کندهار کې په ۲۴ ساعته کې یو ملکي وګړی وژل شوی او دوولس کسان ټپيان شوي
روغتيايي چارواکي وايي، په په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کندهار کې ۱۲ کسان ټپيان شوي او يو وژل شوی دی.
د کندهار د ميرويس حوزوي روغتون مشر ډاکټر داود فرهاد نن يکشنبه (د زمري ۱۸مه) نشانه خبري اژانس ته ویلي، د دوی روغتون په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۱۲ ټپیان او ۱ جسد وروړل شوی.
د فرهاد په خبره ټپیان ټول ملکي کسان دي، چې د کندهار ښار په بېلابیلو برخو کې ټپیان شوي دي.
فرهاد زياتوي په ټپيانو کې ښځې او ماشومان شامل دي.
تر اوسه معلومه نه ده، چې دې کسانو ته له کومې خوا مرګژوبله اوښتې ده.