رئیسی-2

ټاکنې که انتصاب؛ په ایران کې څومره ډیموکراسي حاکمه ده؟

neshananews

20 June 2021

ټاکنې په نړۍ کې د ډيموکراسۍ لویه نښه ده. ټاکنې ښيي، چې د یوه هېواد په سیاسي وضعیت کې د خلکو رول څومره اغېزمن دی. د ډيموکراسي تر ټولو نامتو تعریف «د خلکو حکومت، د خلکو له خوا او د خلکو لپاره» دی. په ډيموکراسي کې مهم اصل دا دی، چې خلکو او د خلکو غوښتنو ته پکې اهمیت ورکول کېږي، ځکه خلک دي، چې د نظام سیاسي مشروعیت ټاکي او نظامونه پر خپلو ځانونو او برخلیکونه مسلطوي. تر څنګ یې بیا په دې برخه کې روڼتیا او د عمل ازادي دوه مهمې تګلارې دي. د دې تګلارو پر مټ نظام د خلکو پر رایې راځي او د دیکتاتور او ډيموکراټيک نظام تر منځ یوه د بېلتون کرښه راکاږي.

ایران د افغانستان د لوېدیځ ګاونډي په توګه له افغانستان سره فرهنګي او ژبنۍ اړیکې لري، چې دوه ورځې مخکې پکې ټاکنې وشوې او د ایران مذهبي مشر ته یو نږدې کس ابراهیم رییسي د ایران د ولسمشر شو. د ایران ټاکنې ډېر اړخونه لري، یو یې دا دی، چې په ایران کې یې د ډيموکراسۍ یواځې افت نندارې ته وړاندې کړ. د ډېرو سیاسي او ایران‌پوهانو په باور د ایران ټاکنې د خلکو په خوښه نه، بلکې انتصابي وې؛ خو د دې ټاکنو اړخونه موږ ته له دې لړۍ یو مهم درک راکوي.

د خلکو ناخوښي او د ایران د خلکو برخلیک

لکه څنګه، چې مو مخکې یادونه وکړه، خلک د یوې ډیموکراټيکې لړۍ له لارې د حکومتونو په جوړولو کې لوی لاس او مهم رول لري. په ایران کې بیا عام وګړي د خپل برخلیک په ټاکلو کې ډېر کم رول لري. په ایران کې له حاکم دولت او اخوندیزم څخه پراخه نارضایتي د دې سبب شوې، چې په ټاکنو، داخلي سیاست، بهرنیو اړیکو او سیاسي چارو کې د خلکو ونډه ډېره راکمه شي. په ایران کې پټ ځپل د دې لامل شوي، چې یو لوی داخلي وحشت او د راتلونکي په اړه لویې اندېښنې راوپارېږي.

د ایران د خلکو راتلونکی د څو مشرانو د دیکتاتورانه کړنو ښکار دی او د ایران اوسېدونکي د رایه ورکونکو په توګه ځانونه د ایران په سیاسي راتلونکي کې ښکېل نه ګڼي؛ نو ځکه روښانفکران، داخلي او بهرني شنونکي پر دې باور دي، هغه څه، چې په ایران کې تر سره شول ټاکنې نه، بلکې انتصاب و.

په ایران کې د ټاکنو د ګډونوالو شل سلنه کموالی په ایران کې پر دې لړۍ د خلکو بې باوري ښيي، بل خوا رایې ورکولو ته د خلکو نه‌لېوالتیا د دې ښکارندويي کوي، چې په ایران کې لویه نارضايتي رامنځته شوې.

خو د خلکو دا نارضایتي د دې سبب کېدای شي، چې په راتلونکي کې د دیکتاتورۍ دا خپور ټغر ټول او د خلکو واک ته زمینه برابره کړي. د یادونې وړ ده، چې دیکتاتوري تلپاتې نه ده، د ایران له اخوندانو د خلکو نارضایتي او پر دوی بې‌باوري د دې ښکارندويي کوي، چې په یویشتمه پېړۍ کې پر یوه پوه ملت د ډيموکراسۍ پر ځای دیکتاتوري نه شي تپل کېدای.

تورن رییسي که ټاکل شوی ولسمشر؟

د بښنې نړیوال سازمان، چې جنګي جرمونه او نړیوال عدالت څېړي وايی، له رییسي سره باید قانوني چلند وشي. دا د نړۍ په سطحه یوه فاجعه ده، چې په یوه هېواد کې هغه کس ولسمشر ټاکل کېږي، چې پر سیاسي وژنو تورن دی. ابراهیم رییسي په ۱۳۶۸لمریز کال کې د ایران جمهوري اسلامي دولت د زرګونو سیاسي مخالفینو په اعدام کې لاس درلود. د بښنې نړیوال سازمان مشر اګنس کالامار وايي، رییسي د دې پر ځای چې ولسمشر شي باید محکمه شي.

رییسي پر بشرضد جنایتونو، سیاسي قتلونو او د خپلو ۶۸مخالفینو د اعدام پر حکم تورن دی. هغه همداراز په ایران کې د لاریونوالو، سیاسي فعالانو او ښځو فعالانو پر ځپلو، شکنجه او اعدام تورن دی. د ایران ملي سازمان په ۱۳۹۷کال کې یو مستند جوړ کړ. په دې مستند ښودل شوي، چې ابراهیم رییسي څنګه پکې خپل زرګونه سیاسي مخالفین او مخالف فکره کسان وژني او اعداموي یې.

په ورته وخت کې پر ایران د یوه داسې افراط اصوله کس، چې پر جنګي جنایتونو، د خپلو مخالفینو پر فزیکي له مخې لرې کولو او سیاسي اعدامونو تورن وي واکمني کوای شي، چې سیمه بیا ناامنه کړي او د تاوتریخوالي زمینه برابره کړي. دا کار که څه هم له یوې خوا د ایران وګړو ته، چې د اخوندانو تر بیرغ لاندې ژوند کوي او د افغانستان په څېر د ایران ګاونډیانو ته بحران زېږی دی؛ خو له بلې خوا د رییسي راتګ کولای شي د ایران په داخلي اړخونو کې د بدلونونو لامل شي او د ایران بهرنی سیاست، چې په سیمه کې د اورپکي پر نوم مشهور دی بدل کړي.