پوش کتاب

پښتو ته نوی ژباړل شوی کتاب؛ اسلام او ډيپلوماټيک اصول

neshananews

01 December 2020

ژبپوهان د ژبې د ودې یو لامل دا هم ګڼي، چې په ژبه کې نوې څېړنې وشي. دا څېړنې که د هرې برخې اړوندوې وي؛ خو په کومه ژبه کې، چې یې لیک کېږي هغې ژبې ته ګټورې دي. دا څېړنې که اغېزمنې وي، د نورو ژبو لوستونکي او زده‌کوونکي هم اړتیا ورته لري، ځکه نو ژباړل کېږي. که په یوه ژبه کې د کوم مسلک اړوند ډېرې څېړنې کېږي، ژباړونکي اړ کېږي، چې اړونده ژبه زده کړې او بیا خپلې ژبې ته اثار ترې وژباړي. په دې لیکنه کې مو پښتو ته د یوه نوي ژباړل شوي کتاب «اسلام او ډيپلوماټيک اصول» تر څنګ پر دې هم بحث کړی، چې په پښتو ژبه کې د ژباړې بهېر څنګه او څومره ګټور روان دی؟
«اسلام او ډيپلوماټيک حقوق» هغه کتاب دی، چې اوس تازه پښتو ژبې ته ژباړل شوی دی. یاد کتاب نامتو لیکوال محمدحسین پورامیني لیکلی دی او پښتو ژباړه یې نېک محمد ذکي کړې ده. د ژباړن په وینا په کتاب کې پر ډيپلوماسۍ او ډيپلوماټیکو حقوقو بحث شوی دی. هغه زیاتوي؛ د اسلام په تاریخ کې ګڼ داسې بیعتونه او ژمنې دي، چې له غیرمسلمانو سره شوې دي؛ خو دا ژمنې څنګه وې؟ په اوسنۍ ډيپلوماسۍ کې د هغو چلندونو کوم څرکونه شته؟ دا هغه بحثونه دي، چې پښتو ته په دې ژباړل شوي کتاب کې شوي دي.
د کتاب ژباړن وايي:« ژبه هغه وخت پرمختګ کولای شي، چې زده‌کړیالان، زده‌کوونکي او لوستونکي هغه معلومات پر خپل ژبه ولولي، چې دوی ته اړین دي. دا کتاب، د حقوقو، تاریخ او د اسلامي زده‌کړو زده‌کړیالانو او لوستونکو ته اړین دی. تر څنګ یې پر ډيپلوماسۍ او ډيپلوماټيکو حقونو ګټور بحثونه شوي دي، اړینه وه، چې ژباړل شوی وای. په دې برخه کې په پښتو ژبه کې د څېړنو تر څنګ ژباړې هم ډېرې نشته.».
بل خوا د پښتو ژبې ګڼ لوستونکي دې کتاب ته خوښ دي. د کتاب ژباړن وايي، چې پر ټولنیزو رسنیو د لوستونکو او زده‌کړیالانو له خوا ډېره ورڅخه د کتاب د پلور د ځای پوښتنه کېږي.
د ژباړل شوي کتاب چاپوونکی مرکز هم د دې کتاب له چاپ څخه خورا خوښ برېښي. سوله څېړنیز او خپرندوی مرکز، چې د دې کتاب د چاپ چارې یې تر غاړې وې کتاب داسې راپېژني او په هکله یې وايي:
« که د اسلام دین د ظهور وختونو ته دقیقه ځېرنه وشي، نو د ډیپلوماسۍ او ډیپلوماټیکو حقوقو اړوند به ډېر سنجیده چلندونه او ګامونه په نظر راشي. زموږ خواږه پیغمبر حضرت محمد صلی الله علیه وسلم به نورو واکمنیو ته استازي لېږل، دې استازو ته به یې لیکونه ورکول او په نورو هېوادونو کې به یې مناسبې رویې او له هغوی سره د حق په تړاو د هر اړخیز بیان رویه ورښودله. همدا راز که د حبشې له پاچا نجاشي سره د پیغمبر ص چلند او هلته یې د استازو لېږل وسنجوو، یا راوروسته د اسلام د څلورو خلفاو دورو ته پام وکړو او له نورو سره یې د اړیکو پر طرز غور وکړو، نو قناعت به مو حاصل شي، چې اسلام په ډیپلوماټیک لحاظ څومره حقوق وضع کړي دي او ستر لارښود پیغمبر ص په دې اړه څومره اوچته رویه کوله.
دا کتاب په ټوله کې ډیپلوماټیک حقوق راته توضیح کوي او له اسلام سره یې په تړاو راته غږېږي. اسلام د ډیپلوماټیکو حقوقو اړوند څومره موارد لري؟ په ابتدا کې یې ډیپلوماټیک حرکتونه او ډیپلوماټیکو حقوقو ته پام څه وړ و؟ پخپله ډیپلوماسي، ډیپلوماټ او ډیپلوماټیک حقوق وایي څه ته؟ دا او دې ته ورته نورې جالبې پوښتنې راته دا کتاب په ډېره ښه بڼه ځوابوي.
کتاب د مشهور لیکوال «محمد حسین پور امیني» لیکلی اثر دی او تکړه ژباړن «نېک محمد ذکي» یې دا راپښتو کولو خواري وکړه.».

په پښتو ژبه کې د ژباړې بهېر
که ووایو، چې ژباړې د پښتو ژبې په لوست کې ساه ګړندۍ کړه دا به زیاتی نه وي. په وروستیو څو کلونو کې پښتو ژبې ته د ادبیاتو، طب، ارواپوهنې، حقوقو، اقتصاد او نورو په برخه کې ګڼ کتابونه راوژباړل شول. له دې کتابونو سره زیات شمېر زده‌کړیالان او لوستونکي د لوست په برخه کې له ستونزو خلاص شوي، ځکه دوی تر دې مخکې پر نورو ژبو ژباړل شوي موضوعات لټول، دا کار یې هغو ته ډېر ستونزمن و، چې له لیک شویو ژبو سره یې یا ستونزه لرله او یا هم نه پرې پوهېدل.
له ژباړو سره د پښتو ژبیو څېړونکو لپاره د نویو سوژو راپښتو کول؛ هغه لوستونکي، چې له نورو ژبو سره نه دي بلد د هغوی لپاره د ډېر لوست زمینه برابرول؛ بهرنیو سوژو، څېړنو، ادبیاتو او نورو برخو ته اسانه لاسرسی؛ پر پښتو ژبې د مطالعې پراخوالی او د پښتو ژبیو زده‌کړیالانو د معلوماتو په پراخوالي کې اساني، هغه ګټې دي، چې پښتو ژبې ته رسېدلې دي.
اوس ځینې پښتو ژبي څېړونکو او ژباړونکي وايي، پښتو ژبه که یو څو کاله نور په ژباړه کې روان مزل پر همدې حال وساتي؛ نو په پرمختللیو ژبو کې به ډېر داسې وختني اثار پاتې نه وي، چې پښتو ته به نه وي ژباړل شوي.