begging-880x550

په کابل کې د سوالګرۍ فرهنګ او عامې لارې یې

neshananews

16 May 2020

په وروستیو څو کلونو کې سوالګري په کابل کې د پیسو د لاسته راوړلو په موخه په یوه کسب بدله شوې ده. په عامه اصطلاح کې سوالګري د اړمنۍ او بېوزلۍ له امله د مرستې غوښتو په معنا ده؛ خو رښتیا داسې ده، چې سوالګري تر بېوزلي دوه درې ګامه مخکې تللې. په کابل کې د سوالګرو د ټولنې کارونه له شرمه ډک دي؛ خو دې کار ښايي ځینو ته تلپاتی کسب او پیسې ورګټلې وي.

د  فقر او بېوزلۍ په هکله زیاتو لیکوالان نظرونه ورکړي دي؛ خو د لومړي ځل لپاره په ۱۹۵۹کال کې امریکايي لیکوال اسکار لوییس په خپل کتاب «پنځه کورنۍ» کې، چې په مکسیکو هېواد کې چاپ شو د بېوزلي یا فقر پر وړاندې نظر ورکړ. تر هغه وروسته د بېوزلۍ دود د نورو لیکوالانو په لیکنو کې ښکاره شو. د مایکل هرینګټون پر نوم یوه بل لیکوال د «یوه بله امریکا» په کتاب کې هم دا مفهوم شاربلی دی. په دې کتاب کې له بېوزلي سره د مبارزې ډېرې اغېزمنې لارې بیان شوې دي.

 په دې لیکنه کې په کابل کې د سوالګرۍ پر فرهنګ بحث شوی دی، چې په ټوله کې د سوالګرۍ له دود سره اړیکه لري. که څه هم سوالګري د بېوزلۍ تر ټولو پاتې لاره ده؛ خو پوښتنه دا ده، چې ولې دا دود دومره عام شوی دی. سکار لوییس له فقر سره د مبارزې پر نوم یوه مقاله کې شپږ لاملونه بیان کړي، چې په یوه ټولنه کې د سوالګرۍ دود ته لاره هواروي.

  1. پر نغدي راکړه ورکړه ولاړ اقتصاد؛ یعنې د لاس روزګار په بدل کې کار او د ګټې لپاه تولید.
  2. د کار نشتوالی یا هغو کسانو ته د کار نشتون، چې ځانګړې حرفوي او کاري تجربه نه لري.
  3. د لاس مزدوري په بدل کې کمې پیسې ورکول.
  4. هغو کسانو ته د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي مرستندویو بنسټونو نشتون، چې په چارو کې د ستونزو د حل لپاره یې ګټه لږه وي.
  5. د یو اړخیزې اړيکې پر ځای دوه پوړونه
  6. د ټولنې په واکمن پوړ کې دا فکر، چې ګوندې د بېوزلانو اقتصادي اړتیاوې او ستونزې د هغوی په شخصي وړتیا پورې تړلې دي.

د ګټې کموالی، د پرلپسې کار نشتون، د نالوستیتوب ټيټه کچه؛ د اړمنو لپاره د ټولنیزو، سیاسي او اقتصادي سازمانونو نشتون په کابل کې د سوالګرو ډلو د جوړېدو لاملونه دي. بل خوا له نورو ولایتونو څخه کابل ته د ناامنۍ له امله مهاجرت یو بل لامل دی، چې په ښار کې د سوالګرو صفونه اوږده کړي.

په هېواد کې د سوالګرۍ یو بل لوی لامل د جګړې د قربانیانو کورنۍ دي. په هېواد کې په عادي ډول هره کورنۍ اووه یا اته غړي لري؛ دلته ډېرې مېرمنې او خاوندان په پنځو یا څلورو اولادونو قناعت نه کوي. دا په داسې حال کې ده، چې په کورنیو کې د مېندو د ګټې سلنه صفر ده او پلار هم چندان ګټه نه لري. ډېری هغه مېرمنې، چې په کابل کې سوالګرې دي د خاوند مړینه یا د اولادونو یتیمېدل د دې کار لامل ګڼي. بېوزلي په نړۍ کې یوه ټولیزه پدیده ده؛ خو د سوالګرۍ فاجعه بیا هغه وخت پېښېږي، چې بېوزلي د ټولنې په فرهنګ بدله شي. دا کړنه بیا نورو، نورو نسلونو ته پاتې کېږي او په یوه ناوړه دود بدلېږي.

څو کاله مخکې مې د ګام پر نوم له موسسې سره کار کاوه. دې موسسې د واټونو د ماشومانو لپاره کار کاوه. یوه ځوانه نجلۍ وه له سهاره تر ماښامه به یې خیرات غوښت. زموږ همکارانو د دې نجلۍ له کورنۍ سره خبرې وکړي. تر هغه وروسته یې د جینۍ کورنۍ ته میاشتنی معاش وټاکه او د هغې له کورنۍ څخه یې هم وغوښتل، چې دا جینۍ د سوالګرۍ پر ځای ښوونځي ته ولېږي. زما په اند هغې جینۍ ته دا مرسته بس وه؛ خو دوه اوونۍ لا تېرې نه وې، چې جینۍ بېرته پر پخواني ځای ناسته وه او سوال یې کاوه. هغې جینۍ ټینګار کاوه، چې په سوالګري کې تر هغو ډېرې پیسې ګټې، څومره، چې دا موسسه ورکوي:« دا زموږ رښتینی ژوند دی. څه له دولت څخه پیسې اخیستی، څه د دولت له کارکوونکو څخه.» نو له دې څخه ښکاري، چې ځينو کورنیو سوالګري د یوه کسب په توګه منلې ده او له هغې څخه د وتو فکر نه کوي. دوی اوس له دې کار څخه د لاس پر سر کېدو پر ځای په دې فکر کې دي، چې په دې برخه کې به کومه لاره اغېزمنه وي. سوالګر اوس زیات هغه واټونه ځانونو ته ګوري، چې ډېرې پیسې پکې تر لاسه کړي.

د کابل سوالګر له ظاهري اړخه بېلابېلې بڼې لري. ځينې یې له تورو مخونو او څېرو سره درې وخته د نانوايي مخته ولاړ وي او سترګې یې ډوډۍ ته وي. ځينې یې بیا مېرمنې دي، چې د زیاتو یې چادریانې پر سر وي. مخې ته یې یو ماشوم پروت وي دا مهمه نه ده، چې باران وي یا ګرمي وي. د ماشوم غږ په یوه وخت کې هم نه اورېدل کېږي. دا مېرمنې یوازې دومره ښکاري، چې سوالګرې دي نور پرې سړی نه پوهېږي.

بله ډله یې ماشومان دي. زه پخپله له داسې شاوخوا لسو ماشومانو سره مخ شوی یم، چې د خلکو د پام رااړولو لپاره یې لسګونه لارې چارې زده وي. دا، چې دوی دا لارې چارې چېرته او څنګه زده کوي دا بېل بحث دی. یوه بله ډله یې هغه کسان دي، چې په کابل کې د قرانکریم د ختم او جوماتونو د جوړولو پر نوم پیسې راټولوي که څه هم دا ډله یې کم دي؛ خو د کابل په سوالګرو کې شمېرل کېږي.

زه په ډاډ سره ویلای شم، چې کابل ښار هم د وږیو او هم د دنګو ماڼيو ښار دی. لکه څنګه، چې ښاغلي اسکار اشاره ورته کړې شتمن خلک په ورته حالت کې لوی لاس لري؛ خو د سوالګرۍ لویه فاجعه دا ده، چې زیات سوالګر پکې له دې حالت څخه د وتو فکر نه کوي. هغه ماشومان، چې په دې کورنیو کې لویېږي هم په دې فکر باندې لویېږي، چې خدای ځینو خلکو ته موټرې ورکړې او او نور یې غریب پیدا کړي دي. د دوی ذهن دوی ته له غریبۍ د وتلو اجازه نه ورکوي او تر پایه همداسې پاتې کېږي.