خشونت-علیه-زنان-780x405

په بدخشان ولایت کې له ښځو سره تاوتریخوالی مخ پر زیاتېدو دی

neshananews

01 January 2020

د بدخشان ولایت د ښځو چارو په ریاست کې ثبت شوي شکایتونه ښیي، چې په دې ولایت کې له ښځو سره تاوتریخوالی په زیاتېدو دی.
د دې ریاست مسوولین وایي، چې تېر کال ۱۴۴؛ خو په وروستیو نهو میاشتو کې ۱۶۰ شکایتونه ثبت شوي دي.
د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریسې الینا غیاثي نشانه نېوز ته وویل:

«سږ کال ځکه ډېر شکایتونه ثبت شوي، چې ښځې د عامه پوهاوي پر مټ له خپلو حقونو خبرې شوې او د تاوتریخوالي په وړاندې یې دولت ته مراجعه کړې.»
اغلې غیاثي وایي، چې که څه هم د پخوا په پرتله اوس عامه پوهاوی زیات شوی دی؛ خو په لرې پرتو سیمو کې لا اوس هم ښځې د یو لړ ستونزو او فرهنګي محدودیتونو له امله نه شي کوای چې خپلې ستونزې ثبت کړي.
د بدخشان د ښځو چارو ریاست د وهلو، طلاق، ځانوژنې، تېښتې،
نفقې د نشتون او له میراث څخه د بې برخه کېدو قضیې ثبت کړې.
د بشري حقونو د ولایتي دفتر مرستیاله عارفه نوید وایي، چې په بدخشان ولایت کې د ښځو دومره ډېرو شکایتونو ثبت د اندېښنې وړ دی. اغلې نوید زیاتوي، چې په تېر ټول کال کې د دوی دفتر له ولایتونو څخه ۶۳ شکایتونه ثبت کړي؛ خو اوس چې لا کال هم ختم نه دی، له ښځو سره د تاوتریخوالي ۷۴ شکایتونه ثبت شوي دي.
د بدخشان ولایت د ښځو چارو ریاست مسوولین د ښځو له حقونو څخه د دوی د خبراوي په پار هر هڅو ډاډ ورکوي.

د بدخشان ولایت د بشري حقونو د خپلواک کمېسیون د ریس په وینا تر اوسه له دوی سره ۱۶۳ داسې قضیې ثبت شوې، چې مېرمنو د ځانوژنې پرېکړه کړې وه؛ خو تر اوسه د کوم بنسټ له لورې د دې ستونزې د زیاتوالي پر وړاندې ګامونه نه دي اخیستل شوي.
په بدخشان ولایت کې د ځوانانو یوه فعاله اصفه کریمي وایي:
«د دولتي بنسټونو په مرسته عامې پوهاوي ډېرې مېرمنې له خپلو حقونو خبرې کړې او د دوی په ژوند کې یې ښه والی راوستی.»
هغه زیاتوي، چې دا پوهاوی په ښارونو کې تر سره شوی؛ خو د لرې پرتو سیمو مېرمنې اوس هم له دې ستونزې سره مخ دي. له دوی سره تاوتریخوالی، زورزیاتی او داسې نور د دې سبب شوي، چې دوی ته ستونزې جوړې کړي.
د دې ولایت د ښځو چارو د ریاست مسوولین وایي، چې د ښځو د ستونزو په حلولو او د دوی په پوهاوي کې له هرې اغېزمنې لارې کار اخلي. همدارنګه دوی وایي، چې د ښځو له حقونو د دفاع په برخه کې خپلې هڅې نه سپموي.