له سیاسي رهبرانو سره د ولسمشر مشورتي ناسته؛ ولسي پاڅونونه دې زیات شي
ارګ د هېواد د سیاسونو تر منځ د یوې لویې مشورتي ناستې خبر ورکړی. ارګ وايي، ناسته نن شنبه (د زمري نهمه) په ارګ کې شوې، چې ګڼو سیاسي مخورو پکې ګډون کړی. په دې ناسته کې ولسمشر غني او مرستیالانو یې، عبدالله عبدالله، عبدالرب رسول سیاف، کریم خلیلي، محمد محقق او ګڼو نورو سیاسونو ګډون کړی و.
د ارګ په خبرپاڼه کې راغلي، چې سیاسونو د طالبانو پر وړاندې پر ولسي پاڅونونو ټينګار کړی دی.
سیاسي رهبرانو د طالبانو پر وړاندې د امنیتي ځواکونو پر ملاتړ او د امنیتي ځواکونو پر مشروع دفاع هم ټينګار کړی دی؛ دوی په افغانستان کې سوله هم لومړیتوب بللې او په دې برخه کې یې له هر فرصت څخه د ګټې سپارښتنه کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې طالبانو په وروستیو کې پر هرات ښار، کندهار ښار، لښکرګاه ښار او ګڼو نورو ښارونو بریدونه زیات کړي دي.