3448617

غني او عبدالله امریکا ته تللي

neshananews

24 June 2021

ارګ وايي، ولسمشر غني او د مصالحې شورا مشر عبدالله عبدالله د یوه لوړپوړي پلاوي په ملتیا امریکا ته روان شوي.

ارګ په یوه خبرپاڼه کې لیکلي، چې ولسمشر او د ملي روغې جوړې مشر عبدالله عبدالله پرون چهارشنبه (د چنګاښ دویمه) ماښام امریکا ته روان شوي. د خبرپاڼې پر بنسټ امرالله صالح، محمدحنیف اتمر، حمدالله محب، شهرزاد اکبر او د سولې مرکچي پلاوي یو شمېر غړي هم په دې سفر کې دي.

د خبرپاڼې له مخې غني او عبدالله به په دې سفر کې د امریکا له ولسمشر جو بايډن، د کانګریس له غړو او د امریکا له مخورو شخصیتونو سره د کابل او واشنټن پر اړیکو او د افغان سولې اړوند لیدنې وکړي.

د یادونې وړ ده، چې ولسمشر او د ملي روغې جوړې مشر د امریکا د ولسمشر جو بایډن په غوښتنه امریکا ته تللي. د سپینې ماڼۍ د خبرپاڼې پر بنسټ د بایډن او افغان چارواکو تر منځ لیدنه به سبا جمعه ( د چنګاښ څلورمه) وشي.