چې په راتلونکي کې به ویجاړوونکې او بنسټ نړوونکې وي. په دې لمبو کې به هم افغانستان، هم افغانان او هم پخپله طالبان وسوځي.