04583098509384590پ

کونړ کې د امنیتي ځواکونو ‌پر ملاتړ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې

neshananews

11 July 2021

په کونړ کې د امنیتي ځواکونو ‌پر ملاتړ د کرکټ پیل شوې سیالۍ پای ته ورسېدې. یادې سیالۍ چې د امنیتي ځواکونو د هڅونې او ملاتړ په پار د کونړ ولایت په نرنګ ولسوالۍ کې جوړې شوې وې،د کونړ مرکز اسعد اباد په ګډون د اتو ولسوالیو ۲۲ لوبډلو برخه پکې اخیستې وه، چې پایلوبه یې تېره ورځ د (چنګاښ پر ۱۹مه) د سرکاڼو ټایګر او ګنجګل لوبډلو ترمنځ تر سره شوه، چې د ګنجګل اتحاد لوبډلې پکې د ښې لوبې او کارګردګۍ له امله د یادو سیالیو اتلولي خپله کړه.

د کرکټ د پای لوبې په دغه مراسمو کې د سرکاڼو ولسوال سید زیور شاه سادات د ځوانانو له ملي احساس څخه د مننې تر څنګ په یاده ولسوالۍ کې د ځوانانو لپاره د سپورتي، ښوونیز، روغتیایي او نورو برخو کې د اسانتیاوو رامنځ ته کولو ډاډ او هیله څرګنده کړه.

هېره دې نه وي، چې د پایلوبې په مراسمو کې د ولس او خاورې د لا ښه امنیت د تامین په پار امنیتي ځواکونه هم تقدیر او وستایل شول.