کودک-880x550

په افغانستان کې د واټونو ماشومان او د هغوی د ملاتړو بنسټونه ناکاري

neshananews

02 June 2020

په افغانستان کې د سیاسي وضیعت تر برابرېدو او تر انتقالي دولت وروسته نړیوالو بنسټونو له ګڼو داخلي بنسټونو سره مرستې وکړې، له هغوی څخه یې د واټونو ماشومانو د حقونو ملاتړي بنسټونه هم دي. دوی ته ځانګړې پروژې تر ډېره تلپاتې او له اقتصادي اړخه ګټورې وې.

په دې برخه کې میلیونونه ډالر ولګېدل، بېلابېل دفترونه په دې موخه پرانیستل شول، چې د واټونو ماشومان د ټولنې ځپلی پوړ دی او باید ملاتړ یې وشي. د ۱۹۸۹د ماشومانو کنوانسیون د مصوبې له مخې تر ۱۶ کلونو کم عمره کسان ټول ماشومان دي او دولت اړ دی، چې د ښوونیزو خدمتونو تر څنګ د هغوی د نورو  اړتیاوو د پوره کولو په پار له هغوی سره مرستې وکړي. افغانستان یو له هغو هېوادونو څخه دی، چې ګڼ ماشومان پکې بې ښوونې او روزنې ژوند کوي. له ماشومانو څخه د ملاتړ نړیوال صندوق(یونسیف) په ۲۰۱۹کال کې اعلان وکړ، چې په افغانستان کې دوه میلیونه ماشومان خوارځواکي دي او ۴۰سلنه روغتیايي خدمتونو ته لاسرسی نه لري.

په جګړه کې د ښکېلو هېوادونو  ګڼې کورنۍ بې سرپرسته شوې دي او د کور ګټندوی یې ماشومان وي. که څه هم د واټونو ماشومان په ټوله نړۍ کې شته؛ خو په درېیمه درجه هېوادونو په ځانګړې توګه په افغانستان کې د واټونو د ماشومانو شتون تر بل هر هېواد ډېر دی، ځکه په افغانستان کې د واټونو ماشومان یواځې ساده کارکوونکي نه دي بلکې د نشه‌يي لېږدوونکي، د مافیا همکاران او د تبلیغاتې شرکتونو د کار وسیلې دي. تر څنګ یې جېب وهنه، عقده، روږدیوالی او غلا هغه څه دي، چې له واټونو یې زده کوي.

د هرې ټولنې فرهنګي شرایط پر ماشومانو بېلابېلې اغېزې لري د بېلګي په توګه په استانبول کې پر واټونو کارکوونکي ماشومان پر یوه انساني کار بوخت وي؛ په تهران کې ګلونه پلوري او یا هم ګیتار غږوي؛ خو په کابل کې یا روږدي شي او یا هم د یوې خطرناکې ډلې غړي شي. د کار او ټولنیزو چارو په وزارت کې شاوخوا شپېته موسسې د واټونو له ماشومان د ملاتړ، د هغوی د ښوونې او روزنې او له هغوی څخه د لنډمهالي مالي ملاتړ په موخه ثبت شوې دي.

همدارنګه په کابل او نورو ولایتونو کې بې سرپرسته ماشومانو د اوسېدو ځایونه او بودیجه ځانګړې شوې ده او بهرني بنسټونه یې ملاتړ کوي؛ خو تر اوسه په افغانستان کې د ماشومانو لپاره ډېرې راتلونکې پیسې د خصوصي موسسو له لوري لګول شوې دي.

د دې ټولو پیسو له لګښت سره په هېواد کې د واټونو د ماشومانو حالت ښه شوی نه دی، بلکې تر پخوا بتر شوی دی. له دې بنسټونو سره په تېرو کلونو کې نه یواځې دا، چې د واټونو د ماشومانو شمېر نه دی راکم شوی، بلکې د دوی په شمېر کې د پام وړ زیاتوالی راغلی دی. تر څنګ یې د واټونو له ماشومانو څخه په سوداګریزه برخه کې ګټه اخیستنه هم د پټېدو نه ده. په هېواد کې د دې ماشومانو د ملاتړ بنسټونو کار تر خپل مطلبه دی، یعنې دوی درې څلور کاله د یوه ماشوم ملاتړ کوي؛ خو یو ماشوم په دوه درې کاله کې ځوانۍ ته نه رسېږي. د پروژې تر ختم وروسته دوی بیا پر ماشوم حال نه نیسي، چې حالت یې څنګه دی. د دې لامل دا دی، چې ماشومان د پروژو تر خلاصون او د دې ملاتړ تر پای ته رسېدو وروسته بېرته خپل پخواني کار ته ورګرځي.

دې بنسټونو د ماشومانو د کورنیو پر وړاندې تر بلې هرې زیاتې وسیلې له پیسو زیات کار اخیستی دی، تر څو د ماشومانو کورنۍ پرې رضا کړي او د دې ماشومانو کورنۍ هم په ډېر ټيټ فرهنګي پوړ کې دي. د دوی په فکر کې یې د خپلو اولادونو د سبا د روښانولو فکر نشته، د دوی دې کار د پروژه نیونکو کار ډېر اسانه کړی تر څو ژر خپلې موخې ته ورسېږي. د  افغانستان دولت هم په دې برخه کې کومې پروژې کار نه ارزوي. دولت ته ځواب نه ورکول د دې بنسټونو د بېکارۍ یو بل لامل دی. دا بنسټونه یواځې ملاتړکوونکو ته ځواب ویونکې دي، چې ملاتړکوونکو ته ځواب ویل او هغوی ته مواد برابرول سخت کار نه دی. همدارنګه د یوې سمې تګلارې نشتون یو بل لامل دی، چې د دې بنسټونه بېکاري په ګوته کوي. په تېرو دوو لسیزو کې یوازې د بشري حقونو د نړیوال دفتر له لوري یوه څېړنه او خبري راپور د افغانستان د ماشومانو اړوند خپور شوی دی نور د دوی د وضیعت د ښه کېدو په موخه هېڅ کار نه دی شوی. دې ټولو ته په کتو سخته ده، چې یوازې ملاتړ کوونکي د واټونو د ماشومانو ماته کښتۍ تر ساحله ورسوي.

په دې برخه کې یو بل د حیرانتیا وړ شی له ماشومانو د ملاتړ قانون دی، چې پر ۱۳۹۷/۱۲/۱۴نېټه تصویب او توشیح شوی دی؛ خو د هېواد په هېڅ یوه برخه کې نه دی پلي شوی. حتا د هېواد لس سلنه اوسېدونکي یې په هکله خبر لا نه دي. د دې قانون د ۴۸مادې پر بنسټ دا د کار او ټولنیزو چارو وزارت دنده ده، چې د مالیې وزارت، ګټې رسونې صندوق او مرستندویو بنسټونو پر ملاتړ له  معلولو، بېوسه او زیانمن شویو ماشومانو سره مرسته او د هغوی ملاتړ وکړي.

دا چې ولې تر اوسه پورې دا قانون نه دی پلي شوی بېل بحث دی؛ خو په دې برخه کې د عامه پوهاوي نشتون د دې ښکارندويي کوي، چې دولت د واټونو د ماشومانو حقونو ته پاملرنه نه کوي.