Pakistan-and-Afghanistan

پاکستاني رسنیو ته ولې د افغانستان اوسنی کړکېچ مهم دی؟

نیک محمد ذکی

17 July 2021

دا چې نړۍ پر یوه نړیوال کلي بدله شوې، ګڼ نړیوال سازمانونه پکې د دې لپاره رامنځته شوي تر څو په نړۍ کې پر انساني حقونو، بیان ازادۍ، چاپېریال ساتنې او ګڼو نورو برخو څار وکړي. نړیوال هڅه کوي، چې په دې سره په نړۍ کې په هره برخه کې تېري راکم کړي. هر هېواد اړ دی، چې په ټولو برخو کې یو لړ نړیوالو ټاکل شویو اصولو او مقرراتو ته غاړه کېږدي.

ځينې هېوادونه که څه پر خوله باندې ځان په اړوندو برخو کې ټاکلو مقرراتو ته ژمن ګڼي؛ خو په عمل کې بیا داسې نه وي، چې له دوی څخه یې یوه هم د بیان ازادي ده. که څه هم په ګڼو هېوادونو کې د بیان ازادۍ د ارزښت خبره کېږي؛ خو هومره پام نه ورته کېږي. په ګڼو هېوادونو کې رسنۍ سانسورېږي. موږ به يې ځکه بېلګه پاکستاني رسنۍ راواخلو، چې موضوع د پاکستاني رسنیو اړونده ده.

په وروستیو کې په پاکستان کې خبریالان وځپل شول، چې نړیوال غبرګونونه یې هم راوپارول. د بېلګې په توګه په پاکستان کې د ژورنالیزم په برخه کې نامتو څېرې حامد میر پر پاکستان پوځ نیوکه وکړه، چې د ژورنالستانو په شکنجه کې لاس لري؛ خو د پاکستاني دولت غبرګون د هغه پر وړاندې داسې و، چې تمه نه کېده. د تمې د نه کېدو خبره ځکه کوو، چې حامد میر لسیزې د پاکستاني دولت پر ننګه قلم او د ژورنالیزم ډګر وکاروه؛ خو یوې کوچینۍ خبرې یې ټولې ښېګڼې پر اوبو یووړې او ښاغلی میر سخت وګواښل شو او پر جېو نېوز خصوصي تلویزون د یوې سیاسي خپرونې(کاپیټل ټاک) له کوربه‌توب څخه لرې شو. هغه په پاکستان کې د یوه وهل شوي خبریال اسد علي طور د شکنجې پړه پر (ای ایس ای) ورواچوله. دا په داسې حال کې وو، چې هغه ریکارډونه او شواهد، چې د پاکستان د لویو ښارونو په کېمرو کې ثبت شوي وو ثابته یې کړه، چې ښاغلی اسد علي طور د پاکستان استخباراتي ډلې (ای ایس ای) وهلی او ډبولی او حتا په مرګ یې ګواښلی.

د ۲۰۱۸ میلادي کال په جنوري میاشت کې د نقیب الله مسعود له وژنې سره ګڼ پښتانه راټول شول او د پښتون ژغورنې غورځنګ یې رامنځته کړ. په میلیونونو انسانانو د پاکستاني حکومت پر وړاندې خپل غږ پورته کړ؛ خو یوې پاکستاني رسنۍ یې حتا خبر خپور نه کړ.

له هغه وخته چې له افغانستان څخه د بهرنیو ځواکونو د لېږد لړۍ پیل شوی؛ د ډېرو پاکستاني رسنیو سرخط د افغانستان اوسنی حالت وي. په افغانستان کې د طالبانو په پرمختګونو منظم خبرونه او راپورونه جوړېږي او داسې مستندونه وړاندې کېږي، چې تر ډېره د افغانستان رسنیو هم نه وي خپاره کړي.

 «طالبان کا افغان باب دوستی ګيټ پر کنټرول، افغان پرچم اتاردیا»(جیو نېوز)، «افغانستان میں اربو ډالر خرچ کرني والا بهارت نئی صورتحال سي پریشان»(جېو نېوز) « فغان چیک پوسٹوں سي طالبان کو ۳ ارب پاکستانی روپي مل گئي، افغان خفیہ ایجنسی ان پیسوں کو پاکستان میں حملہ کراني کي لیي دہشتگردوں کو ادائیگی کي لیي استعمال کرتی تھی.» (اردو پواینټ)

پورته لیکل شوي سرخطونه د پاکستان د نامتو او حکومت پلوو رسنیو جېو نېوز او اردو پواینټ دي. لومړی خبر یې په کندهار کې د سپین بولدک ولسوالۍ په اړه خپور کړی. د دوی په وینا طالبانو د سپین بولدک دروزاه نیولې، سره له دې، چې افغان دولت دا خبره رد کړې او ویلي یې دي، چې دروازه د افغان امنیتي ځواکونو په لاس کې ده. دویم خبره هم د یادې رسنۍ ده، چې د سلما بند د څه ویجاړۍ او یاد بند ته د ګواښونو په اړه یې خپور کړی. د دوی موخه دا ده، چې هند په افغانستان کې د خپلې پانګونې په اړه اندېښمن دی. په درېیم خبر کې ویل شوي، چې طالبانو په افغانستان کې هغه پیسې نیولې، چې افغان ملي امنیت پاکستان ته د بریدونو په موخه لېږدولې. دې ته ورته د پاکستان په رسنیو کې ګڼ خبرونه خپاره شوي دي.

 اوس پوښتنه دا ده، چې پاکستاني رسنۍ ولې لېواله دي، چې دومره ډېر خبرونه او تحلیلونه د افغانستان پر حالاتو خپاره کړي؟

‎لومړی؛ دا چې پاکستان پر طالبانو نفوذ لري؛ غواړي له دې لاري ورته کمپاین وکړي. د دوی موخه د طالبانو پیاوړي ښوودل او د هغوی روحیه پیاوړې کول دي. دوی هېڅکله نه غواړي، چې په افغانستان کې داسې یو نظام واکمن وي، چې د دوی د ګټو خلاف وي.

دویم؛ پاکستان غواړي په دې کار سره بیا ځان له ترهګرۍ څخه اندېښمن وښيي. کله چې په کندهار کې د سپین بولدک پر پوله دروازې ته ګواښونه نږدې شول پاکستان اعلان وکړ، چې دوی له افغانستان سره یاده دروازه د هر ډول تګ راتګ او لېږد رالېږد پر مخ بنده کړې. له دې کار څخه یې موخه دا وه، چې وښيي دوی هم له افغان جګړې اغېزمن دي او که طالبان پر کومو سیمو واکمن شي دوی به هغه لارې وتړي. په دې سره پاکستان ځان له هغو تورونو خلاصوي، چې له طالبانو پر ملاتړ او د نړیوالې ترهګرۍ پر ملاتړ پرې لګېدلي دي.

درېیم؛ پاکستان غواړي وښيي، چې د افغانستان سیاسي حالت له نږدې څاري او دوی هېڅ وخت دا نه غواړي، چې په افغان سیاست کې ښکېل نه وي.

څلورم؛ په دې توګه خپل سیال هېواد هند ته هم پیغام ورکوي، چې د دوی متحده ډله په افغانستان کې څومره د پرمختګ په حال کې ده.

پنځم؛ د ځينو نادیرو مستندونو پر مټ افغان چارواکو ته هم پیغام ورکوي، چې پاکستان په افغان سوله کې څومره مهم دی. دوی دا ښيي، چې افغان چارواکي او افغانان باید د پاکستان پر وړاندې له نرم سیاست څخه کار واخلي، ځکه دوی د افغان جګړې په درولو او تودولو کې ډېر مهم دي.

شپږم؛ که په افغانستان کې راتلونکی نظام راځي، سوله یا جوړجاړی کېږي پاکستان یې کرېډيټ اخیستل غواړي. دوی غواړي په افغانستان کې د سولې په صورت کې خپل هغه پلونه پټ کړي، چې کلونه، کلونه یې په دې هېواد کې د جګړې لپاره اخیستي وو.

اوس افغانانو ته څه په کار دي؟

که څه هم په ټولنیزو رسنیو اوسني غبرګونونه، اندېښنې او بیداري ښيي، چې د هېواد ځوان کهول د پخوا په پرتله ډېر هوښیار او ځيرک دی؛ خو بیا هم داسې ډېرې لارې شته، چې د ذهنونو د خرابۍ سبب شي. دا منو، چې پر هر نظام نقد کېدای شي او د نقد وړ وي؛ خو هېڅ افغان ته خپل غرور دا اجازه نه ورکوي، چې خپل شته نظام یې د بهرنیو د دسیسو ښکار شي. ځکه نو باید؛

لومړی؛ افغانې رسنۍ هڅه وکړي، چې پر وخت او پر ځای معلومات خپاره کړي.

دویم؛ په هېواد کې د ننه او بهرمېشتې هېوادوال دې تر هغو قضاوت نه کوي او غبرګون دې نه ښيي، تر څو چې یې دقیق خبر نه وي تر لاسه کړی. ځکه د جګړې په سیمو کې زیاتره شبکې او انټرنیټي خدمتونه کار نه کوي.

درېیم؛ وضعیت ته د اندېښنې تر څنګ هیله‌مندي هم په کار ده. ښايي وروستی کړکېچ د هېواد د جګړې د پای کړکېچ وي. دا چې له جګړې سره د سولې خبرې هم روانې دي، له پاکستانه پرته ګڼو هېوادونو د افغان دولت ننګه کړې هېوادوالو ته د خوښۍ خبرې دي.

څلورم؛ طالبان که په راتلونکي کې رښتیا په افغانستان کې سوله غواړي او غواړي د افغان حکومت یو اړخ شي د نقد وړ دي. ټولې ډلې، حکومتونه، نظامونه او چارواکي نقد کېداي شي؛ نو د رسنیو فعالان باید پر دواړو لوریو نقد وکړي او د هېواد اوسني حالت په ښه کېدو کې پر دواړو خواوو نقد وکړي. له بده مرغه ډېری کسان له طالبانو وېره لري، چې که نقد پرې وکړي ګواښ به ورته پېښ شي.

پنځم؛ د بهرنیو ټولو مخالفینو پر وړاندې یو کېدل په کار دي. هر هېواد که هر څومره داخلي اختلافونه او ناندرۍ لري د نورو پر وړاندې سره یو موټی وي. موږ ته هم په کار دي، چې په دې حساسو شرایطو کې د هر ډول بهرني تېري پر وړاندې یو شو. هغه که د رسنیو په برخه کې وي او که په بله برخه کې.