خلیلزاد-620x387

خلیلزاد د افغان سولې اړوند د تاجکستان له ولسمشر سره لیدلي

neshananews

05 May 2021

په افغان سوله کې د امریکا ځانګړي استازي زلمي خلیلزاد د افغان سولې اړوند د تاجکستان له ولسمشر سره لیدلي.
په تاجکستان کې د امریکا سفارت پرون (سه شنبه، د غویي څوارلسمه) اعلان کړی، چې لیدنه د تاجکستان په پلازمېنه دوشنبې کې شوې. په دې ناسته کې پر افغان سولې او د سیمه ییزې اجماع پر پیاوړتیا خبرې شوې.
په تاجکستان کې د امریکا له سفارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې دوشنبې به د افغان سولې په مسله کې خپلې هڅې نه سپموي.
بل خوا خلیلزاد هم د سیمه ییزې اجماع، اتصال، اقتصادي پراختیا په برخه کې د تاجکستان رول مهم ګڼلی او له دې هېواد څخه یې غوښتي، چې په افغان سوله له خپلو وړتیاوو ګټه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې ښاغلي خلیلزاد دوه ورځې مخکې په دې اړوند له چینایي، پاکستاني او افغان چارواکو سره هم خبرې کړې.
خلیلزاد په دې لیدنو کې ویلي، چې واشنټن په افغانستان د طالبانو د هغه واک مخالف دی، چې له نظامي لارې رامنځته کېږي.