مکتب-ها-800x550

ښوونې وزارت: له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي به په مسجدونو کې زده کړې کوي

neshananews

06 December 2020

د ښوونې وزارت له تازه اعلان سره ټاکل شوې، چې له لومړي تر درېیم ټولګي زده کوونکي په مسجدونو کې زده کړې وکړي.

یاد وزارت تېره شپه (شنبه، د لیندۍ ۱۵) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې له دې سره به د ټیټو ټولګیو زده کوونکي په بشپړه توګه په اسلامي روحیه وروزل شي.

ښوونې وزارت دا تګلاره په ښوونیز سیستم کې یوه بدلون راوستونکې او مهمه کړنلاره بللې. ښوونې وزارت وایي، چې دا کړنلاره به ګام پر ګام پلې شي.

د دې کړنلارې له مخې به په ښوونې وزارت کې د اسلامي زده کړو معینیت د ریاست چوکاټ ته لوړېږي او ټول ښوونیز بنسټونه لکه؛ مدرسې او دارالحفاظونه به یې تر چوکاټ لاندې وي.

ښوونې وزارت وایي، چې دا بدلون د هېواد په ښوونه او روزنه کې د اسلامي زده کړو د پیاوړتیا په پار راوستل کېږي.

دا په داسې حال کې ده، چې په وروستیو کې د ښوونې وزارت سرپرستې وزیرې د اسلامي تعلیماتو معینیت د یاد وزارت له چوکاټ څخه لغوه کړی دی. دې کار د ګڼو دیني عالمانو غبرګونونه راپارولي.