WhatsApp Image 2020-03-22 at 3.10.58 PM

زهرا حسیني، د بیکونو جوړولو د یوه کارځای مسووله

neshananews

22 March 2020

«سوداګري جنسیت نه پېژني؛ د یوه کار د پیل لپاره یوازې ښه نظریه او پر کار ټینګار په کار دی.»

دا خبره په سرپل کې د بیک ګنډلو د یوه ښوونیز او تولیدي کارځای د مسوولې زهرا حسیني ده. شپږ کاله کېږي، چې نوموړې د UONPS په مرسته او تر هغې وروسته پر خپل شخصي لګښت د دې کارځای چارې پر مخ وړي.

حسیني وايي، چې په دې کارځای کې یې ۲۲ نورو مېرمنو ته هم د کار زمینه برابره کړې ده.

د هغې په اند د ښځو د مدیریت او کار په هکله د خلکو بې باوري د ښځو کارونه له ستونزو سره مخ کړي؛ خو په دې سربېره بیا هم هغه او همکارانې یې په ښه توګه کار کوي او کار یې د خلکو له هرکلي سره مخ دی. نوموړې وايي:
«زموږ د کارځای خام توکي له چین او کابل څخه راوړل کېږي؛ خو اوس د پولو بندښت دا لړۍ له خنډ سره مخ کړې ده. له پاکستان او چین څخه، چې په دې برخه کې هر ډول تولیدات راځي زموږ د کارځای تر هغو یې کیفیت کم وي.»

دا چې له پایتخت نه لري څنګه د یوه داسې کارځای کارونه پر مخ ځي په دې حسیني وايي:
«موږ، چې لومړی کار پیل کړ، په ټولنه کې ښځو ته دا اجازه نه وه، چې په دولتي ادارو کې کار وکړي؛ ما هم له یوه شخصي بانک څخه پور پیسې واخیستې او کار مې له خپلې سیمې پیل کړ، تر څو زموږ د سیمې مېرمنې هم په کار بوختې شي.»

اغلې حسیني وايي، چې له مېرمنو څخه د کورنیو ملاتړ د دوی په بریالیتوب او لاسته راړونو کې ډېر اغېزمن دی. نوموړې د دې کارځای تر څنګ په یوه وړکتون کې ښوونکې ده. د حسیني په وینا د مېرمنو مالي خپلواکي یو بنسټیز اصل دی. د حسیني کارځای که څه هم له ډېرو امنیتي ستونزو او نورو پېچلتیاوو سره همغاړی دی؛ خو بیا هم په سرپل کې بهرني بنسټونه، دیني مدرسې، ښوونځي او نورې دولتي ادارې دوی ته د بیک جوړولو ځانګړي فرمایشونه ورکوي.

اغلې حسیني په دې هیله ده، چې خدمتونه یې ټولو هېوادوالو ته ورسېږي.