8658

پښتنې درانۍ په څلورو ولایتونو کې ۷زره نجونو ته د برېښنايي زده‌کړو زمینه برابره کړې

د افغانستان په مذهبي، سنتي او سړيپاله ټولنه کې د تعليم نشتولای، دودیز خنډونه او عقيدتي ليدلوری هغه لاملونه دي، چې ښځو ته د کار، زده کړو او نورو ټولنیزو چارو اجازه نه ورکوي. ډېری هغه مېرمنې چې په کليو او بانډو کې ژوند کوي د تعليم نه لرې پاتې دي. په افغانستان د ښځو پر وړاندې لویه ستونزه تر تاریخ د تېرو او غیر اسلامي رواجونو تعقیبول دي کوم چې زموږ له کلتور او مذهب سره هیڅ تړاو نه لري. د بېلګې په توګه زموږ په ټولنه کې له لسيزو راهیسې خلک په دې اند دي، چې نارینه تر ښځې لوړ دی، دغه ډول ستونزې د افغانستان د ښځينه پوړ ژوندچارې له ستونزو سره مخ کړې دي.

په افغانستان کې د نړيوالو مرستندويو موسسو له شل کلنو هڅو یوه دا هم وه، چې په افغانستان کې د ښځو له حقونو څخه دفاع وکړي؛ خو بيا هم دغه هڅې تر ډېره تر ښارونو محدودې شوې دي او یوازې په ښارونو کې يې یو څه رنګ راوړی.

پښتنه درانۍ چې د کندهار ولايت یوه فعاله ده، په جنوبي حوزه کې یې د نجونو د پوهې لوړولو لپاره هڅې پيل کړي دي.

پښتنه اوس په کندهار کې د (Learn organization) پر نوم د يوې سیمه‌ييزې موسسې مسووله ده، چې له تېرو دريو کلنو راهيسې د نجونو د زده‌کړو په برخه کې کار کوي. د پښتنې په خبره تر دې دمه يې ۷۰۰۰ انجونې په دغه برخه پروسه کې شاملې کړي دي تر څو زده کړه وکړي. نوموړې د خپلو کړنو په هکله نشانه خبري اژانس ته ویلي، دا او همکاران یې ښځو ته په دوو برخو کې کار کوي، چې يوه يې روغتيايي او بله يې د زده‌کړو برخه ده. هغه وايي:

« زموږ پروګرام (Learn organization) ښځو ته په دوو برخو کې کار کوي، یوه یې روغتیايي برخه ده چې له ښځو سره د زېږون، او نورو ناروغيو پر مهال مرسته کوي؛ تر څو په وړيا شکل يې درملنه وشي، او بله برخه چې د تعلیم او زده کړو ده، په دې برخه کې هم له نجونو سره مرسته کوو، چې په لرې پرتو سیمو کې نجونې زده کړو ته وهڅوو او په منظم ډول ورته د زدکړو زمينه برابره کړو.»

درانۍ وايي د دوی خدمتونه اوس مهال د جنوبي حوزې لپاره دي او موخه یې دا ده، چې په دې حوزه کې د نجونو د زده کړې کچه لوړه کړي. هغه په دې هکله وايي:

« زموږ هدف اوس مهال په جنوبي حوزه (کندهار، ارزګان، هلمند او زابل) کې د هغو نجونو لاسنیوی دی چې په لرې پرتو سیمو کې دي او زده کړو ته لاسرسی نه لري. زموږ د زده کړو ډول برېښنايي دی، د يوه (پروجیکټور) له لارې نجونو ته زده کړې ورکوو، چې نه انټرنيټ او نه هم برېښنا ته اړتيا لري.»

پښتنې نشانه خبري اژانس ته د هغې د دې کار د پیل د لامل په هکله د يوې پوښتنې په ځواب کې له بېلګې سره وویل وویل، چې په ځينو سیمو کې ښوونځی شته؛ خو هېڅوک پکې زده‌کړو ته زړه نه ښه کوي، ځکه هلته د زده‌کړو لومړني موادو  لا نشته. د پښتنې په خبره:

«  د کندهار په معروف ولسوالۍ کې ۳۴ ښوونځی دي؛ خو تشې ودانۍ یې ولاړې دي، ځکه چې هلته نه نجونې او نه هم هلکان کولای شي، چې زده‌کړې وکړي؛ نو موږ دا پرېکړه وکړه یوه داسې لاره پيدا کړو، چې دا نجونې بېرته خپلو  زده کړو ته مخه کړي. په دې برخه کې برېښنايي زده کړې خورا اغېزمنې دي. يو پروجیکټور، يوه لمريزه هنداره او يو درسي ټابليټ پکې په کار دي.»

درانۍ نشانه خبري اژانس ته وویل د ناوړه دودونه او جګړه هغه څه دي چې هغې ته یې په خپلو دې د خیر کړنو کې هم ستونزې جوړې کړې دي. نوموړې زیاتوي:

« زموږ د کار پر وړاندې خنډونه او ستونزې کلتوري محديتونه او په سيمه کې د طالبانو او حکومتي چارواکو ترمنځ جنګ دي. زياتره نجونې نه پرېښودل کېږي چې تر ۶ يا هم ۷ ټولګیو پورته زده‌کړې وکړي.»

د پښتنې په خبره د دوی دغه کار به تر هغه وخت جريان ولري چې جنګ، او کلتوري محديتونه له منځه نه وي تللي. د هغې په خبره تر اوسه یې ۷۰۰۰ نجونو ته د برېښنايي زده کړې زمينه برابره کړې ده:

« زموږ دغه سیمه‌يیزې هڅې به تر هغو روانې وي، چې زموږ په وطن کې جنګ جګړې او هغه بېځایه دودونه، چې  پر مټ یې جینۍ بايد ښونځي ته ولاړه نه شي نه وي ختم شوي. موږ به خپله مبارزه پر مخ بيايو، تر دې دمه ۷۰۰۰ نجونې زموږ له خدمتونو برخمنې شوې دي. کوښښ کوو چې نورو نجونو ته هم د برېښنايي زده کړو زمینه برابره کړو.»

پښتنه درانۍ د نشانه خبري اژانش له لارې پر ټولو کورنيو غږ کوي، چې خپلې لوڼې د زده کړو په موخه ښوونځي ته ولېږي، تر څو روښانه راتلونکی ولري.