لیونل مېسي په لمدو سترګو له بارسلونا سره خدایپاماني وکړه
د فوټبال نامتو ارجنټایني لوبغاړي لیونل مېسي اووهلس کاله وروسته له بارسلونا لوبډلې سره خدایپاماني وکړه.
بارسلونا نن یکشنبه (د زمري۱۷مه) د لیونل مېسي د خدایپامانۍ د شېبو وېډیو خپره کړې، چې په لمدو سترګو یې په دې مراسمو کې ګډون کړی او ویلي یې دي، چې له پاریسن جرمن لوبډلې سره به قرارداد وکړي.
مېسي وايي، هېڅکله یې فکر نه و کړی، چې له بارسلونا سره به خدایپاماني وکړي. هغه وايي:
« له کومې ورځې، چې دې لوبډلې ته راغلم، پوره کوښښ مې کړی، چې تر ټولو غوره واوسم.»
د فوټبال د دې ۳۴ کلن ستوري هغو هڅو پایله ور نه کړه، چې غوښتل یې په بارسلونا کې یې لاسمز لوړ شي او بلاخره یې یاده لوبډله پرېښوده.
لیونل مېسي د سرو زرو د توپونو ګټونکی او په نړۍ کې د فوټبال محبوب لوبغاړی دی.
هغه څو کاله پرلپسې د نړۍ غوره لوبغاړی نومول شوی و.
د افغانستان فوټبال ملي لوبډله قطر ته تللی
31 May 2021
توپ طلاهای مسی باید بیشتر از این میبود
3 Dec 2019