امام علی رحمان

د بدخشان پر پوله پرتو ولسوالیو اوسېدونکو د تاجکستان له ولسمشر څخه د مرستو غوښتنه کړې

neshananews

20 August 2020

په داسې حال کې، چې امام علی رحمان امو سیند ته څېرمه سیمو ته د ځینو پروژو د عملي کولو او لیدنې لپاره راغلی و، د تاجکستان د سرحدي سیمو اوسېدونکو له نوموي مرسته غوښتې. دوی په لوړ اواز او لاوډسپیکرونو کې د امو سیند له یوه بل اړخه خبرې کړې دي.
د بدخشان اوسېدونکي تېره ورځ (چهارشنبه، زمری، ۲۹) د امو سیند غاړې ته د امام علي رحمان ښه راغلاست ته راغلي وو. دوی امام علي رحمان ته (د نړۍ د تاجکو رهبر) خطاب کاوه او له هغه څخه یې د برېښنا، پخو سرکونه او د څښاک اوبو د خدمتونو غوښتنه کوله.
د سیمې اوسېدونکي وایي د تاجکستان ولسمشر د دوی غوښتنو ته مثبت ځواب ورکړی او له دوی سره یې د مرستې ژمنه کړې. ښاغلي رحمان ژمنه کړې، چې هره پراختیایي پروژه په سیمه کې پلې کېږي د بدخشان پر پوله پراته وګړي به ترې برخمن شي. هغه د سیمې اوسېدونکو ته ویلي، چې خپلې ستونزې دې د افغان دولت له لارې له دوی سره شریکې کړي.
بدخشان له تاجکستان هېواد سره پراخه پوله لري، چې د سخت جغرافیوي موقعیت له امله ورته د دولت لاسرسی هم کم دی. د سیمې خلک که څه هم د خوړو او یو څه نورې اړتیاوې د بدخشان له بازارونو پوره کوي؛ خو لا هم له ګڼو اسانتیاوو بې برخې دي. په وروستیو کې د طالبانو له لوري جګړو او د مایمي ولسوالۍ ناامني دې ته زمینه برابره کړه، چې تاجکستان له افغانستان سره خپلې پولې وتړي.