کرونا-1

په تېرو څلرويشتو ساعتونو کې ٢٨ تنه له کرونا مړه شوي

neshananews

08 August 2021

عامې روغتیا وزارت وايي، په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د کرونا ٢٨ ناروغان له کرونا مړه شوي.

عامې روغتیا وزارت نن یکشنبه (د زمري ١٧مه) اعلان کړی، چې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د هېواد په لابراتوارونو کې د کرونا یو زر ٩٩١ شکمنې پېښې کتل شوې، چې له کتل شویو پېښو څخه یې ٣٢٠ مثبتې دي.

 په یاده موده کې ٥٣٢ تنه له کرونا روغ شوي.

له دې سره په هېواد کې د کرونا د ټولو ثبت شویو پېښو شمېر ١٥٠ زره ٧٧٨ ته رسېدلی. له دې ناروغانو څخه یې ٦ زره ٩٣٦ مړه شوي دي.